د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

د بښنې نړيوال سازمان: طالبان دې د ملګروملتونو تازه پرېکړه‌ليک منلو ته غاړه کېږدي


يو شمېر طالب مشران
يو شمېر طالب مشران

د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار بندیز په اړه تصویب شوي پرېکړه‌لیک ته غبرګون ښودلی.

دا پرېکړه‌لیک د افغانستان په وخت تېره شپه تصویب شو، چې په‌کې په افغانستان کې د ملګروملتونو په ادارو کې د ښځو کار بندیز غندل شوی او تر څنګ یې له طالبانو غوښتل شوي چې سم‌دستي د افغان نجونو او ښځو د بنسټیزو حقونو ځپونکې تګ‌لارې او کړنې ودروي.

له طالبانو د مسوولو چارواکو په توګه، د ښځو او نجونو پر وړاندې د جدي او سیسټماټیکو سرغړونو له امله حساب وغواړي."

اوس د بښنې نړیوال سازمان وايي، دا اړینه ده چې طالبان د دې پرېکړه‌لیک منلو ته غاړه کېږدي، سم‌دستي په افغان نجونو او ښځو لګول شوي بندیزونو او محدودیتونه لېرې کړي او تر خوا یې ټول هغه کسان چې د لاریونونو او یا هم د بشري حقونو د دفاع لپاره د څرګندونو له امله نیول شوي خوشې کړي.

د بښنې نړیوال سازمان په اعلامیه کې چې تېره شپه یې ناوخته خپره کړې د دې سازمان د یوې غړې جویس بوکورو له قوله لیکل شوي: "د امنیت شورا غړي هېوادونه باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د بېرته لاس‌ته راوړلو لپاره د روانو هڅو ملاتړ وکړي او له طالبانو د مسوولو چارواکو په توګه، د ښځو او نجونو پر وړاندې د جدي او سیسټماټیکو سرغړونو له امله حساب وغواړي."

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا پر افغان نجونو او ښځو لګول شويو بندیزونو سره سره وايي، دوی ژمن دي چې ټولو افغانانو ته مساوي حقوق ورکړي.

نوموړی وايي: "ځینې قوانین چې د مجبوریت له وجې او د افغانستان د خلکو په غوښتنه پلي کېږي، هغه زموږ داخلي مسله ده. په هر صورت د دوی اندېښنې د درک وړ دي او زموږ ستونزې هم پر خپل ځای دي."

خو تېره شپه د امنیت شورا په غونډه کې ګډون کوونکو استازو د طالبانو له‌خوا د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې لګول شوي بندیزونه او محدودیتونه د ملګرو ملتونو په تاریخ کې بې‌ساري وبلل.

د افغان نجونو او ښځو له ګډون پرته په افغانستان کې ثبات، اقتصادي رغونه او سياسي پخلاينه ناشونې ده.
پرېکړه‌ليک

په دې غونډه کې د متحده‌عربي اماراتو استازې لانا ذکي نُصیبه وویل، په دې پرېکړه‌لیک سره د نړیوالې ټولنې هغه پیغام لا روښانه شو چې نړۍ به په افغانستان کې له ټولنې د ښځو د ګوښه کولو پر وړاندې غلې پاتې نه‌شي.

نوموړې وويل: "په پرېکړه‌ليک کې دا هم روښانه شوې چې د افغان نجونو او ښځو له ګډون پرته په افغانستان کې ثبات، اقتصادي رغونه او سياسي پخلاينه ناشونې ده. په ورته وخت کې پرېکړه‌لیک دا په اثبات رسوي چې د افغانستان د تاریخ د دې څپرکي د یوې پاڼې د بدلولو لپاره د ټولو اړوندو افغان اړخونو، سیمې او نړیوالې ټولنې ترمنځ خبرې اترې او ښکېلتیا ډېره مهمه ده."

په ملګرو ملتونو د امریکا متحده‌ایالاتو استازې لینډا توماس هم د امنیت شورا له پرېکړې وروسته خپله خپره کړې بیانیه کې لیکلي، د دې پرېکړه‌لیک تصویب طالبانو ته ښکاره پیغام دی چې نړیواله ټولنه به په افغان ښځو او نجونو د دې په ټکو د لګېدلو "ظالمانه" بندیزونه د منلو نه‌دي.

هغې زیاته کړې، پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو سخت‌دریځه فرمانونه د افغانستان د ثبات، اقتصادي هوساینې او راتلونکي ودې مخه نیسي او ترڅنګ یې ښځې او نجونې د جنسیت پر بنسټ له تاوتریخوالي سره مخ کوي.

په ملګرو ملتونو د امریکا متحده‌ایالاتو استازې خپله بیانیه کې د اوسنیو ستونزو د حل په اړه د افغانانو ترمنځ د یوه ټول‌شموله سیاسي پروسې د پیل غوښتنه هم کړې.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، د افغان نجونو او ښځو پر زده‌کړو، کار، سیاسي او نورو ټولنیزو فعالیتونو پراخ بندیزونه او محدودیتونه لګولي چې په کور دننه او نړیواله کچه یې د دې ډلې سیاست او حکومتولي تر پوښتنې لاندې راوستې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG