د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

جیمز ټاون: له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د داعش د ور اوښتو اندېښنه پر ځای ده


د داعش بیرغ
د داعش بیرغ

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو د صفر امنیتي قطعې د ځینو غړو د ترخه برخلیک په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

د دې ډلې یو زیات شمېر غړي اوس په امریکا کې په خورا بدو شرایطو کې ژوند کوي.

واشنګټن پوسټ د ځینو دغو کسانو ترخه برخلیک ته په اشارې لیکي چې دوی په افغانستان کې له سي آی اې سره مرسته وکړه، خو اوس په امریکا کې کړېږي.

ورځپاڼې د تابش په نوم د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو د یوه غړي کیسه را اخیستې چې تمه یې درلوده امریکا ته په رسېدو د یوه اتل په څېر ترې هرکلی وشي، خو دمګړۍ په بالتیمور کې په یوه اپارتمان کې له خپلې اوه کسیزې کورنۍ سره اوسېږي.

ورځپاڼه لیکي، تابش خپله پښه ۲۰۱۷ کال په یوه جګړه کې له لاسه ورکړه او اوس د درد له لاسه د شپې خوب نه لري.

د صفر قطعې پوځي ډلې د افغان جګړې په لومړیو پړاوونو کې د سي آی اې لخوا تشکیل شوې چې د اطلاعاتو په راټولولو او د طالبانو او القاعدې په وړاندې بریدونو او همدارنګه شپنیو عملیاتو کې ترې کار اخیستل کېده.

دغه قطعې د پرمختللو روزنو له ترلاسه کولو وروسته په ۲۰۰۹ کال کې د افغانستان په مخکینۍ اردو کې مدغم شوې.

ورځپاڼه زیاتوي کله چې جمهوریت سقوط وکړ دا صفر امنیتي قطعې وې چې د ناټو کسان او ملکي امریکایان یې له کورونو په ډېرو سختیو تر کابل هوايي ډګر ورسول.

ځینې دا امنیتي ځواکونه د کابل هوايي ډګر په چاودنه کې مړه او ټپيان شوي هم دي.

تابش ورځپاڼې ته ویلي، فزیکي درد زغملی شي، خو روحي درد یې له منځه وړي.

ورځپاڼې د پناه غوښتونکو په منلو کې د امریکا بیروکراسۍ او هم هغو ستونزو ته اشاره کړې چې دغه کسان د کډوالو په کمپونو کې ورسره مخ دي او د یوه تن له خولې لیکي، کله کله غواړي خپل موټر په ډیرې چټکۍ له دېوال سره ووهي او دا حالت پای ته ورسوي.

جیمز ټاون:

د جیمز ټاون خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په شمال کې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې د فعالیتونو د زیاتوالي په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

خپرونه لیکي چې په افغانستان کې د داعش پر ضد د طالبانو له پرله پسې عملیاتو سره سره دغې ډلې نه یوازې افغانستان بلکې د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې هم خپل رسنیز فعالیت او جلب او جذب زیات کړی دی.

د خپرونې په لیکنه له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د داعش وسله والو د ور اوښتو اندېښنه پر ځای ده.

په مقاله کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ او همدارنګه د تاجکستان د اسلامي غورځنګ د هغو کسانو یادونه شوې چې له داعش ډلې سره یوځای شوي دي.
جیمز ټاون خپرونه لیکي چې داعش د بریدونو په زیاتولو سره غواړي د افغانستان او ګاونډیوانو اړیکې یې خرابې او په دې سربېره له افغانستانه د ډیپلوماتیکو ماموریتونو، بهرنیو او کورنیو پانګوالو او خیریه موسسو ملاتړ لرې وساتي.
صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG