د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل؛ ګراهام: بایډن یوې بلې د سپټمبر یوولسمې ته تخم کرلی


ارشیف: په افغانستان کې یو شمې امریکايي ځواکونه
ارشیف: په افغانستان کې یو شمې امریکايي ځواکونه

امریکايي سناتور لینډسي ګراهام له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د څرنګوالي په اړه د سپینې ماڼۍ راپور 'سیاسي سپیناوی' بللی او ویلي یې دي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل په امریکا کې د 'سپتمبر ۱۱مې' بلې پېښې ته لاره پرانېزي.

د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور لینډسي ګراهام په امریکا کې د تروریستي حملو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د امریکايي پوځیانو په ایستلو سره یوې بلې د 'سپټمبر ۱۱مې' ته تخم کرلی دي.

ګراهام د یکشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل چې له افغانستان څخه د امریکا دا ډول وتل کولای شي په راتلونکي کې د نویو تروریستي ګواښونو لپاره یوه تشه رامنځته کړي.

د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور لینډسي ګراهام
د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور لینډسي ګراهام

ګراهام زیاته کړه: "کله چې د بایډن اداره تاسو ته وايي چې په افغانستان کې هېڅ ترهګر نه شته، دوی دروغ وايي. یو وژونکی کاکټل د جوړېدلو په حال کې دی. له افغانستان څخه راپورته کېدونکې ترهګري دلته د امریکا سرحدونه ماتوي. که موږ ژر تر ژره سیاست بدل نه کړو، د سپټمبر یو بل ۱۱مه به پر لاره وي. زما په اند هغه څه چې په افغانستان کې پېښ شول بایډن یوې بلې د سپټمبر یوولسمې ته تخم وکاره."

په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې تروریستي بریدونو کې چې شاوخوا درې زره کسان په کې ووژل شول، د القاعده شبکې پخوانی مشر اسامه بن لادن مسوول کڼل کېږي چې هغه مهال یې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کاوه.

له هغه وروسته امریکا او متحدینو یې پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو رژیم یې نسکور کړ.

سپینې ماڼۍ څو ورځې وړاندې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بېړنۍ وتلو په اړه کانګرس ته خپل راپور وړاندې کړ چې په کې د ډونلډ ټرمپ اداره په کې د دې وتلو او له هغه وروسته د ګډوډۍ مسووله بلل شوې وه.

د دې راپور په لنډیز کې سپینې ماڼۍ ټینګار کړی چې د ولسمشر بایډن ادارې هر هغه څه چې کولای شول ترسره یې کړل او ستونزه یې د دوحې په تړون کې یاده کړې چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې او د طالبانو لخوا لاسلیک شوې او ویلي یې دي چې دې کار د ولسمشر بایډن اداره له یوه ناممکن وضیعت سره مخ کړه.

له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو لړۍ چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰ مه نېټه بشپړه شوه، د ځینو اوسنیو او پخوانیو امریکايي چارواکو له خوا سختې نیوکو سره مخ شوې.

د تخلیې د عملیاتو په بهیرکې د کابل په هوايي ډګر کې د داعش ډلې په ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکايي پوځیان او ۱۷۰ افغانان ووژل شول.

هغه وروستی امریکايي سرتېری چې له افغانستانه ووت. August 30, 2021
هغه وروستی امریکايي سرتېری چې له افغانستانه ووت. August 30, 2021

خو یو شمېر افغان سیاسي او پوځي کارپوهان وايي چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د څرنګوالي په اړه د امریکايي سناتورانو څرګندونې تر ډېره سیاسي او ګوندي بڼه لري.

د سیاسي چارو پوه خان زمان امرخېل ازادي راډيو ته وویل: "زه فکر کوم چې د لینډسي ګراهام دا څرګندونې چې د امریکا متحده ایالاتو ته خطر دی، ډېر سیاسي اړخ لري. طالبان په افغانستان کې د دوحې د هوکړې له مخې واک ته رسېدلي دي. زه فکر نه کوم چې دوی احساس وکړي چې امریکا ته خطر متوجه دی."

د پوځي چارو پوه اسدالله ندیم هم په دې باور دی چې له افغانستان څخه امریکا ته کوم ګواښ نه شته.

ندیم وویل: "په افغانستان کې د داعش فعالیت د طالبانو له راتګ وروسته زیات شوی، د هغوی حضور او شبکې پیاوړې شوي، د افغانستان په ټوله خاوره کې فعالیت لري، خو داعش یقیناً د امریکا لپاره نه، بلکې د افغانستان خلکو ته ګواښ دی او ښايي تر يو حده د ګاونډيو هېوادونو لپاره ګواښ وي، نه امريکا ته."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له دې وړاندې ویلي وو چې دوی د دوحې د هوکړې عملي کولو ته ژمن دي او په افغانستان کې یې د داعش ګواښ هم رد کړی او ویلي یې دي چې هیچا او هېڅ کومې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ 'سنټکام' جنرال مایکل کوریلا تېره اوونۍ په افغانستان کې د داعش د غړو د زیاتوالي او د دې ډلې د ګواښ په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل، احتمال شته چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې پر امریکا برید وشي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG