د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

له افغانستانه لوېديځ ته د ګواښونو په اړه طالبانو د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور رد کړ


ارشيف
ارشيف

د طالبانو حکومت د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له لوري د پنټاګون د پټو اسنادو په اړه خپور کړی راپور رد کړ.

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون په پټو معلوماتو کې، چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ترلاسه کړي، ویل شوي چې افغانستان یو وار بیا پر لوېدیځ د تروریستي حملو د پلان جوړولو په مرکز بدل شوی دی.

د پنټاګون د پټو اسنادو په یوه برخه کې افغانستان په امریکا، اروپا او اسیا کې د حملو د پلانولو لپاره د داعش د همغږۍ د مهم مرکز په توګه یاد شوی دی.

خو د طالبانو د حکومت وياند ذبیح‌الله مجاهد وايي، دا پټ اسناد ناسم دي او افغانستان د هیچا لپاره ګواښ نه‌دی.

نوموړي ويلي: "د محرمو اسنادو په نوم دا محرم اسناد چې د امریکا د دفاع وزارت له لوري یې ادعا شوې او خپاره شوي دي، موږ ردوو."

ذبيح‌الله مجاهد
ذبيح‌الله مجاهد

داعش ډلې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ګڼو پېچلو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی او په ځلونو طالبانو د دې ډلې خلاف د عملیاتو ادعاوې کړي دي.

واشنګټن پوسټ لیکلي، په دغو اسنادو کې، چې ورباندې «خورا محرمانه» مهرونه ټاپه شوي، ویل شوي چې داعش له افغانستانه د باندې پر ارازانه تمامېدونکو عملیاتو کار کوي.

داعش له افغانستانه د باندې پر ارازانه تمامېدونکو عملیاتو کار کوي.
واشنګټن پوسټ

د دغو اسنادو له مخې، چې واشنګټن پوسټ یې په اړه راپور خپور کړی، د تېر کال په دوبي کې د قطر د فوټبال نړیوال جام په مسابقو، کلیساو، سفارتونو او سوداګري مرکزونو کې د داعش د حملو، چې مخه یې نیول شوې ده، جزییات څرګند شوي دي.

د يادو اسنادو په حواله، د امریکا دفاع وزارت د تېر کال په دسمبر کې په افغانستان کې د داعش له لوري د ۹ تنظیم شویو حملو په اړه معلومات ترلاسه کړي وو، خو په فبرورۍ کې یې د ۱۵ دې ډول بریدونو په اړه معلومات لاسته راوړل.

واشنګټن پوسټ وايي، د بایډن حکومت په دې اړه د دوی پوښتنې ته ځواب نه‌دی ویلی.

له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پرته نورو سرچینو د دغو اسنادو د رد یا تایید په اړه څه نه‌دي ویلي.

راپور وايي چې، په افغانستان کې دېره ترهګر د امریکا پر ضد هم د دسیې پر جوړولو کار کوي.

په دې پټو اسنادو کې په افغانستان کې د القاعده شبکې د فعالیت په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د سږ کال د مارچ په ۲۳مه نېټه د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سینټکام عمومي قوماندان جنرال مایکل کوریلا د کانګریس غړیو ته وویل، په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او داعش ترمنځ له خورو ورو نښتو سره سره داعش ډله دې ته نږدې شوې چې خپله جګړه د افغانستان له پولو بهر ته وغځوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG