د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

اوتونبایوا: کار او زده کړو ته د افغان ښځو نه پرېښودل به افغانستان سقوط کړي


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې وایي، دغه هېواد د نړۍ په کچه له لوی بشري ناورین سره مخامخ دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې او د یوناما مشره وایي، دغه هېواد کې هغه نجونې په کورونو کې بندې دي چې غواړې ډکترانې، سیاستوالې، پوهانې یا ژورنالیستانې شي.

روزا اوتونبایوا د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې غونډې ته وویل، د طالبانو تګلارو او بندیزونو د دغو نجونو هیلې مړاوې کړي دي.

نوموړې خبرداری ورکړ چې که طالبان نجونې او ښځې کار او زده کړو ته پرې نه ږدي، دغه هېواد سقوط کوي.

د ښځو او نجونو د حقونو پر سرغړونو سربېره مونږ افغانستان کې د نورو بشري حقونو د نقض شاهدان هم یوو.

هغې زیاته کړه: "د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان په نړۍ کې د ښځو د حقونو لپاره د تر ټولو ځپونکي هېواد په توګه پاتې دی. د ښځو او نجونو د حقونو پر سرغړونو سربېره مونږ افغانستان کې د نورو بشري حقونو د نقض شاهدان هم یوو. د عمومي منشي له راپور سره سم دغلته له محاکمې پرته وژنې، په خپلسر د خلکو نیول کېدل، توقیف او شکنجه ترسره کېږي. دغه کړنې د حاکمو چارواکو له خوا د پخواني حکومتي مقاماتو او امنیتي ځواکونو پر ضد کېږي. دا د بخښنې له فرمانه د طالبانو سرغړونې دي."

میرمن اوتونبایوا وویل چې افغانستان د نړۍ په کچه له لوی بشري ناورین سره مخامخ دی او په خبره یې سږ کال ۲۸ میلیونه افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري.

نوموړې د دغو اړمنو کسانو د مرستې اړتیا ۴ اعشاریه ۶۲ میلیارده ډالر یاد کړل او په خبره یې دغه غوښتنه د یوه هېواد په کچه په نړۍ کې تر ټولو ډېره ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دغه څرګندونې د مارچ د اتمې یا د ښځو د پیوستون په ورځ کړي دي.

د دغې ورځې په مناسبت ګڼو ښځینه فعالانو د افغان ښځو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرونۍ غونډې ته نورو ویناوالو هم په افغانستان کې د ښځو د حقونو وضعیت ناوړه وباله.

په کابل کې د معترضو ښځو انځور. March 07 2023
په کابل کې د معترضو ښځو انځور. March 07 2023

د افغان ښځو د حقونو فعالې زبیدې اکبر په خپله وینا کې له نړیوالو غوښتنه وکړه چې له شرطونو پرته دې طالبانو سره تعامل نه کوي.

زه پر تاسو غږ کوم چې طالبانو ته په ملګرو ملتونو کې د څوکۍ ورکولو په ګډون هېڅ ډول مشروعیت مه ورکوئ.

اکبر وویل: "تاسو باید په ډاګه کړی چې له طالبانو سره د دې اساسي شرطونو له منلو پرته تعامل ونه شي. دې اقداماتو کې باید دا شامل اوسي چې د ښځو حقونو ته له لومړیتوب ورکولو پرته دې د ملګرو ملتونو لوړپوړي چارواکي افغانستان ته سفر نه کوي. زه پر تاسو غږ کوم چې طالبانو ته په ملګرو ملتونو کې د څوکۍ ورکولو په ګډون هېڅ ډول مشروعیت مه ورکوئ."

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل په دې اړه د طالبانو د ویاندویانو غبرګون ترلاسه کړي، خو تر بېګا ناوخته یې ځواب ترلاسه نه کړ.

طالبانو تر دې وړاندې ادعا کړې چې د دوی حکومت د رسمیت پېژندنې ټول شرطونه پوره کړي، خو داسې ښکاري چې نړیوال ورسره همغږي نه دي.

په تېره ډسمبر میاشت کې طالبانو په نادولتي موسسو کې د ښځو او نجونو پر کار بندیز ولګاوه او وروسته یې د نجونو پوهنتونونه هم تر دویم اعلان پورې وځنډول.

د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر میلادي کال د ډسمبر په وروستیو کې پر ښځینه محصلانو د زده کړو بندیز ولګاوه.
د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر میلادي کال د ډسمبر په وروستیو کې پر ښځینه محصلانو د زده کړو بندیز ولګاوه.

طالبان که څه هم دغه اقدامات لنډمهاله بولي، خو د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې وایي، دغو بندیزونو پر افغان ولس او د طالبانو او نړیوالو پر تعامل ناوړه اغېز کړی دی.

روزا اوتونبایوا ټینګار وکړ چې نړیوال باید له طالبانو سره د خبرو لاره پرانیستې پرېږدي تر څو د دې په خبره ډاډ او باور ترلاسه او اوسنۍ ستونزې هوارې شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG