د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

د داعش د فعالیتونو زیاتوالی؛ نیمروز کې پر یوه پټنځای یې عملیات شوي


ارشیف: طالبانو څه موده مخکې کابل کې د داعش پر یوه پټنځای عملیات کړي وو.
ارشیف: طالبانو څه موده مخکې کابل کې د داعش پر یوه پټنځای عملیات کړي وو.

د نیمروز ولایت په زرنج ښار کې د د داعش ډلې پر یوه پتنځای عملیات شوي دي.

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار کې نن سهار د طالبانو او داعش وسله‌والو ترمنځ نښته وشوه.

د نیمروز ولایت لپاره د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حبیب‌‌الله الهام ازادي راډیو ته وویل، د دوی ځانګړو ځواکونو د زرنج ښار په درېیمه ناحیه کې د داعش په یوه پټنځای عملیات کړي چې وروسته د دواړو لوریو ترمنځ نښته شوې او نیم ساعت یې دوام کړی دی.

هغه وویل: "په پایله کې دوه فتنه‌ګر ووژل شو او یو ژوندی ونیول شو. په دې عملیاتو امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو ته زیان نه‌دی اوښتی او یو شمېر نظامي توکي د امنیتي ځواکونو لاس‌ته لوېدلي دي."

د نښتې له سیمې ازادي راډیو ته را رسېدلې ویډیو ښيي چې طالب ځواکونه یو کور په نښه کوي او د دواړو لوریو ترمنځ نښته پیلېږي.

په دې ویډیو کې ادعا کېږي چې په سیمه کې د یو شمېر ملکیانو په کورونو هم مرمۍ لګېدلي دي، خو ځاني زیان یې نه‌دی اړولی.

د سیمې یو اوسېدونکي چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم او غږ خپور شي ازادي راډیو ته وویل، نښته نږدې یو ساعت روانه وه او په کې درنې وسلې هم وکارول شوې.

دا په روانه میاشت اپریل میاشت کې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو له‌خوا د افغانستان په څو ولایتونو کې د داعش ډلې پر ضد نظامي عملیات دي چې تر سره کېږي.

د طالبانو د استخباراتو ریاست له دې وړاندې ادعا کړې وه چې په مزار شریف، بغلان او نیمروز کې یې ورته عملیات کړي.

دې ریاست د اپرېل په دویمه نېټه خبر ورکړ چې د افغانستان په شمال کې یې د داعش ډلې مهم غړی عین‌الدین چې وروستیو کې یې د څو بریدونو په پلان کې لاس درلود، نیولی دی.

همدا ډول د طالبانو د استخباراتو ریاست د مارچ په ۲۷مه ادعا وکړه چې له دې نېټې یوه اوونۍ وړاندې یې د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د عملیاتو پر مهال د داعش خراسان څانګې دویمه درجه مشر مولوي ضیاالدین، د داعش خراسان څانګې د شورا غړی ابوعمر افریدی او د نظامي تمریناتو او بم جوړونې ماهر سلمان تاجکستانی وژلي دي.

خو د دوی له دې ادعاوو وروسته د ملي مقاومت شورا د رهبرۍ غړي عطامحمد نور وویل، طالبان د داعش په نوم خپل مخالفان ځپي.

د ملي مقاومت شورا د رهبرۍ غړي عطامحمد
د ملي مقاومت شورا د رهبرۍ غړي عطامحمد

همدا ډول نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې یوې کورنۍ ادعا وکړه چې د مزار شریف په اوومه ناحیه کې د طالبانو له‌خوا د 'بغاوت او انسان تښتونې' په تور وژل شوي اته تنه ملکیان او بې‌‌ګناه دي.

خو طالبانو د دې موضوع د سپیناوي لپاره لا هم خپل دلایل نه‌دي وړاندې کړي.

طالبان داسې مهال نږدې هره ورځ د داعش پر ضد د نظامي عملیاتو خبر ورکوي چې د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په ګډون یې ډېر چارواکې داعش ډله د افغانستان لپاره ګواښ نه‌ بولي.

خو د امریکا متحده‌ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام مشر بیا په افغانستان کې د داعش ډلې شمېر ۲۲۵۰ تنه بللی او دا یې هم ویلي چې احتمال شته د امریکا اهداف او متحدان یې په نښه کړي.

تر خوا یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره مارچ میاشت کې په خپل راپور کې په افغانستان کې د داعش ډلې د وسله‌والو او ګواښ د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG