د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

زرداري: طالبان باید له خپل ملت او نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې پوره کړي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي، طالبان باید له خپل ملت او نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې پوره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري پرون ناوخته د ملګرو ملتونو په سازمان کې یوه کنفرانس ته چې 'ښځې په اسلام کې' په نوم جوړ شوی و، د طالبانو له حکومته وغوښتل چې له نړیوالې ټولنې او خپل ملت سره کړې ژمنې پوره کړي.

زرداري ویلي، د ځمکې پر مخ په هېڅ هېواد کې ښځې له زده کړو نه دي منع شوي او طالبان هم حق نه لري چې په ښځو بندیزونه د اسلام په نوم توجیه کړي.

د ځمکې پر مخ بل داسې هېواد نه شته چې ښځې او نجونې د زده کړو له حقه په کې منع شوې وي.

زرداری ویلي: "تر هغه ځایه چې د تاثیر خبره کېږي، نه پوهېږم په طالبانو به اغېز وکړي، خو دوی چې څه کوي اسلامي هېوادونه پرېږده، د ځمکې پر مخ بل داسې هېواد نه شته چې ښځې او نجونې د زده کړو له حقه په کې منع شوې وي. په ځانګړې توګه کله چې دا پیغام د اسلامي همکاریو د سازمان لخوا خپرېږي، دا ښيي چې اسلام د ښځو حقونه تضمینوي، نو هېڅ ګروپ ته هغه که په افغانستان یا بل هر ځای کې وي، دا حق نه شته چې خپل عمل د اسلام په نوم توجیه کړي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، د نړۍ په ګڼو اسلامي هېوادونو کې ښځې د رسنیو، اقتصاد او سیاست په برخو کې مهمه ونډه لري او حتا هېوادونه رهبري کوي چې دا ښيي، اسلام هېڅکله هم د ښځو د محدودولو ملاتړی نه دی.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پاکستان به طالبان دې ته تیار کړي چې په ښځو لګول شوي بندیزونه لرې کړي، ښاغلي زرداري وویل، دوی د طالبانو له حکومت سره په ښه تعامل کې دي او تل یې ترې غوښتي دي چې له خپل ملت او نړیوالې ټولنې سره ژمنې پوره کړي.

د زرداري په باور که طالبان ناکامېږي یا خپلې ژمنې ماتوي، لومړنی قرباني به یې افغان ملت او ورپسې پاکستان وي.

نوموړي د مثال په ډول د طالبانو هغې ژمنې ته چې د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ لپاره نه استعمالېږي، په اشارې وویل چې د دې ژمنې د نه عملي کېدو له وجې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه ډېر شوي دي.

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال چې د پاکستاني چارواکو د ادعاوو له مخې افغانستان کې پټنځایونه لري، خو طالبان یې نه مني.
د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال چې د پاکستاني چارواکو د ادعاوو له مخې افغانستان کې پټنځایونه لري، خو طالبان یې نه مني.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه د زرداري په خبرو غبرګون نه دی ښودلی او نه هم د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او مرستیال یې بلال کریمي په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب کړې.

خو تر دې مخکې طالب چارواکو په ښځو محدودیتونه د افغانستان کورنۍ مسئله بللې وه او له نړیوالې ټولنې یې په کې د نه مداخلې غوښتنه کړې وه، خو نړیوالو بشري بنسټونه بیا ویلي چې بشري حقونه یوه کورنۍ مسئله نه، بلکې په ټول بشریت پورې اړه لري.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت نجونې او ښځې د زده کړو او کار تر څنګ له ګڼو نورو حقونو محرومې کړې دي.

په دې تړاو په کور دننه او بهر د پراخو غبرګونونو سره سره، دوی د ښځو د حقونو اړوند په خپلو پرېکړو کې بدلون نه دی راوستی او تل یې ټینګار کړي چې د شریعت په چوکاټ کې ښځو ته د حقونو ورکولو ته ژمن دي، خو په دې اړه یې کوم مشخص تعریف نه دی وړاندې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG