د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

ملګروملتونو د داعش او القاعده ډلې پر دوو غړيو سخت بنديزونه اعلان کړي


د داعش وسله‌والې ډلې بيرغ، انځور - ارشيف
د داعش وسله‌والې ډلې بيرغ، انځور - ارشيف

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په داعش او القاعده ډلې د بندیزونو کمېټې دغو دواړو ډلو د بندیزونو پر دوام په هغه دوه افغانانو بندیزونه لګولي چې د امنیت شورا په وینا د داعش او القاعده ډلو مخکښ غړي پاتې شوي.

د ملګرو ملتونو سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، مولوی رجب صلاح الدین په ۱۹۷۶ کال د کابل په پغمان ولسوالۍ کې پیدا شوی او تر ډېره د عراق لپاره د داعش خراسان ډلې مرستیال پاتې شوی.

که څه هم ملګرو ملتونو د یاد کس په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي، خو د دوی د معلوماتو له مخې مولوی رجب صلاح الدین په افغانستان د القاعده ډلې سره هم پراخې او ژورې اړیکې درلودې.

یاد سازمان (سلطان عزیز عزام) بیا بل هغه افغان یاد کړی چې نوموړی په کال ۱۹۸۵ کې په افغانستان کې زېږېدلی.

"د اوس لپاره د امریکا او د هغه متحدینو اندېښنه دا ده چې داعش او یا القاعده بیا سر پورته نه‌کړي
اسحاق اتمر

سره له دې چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د سلطان عزیز عزام د زېږېدولو ځای نه‌دی په ګوته کړی، خو د دوی د معلومات له مخې یاد کس په عراق کې د داعش خراسان ډلې ویاند پاتې شوی او القاعده ډلې سره یې هم اړیکې پراخه وې.

د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې په ۲۰۱۴ کې د افغانستان په ختيځ کې خپل فعاليت پيل کړ، چې تر دې دمه يې پر شيعه د ډېرو مرګونو بريدونو مسؤليت منلی دی.

که څه هم د داعش او القاعده پر غړو د بنديزونو کمېټې د سلطان عزيز عزام په اړه جزييات نه‌دی ورکړي، خو نوموړي په ځلونو له افغانستان کې له رسنيو سره د داعش ډلې د خراسان څانګې د وياند په توګه د ځينو بريدونو مسؤليت منلی دی.

د چارو يو شمېر شنونکي په داعش او القاعده ډلې د بندیزونو کمېټې د ياد اقدام په اړه ويشلي نظرونه لري.

افغان شنونکی اسحاق اتمر وایي، ملګري ملتونه په ځانګړي ډول امریکا اوس هم په افغانستان کې د داعش او القاعده ډلې په اړه ژورې اندېښنې لري.

د هغه په خبره، د ملګرو ملتونو دغه ګام د ژورې اندېښنې ښګارندوی کوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "د اوس لپاره د امریکا او د هغه متحدینو اندېښنه دا ده چې داعش او یا القاعده بیا سر پورته نه‌کړي تر څو نور هېوادونه ونه ګواښي، په دې برخه کې د ټولو خواو ان د سیمې هېوادونه جدي اندېښنې لري."

د چارو بل افغان کتونکی محب شریف بیا په افغانستان کې داعش او القاعده ډلې په وړاندې روانه مبارزه کافي نه بولي.

د هغه په خبره، د ملګرو ملتونو دغه ګام دا ښيي چې افغانستان اوس هم د نړۍ لپاره ګواښ دی.

نوموړی وايي: "زه فکر کوم که چېرته عملي اقدامات کېږي او طالبان په دې وتوانیږي چې دغه ګواښ کابو کړي نو نړۍ به طالبانو ته په ښه نظر وګوري او که طالبان د دې ګواښ په وړاندې پاتې راشي بیا نړۍ مجبوره ده چې یو ځل بیا افغانستان ته د دې ګواښ د کابو کولو لپاره راودانګي."

نړۍ مجبوره ده چې یو ځل بیا افغانستان ته د دې ګواښ د کابو کولو لپاره راودانګي."
محب شريف

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو حکومت نظر واخلو خو د دوی ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو ښاغلي مجاهد له دې وړاندې په ځلونو ویلي دي، دوی په افغانستان کې له داعش او نورو وسله‌والو ډلو سره جدي مبارزه کوي.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په داعش او القاعده ډلې د بندیزونو کمېټې په خپلې یوې تازه پرېکړه کې د داعش او القاعده ډلو اړوند په یو شمېر اشخاصو او ادارو خپلو بندیزونو کې نوي تعدیلات راوستي و.

دا پرېکړه چې د فبروري په ۲مه تصویب شوې وه پر بنسټ یې د دې کسانو، ډلو او ادارو شتمنۍ کنګل کېږي، له بهرنیو سفرونو راګرځول کېږي او تر څنګ یې دوی ته د وسلو په ورکولو او خرڅلاو هم بندیز لګول کېږي.

په دې بندیزونو کې ۲۹ کسان او ادارې شاملې وې چې ځینې یې په افغانستان کې هم په ترهګریزو کړنو او فعالیتونو تورن و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG