د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

واشنګټن ايګزامينر: د طالبانو نويو فرمانونو سره د افغان مېرمنو په وړاندې خطرونه زيات شوي


يو شمېر افغان نجونې او مېرمنې، ارشيف
يو شمېر افغان نجونې او مېرمنې، ارشيف

واشنګټن ایګزامینر (Washington Examiner):

د امریکا واشنګټن ایګزامینر خپرونې پرون په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت لیکنه خپره کړې ده، چې د طالبانو د نویو فرمانونو له کبله یې ښايي ژوند لا تریخ شي.

د لیکنې په پیل کې راغلي، د طالبانو د نویو فرمانونو له مخې د افغان ښځو په وړاندې خطرونه زیات شوي، حال دا چې په مخکېني دولت کې ځینو هغو ښځو چې د زورونې قرباني شوې وې یا یې هم مېړونه معتاد وو، طلاق اخیستی و او نوی ژوند یې پیل کړی و.

د لیکوال په وینا طالبانو تېره اوونۍ دغه حکمونه فسخه کړل، چې ممکن عواقب یې دغو افغان ښځو ته ډېر جدي وي.

د واشنګټن ایګزامینر په لیکنه، اوس به پر هغو ښځو چې تر طلاق وروسته یې بیا ودونه کړي وو، د زنا تور ولګول شي.

کله چې دغه ډول تور ورپورې شي، دا ښځې ښايي د طالبانو د ظالمانه قضايي سیسټم له کبله په عام محضر کې د سنګسار په ګډون شدید جسمي مجازات شي.

د مقالې لیکوال وايي، د طالبانو غړو مخکې افغان ښځې مجبوره کړې وې، چې د خپلو طلاقونو په فسخه کولو سره له خپلو لومړنیو مېړونو سره بېرته ژوند پیل کړي.

اوس ګڼ کسان اندېښنه لري، چې ښايي د طالبانو د نوي فرمان له مخې زیاتې ښځې زیانمنې او له تاوتریخوالي ډک کورني ژوند سره مخامخې شي.

له کله چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، پر ښځو او نجونو یې فشارونه زیات کړي، چې دغو اقداماتو یې په نړیواله سطحه غبرګونونه پارولي دي.

فوربس (Forbes):

فوربس مجلې تر دې عنوان لاندې لیکنه خپره کړې، «په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې جنسيتي اپارتاید.»

د مقالې لیکوالې ډاکټرې ایویلینا یو اوچاب (Dr. Ewelina U. Ochab) په پیل کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنیت د هغه راپور یادونه کړې چې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه دی او د ۲۰۲۳م کال د مارچ پر شپږمه یې خپور کړ.

د مقالې په دوام راغلي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د ښاغلي بېنیت د ۲۰۲۲م کال د راپور تر خپرېدو وروسته لا خراب شوی دی.

د ۲۰۲۲م کال د نوامبر میاشتې په نیمايي کې د ښاغلي بېنیت په راپور کې ویل شوي وو، چې طالب چارواکو ښځې او نجونې پارکونو، ورزشي کلبونو او عمومي حمامونو ته له تګ منع کړي دي.

تر دې راپور وروسته په ډسمبر میاشت کې طالبانو ښځې او نجونې پوهنتونو ته هم له تګ منع کړې او په هماغه میاشت کې یې په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

د فوربس مجلې د مقالې له‌مخې، د طالبانو دې پرېکړې په افغانستان کې د بشري مرستو د رسونې چارې اغېزمنې کړې.

ښاغلي بېنیت په خپل تازه راپور کې ویلي، د ښځو په وړاندې د طالبانو سیټماتیک تبعیض په نړیواله سطحه د جنایتونو ترسره کېدو په باب اندېښنې ولاړې کړې دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د دې راپور د وړاندې کولو پر مهال ویلي، پر ښځو او نجونو دغه ګڼ محدودیتونه له جنسیتي اپارتاید سره برابر دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG