د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

د افغان ښځو په اړه د طالبانو پرېکړې ویجاړوونکې او نه جبرانېدونکې وبلل شوې


د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز لګولی دی. December 21, 2022
د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز لګولی دی. December 21, 2022

د اروپايي ټولنې، امریکا، بریتانیا، سعودي او قطر په ګډون ۲۴ هېوادونو د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په ګډ بیان کې ویلي چې د افغان ښځو او نجونو په اړه د طالبانو د حکومت پرېکړې به د افغانستان اقتصاد او ټولنې لپاره ویجاړوونکې او نه جبرانېدونکې وي.

د متحده ایالاتو په ګډون ۲۴ اروپايي او اسیايي هېوادونو په افغانستان کې د طالبانو له حکومته د ټولو هغه بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه کړې چې ښځې او نجونې له بنسټیزو ازادیو او بشري حقونو محروموي.

د متحده ایالاتو، بریتانیا، کاناډا، استرلیا، بلجیم، ډنمارک، فنلنډ، فرانسي، جرمني، ایټالیا، جاپان، سعودي عربستان، ناروې، قطر، ترکیې، متحده عربي اماراتو، د اروپايي ټولنې د استازو او یو شمېر نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په دې ګډ بیان کې چې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی راغلي چې د افغان ښځو او نجونو په اړه د طالبانو د حکومت پرېکړې به د افغانستان اقتصاد او ټولنې لپاره ویجاړوونکې او نه جبرانېدونکې وي.

په بیان کې د اسلامي همکاریو د سازمان او ای سي د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د میاشتې د اعلامیې یادونه شوې چې له مخې یې د ښځو او نجونو په زده کړه بندیز له اسلامي شریعت سره په ټکر کې بلل شوي دي.

د یادو هېوادونو په بیان کې په ټولنه کې د ښځو او نجونو په رول ټینګار شوی او دا یې د اقتصادي او سیاسي پرمختګ لپاره مهم بللی دی.

په دې ګډ بیان کې د افغان ښځو او نجونو د کار او زده کړو له حق ملاتړ شوی اوپه کې ویل شوی چې په نادولتي موسسو کې د ښځو له کار پرته د مرستو عادلانه وېش ناممکن دی.

د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې په بشري ناورین اندېښنه ښودلې او په نادولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز یې داسې یوه کړنه یاده کړې چې له مخې یې ۲۸ میلیونه وګړو ته د مرستو رسولو بهیر له ځنډ سره مخامخ کېږي.

په بیان کې له طالبانو غوښتنه شوې چې د خلکو نړیوالې ټولنې په وړاندې خپل مسوولیتونه ادا او د افغانانو درناوی وکړي.

په همدې حال کې د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د دغه ګډ بیان هرکلی کړی او په خپل ټویټر یې لیکلي چې د افغان ښځو د واقعي ملاتړ لپاره به د هېوادونو او بنسټونو تر منځ د یووالي هڅو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د پخوانیو افغان ولسمشرانو محمد اشرف غني او حامد کرزي تر څنګ د سولې د ملي مصالحې د عالي شورا مخکېني مشر هم د مارچ اتمې په مناسبت په خپرو شویو پیغامونو کې له افغان ښځو سره خواخوږي ښودلې او د طالبانو له حکومته یې غوښتي چې د زده کړو او کار په برخو کې پر افغان ښځو لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي.

په نیمروز کې د نجونو یو ښوونځی چې دا مهال د طالبانو له لوري تړل شوی دی. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي. 04 October 2022
په نیمروز کې د نجونو یو ښوونځی چې دا مهال د طالبانو له لوري تړل شوی دی. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي. 04 October 2022

مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني د مارچ اتمې په مناسبت په یوه وینا کې چې د هغه پر فېسبوک خپره شوې طالبان تورن کړي چې افغان ښځو یې اسلامی حقونه اخیستي دي.

غني په دې وینا کې ویلي چې په افغانستان کې طالبان د ښځو له حقونو د سیاسي وسیلي په توګه کار اخلي.

د غني په وینا نړیوال ټوله ورځ په دې غږېږي چې ښځو ته باید خپل اسلامي حقونه ورکړل شي، خو د ده په وینا له بلې خوا نور په دې سرزوري کوي چې دا ستاسې کار نه دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي بیا په خپل ټویټر د ښځو لپاره د کار او زده کړو غوښتنه تکرار کړې ده.

هغه لیکلي دی چې ښځې د افغانستان نیمايي نفوس جوړوي او دوی د ټولنې په پرمختګ کې مهم او ځانګړی رول لري.

د ملي مصالحې د عالي شورا مخکېني مشر عبدالله عبدالله بیا په دې تړاو پر خپل ټویټر لیکلي چې کار او زده کړې د ښځو او نجونو اسلامي او انساني حقوق دي چې باید ورکړل شي.

د طالبانو پر وړاندې جنګېدونکې د ملي مقاومت جبهې هم په دې تړاو په یوه اعلامیه کې هغه افغان ښځې او نجونې ستایلي چې په تېر یو کال کې یې د طالبانو په وړاندې د بېلابېلو اعتراضونو له لارې د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کړی دی.

په ورته وخت کې د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر بیا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د ښځو تعلیم او کار لپاره خوندي چاپېریال چمتو کېږي.

هغه ویلي چې د طالبانو حکومت ښځو ته د اسلامي شریعت له مخې ځانګړي حقوق او درنښت ورکړی دی.

هغه ویلي، حکومت یې نجونو ته د زده کړو د شرایطو او ښځو ته په د کار او سوداګرۍ د خوندي او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو هڅه کوي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې په افغانستان تر بیاځلي واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو او د تېر میلادي کال په ډسمبر میاشت کې له پوهنتونونو راوګرځولې، دغه شان یې په نادولتي موسسو کې د دوی په کار سخت بندیز هم ولګاوه.

د دې ترڅنګ د طالبانو حکومت پر افغان ښځو او نجونو حجاب اجباری کړی، ورزشي لوبغالو، عمومي حمامونو او عمومي پارکونو ته یې د دوی په ورتګ هم کلک بندیز لګولی او له شرعي محرم پرته یې، دوی له لیرې واټن سفر کولو هم منع کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG