د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

ملګري ملتونه: نړیواله ټولنه دې افغانانو سره له مرستو لاس نه اخلي


ارشیف: کابل کې بې وزله مېرمنو سره د مرستې یو انځور
ارشیف: کابل کې بې وزله مېرمنو سره د مرستې یو انځور

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي رامز الاکبروف پر نړیوالو غږ وکړ چې له افغانانو سره له بشري مرستو لاس وانخلي.

رامز الاکبروف وویل: "نړۍ باید د افغانستان د خلکو پر مخ ور ونه تړي. بسپنه ورکوونکي له موږ سره مرسته کوي چې په دې هېواد کې لوږه، ناروغي، خوارځواکي او کړاوونه کم کړو."

الاکبروف دغه څرګندونې پرون په یوه ټویټ کې داسې مهال کړي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا او شریکانو یې د روان ۲۰۲۳ کال د افغانستان د بشردوستانه غبرګون پلان خپور کړ.

د دغه پلان له مخې له ۲۳،۷ میلیون وګړو سره د بشردوستانه او د خوندیتوب د مرستو لپاره د ۴،۶ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه شوې ده.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال او د بشري مرستو همغږی کوونکی رامز الاکبروف
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال او د بشري مرستو همغږی کوونکی رامز الاکبروف

رامز الاکبروف زیاته کړه: "له ډېرو ستونزو سره سره زموږ شریکان عملاً فعال دي او چمتو دي چې خپل فعالیتونه پراخ کړي. اوچا ویلي چې سږکال په افغانستان کې ۲۸،۳ میلیون وګړي مرستو ته اړتیا لري، خو دوی په پام کې لري چې ۲۳،۷ میلیون وګړو ته مرستې ورسوي."

د ۲۰۲۳ کال د افغانستان د بشردوستانه غبرګون پلان په اړه چې د اوچا اړوند ریلییف ویبپاڼه کې خپور شوی، ویل شوي چې پر دغه پلان د ۲۰۲۲ کال د اګست او ډسمبر میاشتو ترمنځ کار شوی و او هدف دا و چې هغه د روان ۲۰۲۳ کال په جنوري کې خپور شي.

خو د تېر کال د ډسمبر په ۲۴مه چې د طالبانو د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت د یوه حکم په صادرولو سره ښځې په نادولتي موسسو کې له کار کولو راوګرځولې، د ادارو ترمنځ د دایمې کمېټې مدیره هیئت د یوې میاشتې لپاره د بشري مرستو هغه پروګرامونه چې ډېر مهم نه و، وځنډول.

اوچا وایي، د دې کمېټې یوه پلاوي د جنوري میاشتې له ۲۲مې نه تر۲۶مې پورې له افغانستانه څخه کتنه ترسره کړه ترڅو د طالبانو له ادارې سره خبرې وکړي او هم د درول شویو عملیاتو خطرونه او هم یې امکانات واروزي.

د اوچا په خبره د دغې کمېټې د سپارښتنې په اساس په افغانستان کې عملیاتي ځنډ پر ازمایښتي عملیاتو بدل شو.

اوچا ویلي، د بشري ستونزو پر وړاندې د غبرګون په پروګرام کې د ښځو پر ګډون بندیز به د ټولو اړمنو خلکو لپاره ویجاړونکې او اوږدمهاله پایلې ولري، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره چې د ټولنې تر ټولو زیانګالې برخه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په دې ټینګار کړی چې ښځې حق لري چې کار وکړي او هغوی د بشردوستانه غبرګون یوه لازمي برخه ده او زیاتوي: "که موږ اړمونو خلګو ته په خوندي او اغېزمنه توګه اصولي او باکیفیته مرستې رسوو چې په هغو کې ټول، سړي، ښځې، نجونې او هلکان شامل دي، د ښځو ګډون د مرستو رسولو په ټولو عملیاتو کې اړین دی."

اوچا همدارنګه ویلي، د بشري مرستو په عملیاتو کې د ښځو ګډون له دې پلوه هم مهم دی، هغه ښځې چې مرستې ترلاسه کوي، نه یوازې دا چې د بشري مرستو په ښځینه کارکوونکو پورې چې ورته مستقیماً مرستې یا نور خدمتونه رسوي، تړلي بلکې د ښځینه کارکوونکو حضور خوندیتوب، بامفهمومه ښکېلتیا او کیفیت هم ډاډمنوي.

تردې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا هم خبرداری ورکړی و چې پر ښځو او نجونو د طالبانو له خوا لګول شوي سخت محدودیتونه ښایي د دې خطر رامنځته کړي چې نړیوال له افغانستان سره پر بشري مرستو یو څه لاس ونیسي.

اوتونبایووا دغه خبرداری د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې ورکړ او یې وویل چې دوی روان کال د افغانستان لپاره د ۴،۶ میلیارد ډالرو بسپنې غوښتنه کړې چې کېدای شي د ښځو خلاف د طالبانو سخت اقدامات یې له خطر سره مخامخ کړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پرافغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې پر نجونو او ښځو د تعلیم او کار په ګډون سخت محدودیتونه لګولي چې هغه د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو پر وړاندې لوی خنډ بلل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG