د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

سپينه ماڼۍ: طالبانو د کابل پر هوايي ډګر د بريد طرحه کوونکی له مينځه وړی


د کابل هوايي ډګر دروازه له بريد وروسته
د کابل هوايي ډګر دروازه له بريد وروسته

سپینې ماڼۍ خبر ورکړی، چې د کابل پر هوايي ډګر ځانمرګی برید کوونکی د طالبانو له‌خوا وژل شوی دی.

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي د سه‌شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل، د اسلامي دولت (داعش) ډلې د خراسان ولایت څانګې یو مهم غړی چې دا برید یې طرحه کړی و، د طالبانو له‌خوا وژل شوی دی.

جان کربي د وژل شوي کس د هویت او د وژل کېدو د ځای په اړه جزيیات ورنه‌کړل.

په هغه ځانمرګي برید کې چې د ۲۰۲۱کال د اګست په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر په یوه دروازه کې وشو، لږ تر لږه ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول.

دا برید په داسې حال کې د خلکو د ګڼې ګوڼې تر منځ وشو، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له نسکورېدو او د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته په سلګونه کسان د کابل د هوايي ډګر په دروازه کې راټول شوي وو.

جان کربي د دغه بریدګر د وژل کېدو په اړه په خپلې بیانیه کې ویلي، چې هغه د داعش ډلې د خراسان څانګې یو له مهمو چارواکو څخه و، چې په مستقیم ډول د ابي ګېټ په څېر د عملیاتو په پلانولو کې یې لاس درلود او اوس د بریدونو د پلان او ترسره کولو توان نه‌لري.

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي
د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د طالبانو حکومت د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویاندویانو د راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

"د طالبانو په وړاندې د امریکایانو یو ډول خوشبیني زیاته شوې ده
اسدالله نديم

خو د پوځي چارو پوه اسدالله ندیم په دې اړه وايي: "د طالبانو په وړاندې د امریکایانو یو ډول خوشبیني زیاته شوې ده او دا د امریکا د متحده ایالتونو د استخباراتي بنسټونو او د هغه شمېر طالب چارواکو چې په دې برخه کې کار کوي، د دوامدار استخباراتي کار پایله ده. ښایي پرمختګ شوی وي، دا چې طالبانو دغه چارواکی وژلی، ښايي د امریکا د متحدو ایالتونو د استخباراتي معلوماتو له مخې وي."

خو د سیاسي چار پوه طارق فرهادي بیا بل نظر لري.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "په همدغه ورځ جو بایډڼ خپل کانديدېدل هم اعلان کړ، سره له دې چې ۸۰ کاله عمر لري کولای شي چې د نورو څلورو کلونو لپاره هم ځان کاندید کړي. ښایي دا سره ارتباط ولري، چې ولې نن دا مساله اعلان شوه او ولې طالبانو دا نه وه اعلان کړې."

د سیاسي چار پوه طارق فرهادي
د سیاسي چار پوه طارق فرهادي

خو د امریکا د دفاع وزارت ویاند جنرال پاټریک رایډر واشنګټن پوسټ ته ویلي، چې امریکا د کابل پر هوايي ډګر د برید مسوول او د داعش ډلې د دغه مهم غړي، په وژلو کې لاس نه‌لري.

بل‌خوا د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په یو لړ ټویټونو کې ادعا کړې، چې له تاجکستان څخه هم یو شمېر افراطي وسله‌وال افغانستان ته تللي او له داعش سره یو ځای شوي دي.

ترهګري په افغانستان کې د القاعده شبکې له ګواښونو څخه نه‌ده خپره شوې.
زلمی خليل‌زاد

له دې سره سره ښاغلي خلیل‌زاد خوشبیني څرګنده کړې، چې ترهګري په افغانستان کې د القاعده شبکې له ګواښونو څخه نه‌ده خپره شوې.

د امريکا د مشرانو جرګې غړي ليندسي ګراهام بیا په خپل ټويټر پاڼه ليکلي، د امريکا له ګټو څخه د طالبانو د دفاع په هکله ښه احساس نه‌لري.

هغه دا هم لیکلي، دی خوشحاله دی چې د هغه برید عامل، چې په‌کې ١٣ امریکايي پوځیان ووژل شول، له مينځه ولاړ.

د امريکا د مشرانو جرګې غړي ليندسي ګراهام
د امريکا د مشرانو جرګې غړي ليندسي ګراهام

سپینه ماڼۍ په داسې حال کې د طالبانو له‌خوا د کابل هوايي ډګر کې د ځانمرګي برید د اصلي عامل او د داعش ډلې د یو مهم غړي د وژل کېدو خبر ورکوي، چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو چارواکو په وار وار اندېښنه ښودلې چې افغانستان یو وار بیا د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو په امن پټن‌ځای بدل نه‌شي.

خو طالبانو تل ویلي، د افغانستان له خاورې به هیڅ هېواد ته کوم ګواښ نه وي.

تر دې مخکې یو شمېر امریکايي چارواکو ادعا کړې وه، چې داعش ډله به په افغانستان تر شپږو میاشتو دومره ځواکمنه شي، چې په نورو هېوادونو کې به د امریکا پر ګټو بریدونه وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG