د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

د ډله‌ييز امنيت سازمان اندېښنې؛ تازه د افغانستان او تاجکستان پر پوله پنځه کسان وژل شوي


د ډله‌ييز امنيت سازمان د غړو هېوادونه بيرغونه
د ډله‌ييز امنيت سازمان د غړو هېوادونه بيرغونه

د ډله‌ییز امنیت سازمان له غونډې او اندېښنې سره هم‌مهال د افغانستان او تاجکستان په پوله د تاجک ځواکونو او نشه یي توکو د قاچاق کوونکو تر منځ نښته.

د (ډله‌ییز امنیت تړون سازمان) د پنجشنبې په ورځ د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د خپلې ۳۷مې ناستې پر مهال ویلي، دوی په افغانستان کې د ترهګرۍ او دغه شان له دغه هېواده د نشه‌یي توکو د قاچاق د پراختیا په اړه اندېښمن دي.

دغه سازمان چې مشره یې د روسیې هېواد کوي د سیمې زیات شمېر هېوادونو په‌کې غړیتوب لري.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې غونډې ورسته یعنې د جمعې په شپه د افغانستان او تاجکستان په ګډه پوله د تاجکي ځواکونو او د نشه‌یي توکو د قاچاق کوونکو ترمنځ جکړه شوې.

د ازادي راډیو د تاجګې څانګې خبریال مومن احمدي وايي، دغه جګړه د جمعې په شپه هغه مهال رامنځته شوه چې تاجکي ځواکونو د نشه‌یې توکو په قاچاق کوونکو د تسليمېدو غږ وکړ.

کله چې پوله ساتو ځواکونو پر دغه قاچاق کوونکو د تسليمېدو غږ کړی هغوی ډزې پیل کړي چې

ښاغلی مومن وايي، تاجکي مقاماتو ورته په دغه نښته کې د خاروغ ښار د امنیه قومندان کامران رجب زاده وژل کېدل تایید کړي دي.

د نوموړي په خبره، په یاده نښته کې د دریو قاچاق کوونکو ترځنګ د تاجک ځواکونه یو سرتېری هم وژل شوی دی.

نوموړي ويلي: "پېښه د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په داسې یوه سیمه کې شوې چې د چارواکو په وینا د دواړو هېوادونو په پوله یو ځای دی چې قاچاق کوونکو غوښتل له هماغې لارې وتښتي، کله چې پوله ساتو ځواکونو پر دغه قاچاق کوونکو د تسليمېدو غږ کړی هغوی ډزې پیل کړي چې د دواړو خواو ترمنځ نښته پیل شوې."

د تاجکستان او افغانستان پوله، انځور - ارشيف
د تاجکستان او افغانستان پوله، انځور - ارشيف

د ازادي راډیو د تاجکي څانګې خبریال وايي، دا په تېره یوه اوونۍ کې دویمه پېښه ده چې د افغانستان او تاجکستان په ګډه پوله رامنځته کېږي.

یو شمېر افغان شنونکي د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان وروستۍ اندېښنې او ورته پېښو ته په اشاره سره وايي، د سیمې د هېوادونو اندېښنې پر ځای دی او دوی د ځان د خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونو ته اړتیا لري.

طالبانو کورنی او بهرنی مشروعیت نه‌لري، یعنې تر اوسه پورې دا لا حکومت نه‌دی
رحمت الله اندړ

د تېر جمهوري نظام د امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ ازادي راډیو ته وویل، طالبان یوه ډله ده او د ده په ټکو د دې ډلې په اړه اندېښنې پر ځای دي.

ښاغلی اندړ وايي: "د سیمې د هېوادونو اندېښنې پر ځای دي، د دې لپاره چې طالبانو کورنی او بهرنی مشروعیت نه‌لري، یعنې تر اوسه پورې دا لا حکومت نه‌دی همغه ډله ده او له نورو ګڼو ډلو سره اړیکې لري. دا چې دوی په رسمیت نه‌دي پېژندل شوي او د سیمې هېوادونه پرې باور نه‌شي کولی دلیل یې واضیح دی او هغه هم دا دی چې دوی له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري."

رحمت الله اندړ
رحمت الله اندړ

موږ هڅه وکړه دغه اندېښنې او څرګندونې د طالبانو له حکومت سره شریکې کړو او له دوی ځواب واخلو، خو د دوی ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

طالبانو له دې وړاندې ویلي و، چې د افغانستان له خاورې به هیڅ یوه هېواد ته ګواښ پېښ نه‌شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم د تاجکستان او افغانستان په ګډه پوله د تاجکي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ نښته شوې وه.

د ازادي راډیو تاجکې څانګې ویلي و، په ياده نښته کې تاجک چارواکو د دوو ترهګرو دوژل کېدو ادعا کړې وه، خو دایې نه و ویلي، چې دغه ترهګر د کومې وسله‌والې ډلې اړوند وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG