د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

نړیوالې ټولنې ته د معترضو ښځو لیک؛ د طالبانو حکومت په رسمیت مه پېژنئ


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د لاریون یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د لاریون یو انځور

د افغانستان د معترضو ښځو د بنسټونو ایتلاف په یوه لیک کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني او په دې هېواد کې د معترضو ښځو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د افغانستان د معترضو ښځو د حرکتونو ایتلاف نړیوالې ټولنې ته په دغه لیک کې اته غوښتنې مطرح کړي دي.

د طالبانو حکومت په رسمیت مه پیژنئ او په افغانستان کې د ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکړئ، د دغو معترضو ښځو د غوښتنو یوه برخه ده.

بله غوښتنه مو دا ده چې په دوحه کې د طالبانو دفتر دې وتړل شي

د افغانستان د معترضو ښځو د غورځنګ د رهبرۍ غړې ژولیا پارسي تېر ماښام ازادي راډیوته وویل: "لومړۍ غوښتنه مو له نړیوالې ټولنې دا ده چې طالبان په رسمیت ونه پیژني، په افغانستان کې د ښځو مبارزه له پامه ونه غورځوي او پر طالبانو محدودیتونه زیات کړي. بله غوښتنه مو دا ده چې په دوحه کې د طالبانو دفتر دې وتړل شي او خپل سیاسي مشران دي نه پرېږدي چې افغانستان ته سفر وکړي او له طالبانو سره وګوري."

هغې زیاته کړه چې له نړیوالې ټولنې همدارنګه غوښتنه شوې چې د اعلامیو د خپرولو پر ځای د افغانستان له ښځو سره ژمنې په عمل کې وښيي.

مېرمن پارسي وویل، د معترضو ښځو پنځو غورځنګونو د یوه ایتلاف د جوړولو او د اته سوو معترضو ښځو د لاسلیکونو په راټولو سره نړیوالې ټولنې ته دغه غوښتنې وړاندې کړي دي.

د مېرمن پارسي په خبره ځینې لاسلیکونه په انلاین بڼه راغونډ شوي دي.

په پکتیکا کې څو ورځې مخکې یو شمېر معترضو مېرمنو د مارچ اتمې په مناسبت اعتراضیه غونډه کړې وه. March 07 2023
په پکتیکا کې څو ورځې مخکې یو شمېر معترضو مېرمنو د مارچ اتمې په مناسبت اعتراضیه غونډه کړې وه. March 07 2023

د افغانستان د معترضو ښځو د ایتلاف په دغه لیک کې ویل شوي چې د طالبانو له ځپنې سره سره د افغانستان معترضو ښځو په تېر څه باندې یونیم کال کې د زده کړې، کار او د ازادۍ د حقونو لپاره مبارزه کړې ده.

په افغانستان کې د معترضو ښځو حرکتونه وروسته له هغې رامنځته شوي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو تراوسه د دغو حرکتونو څو تنه غړې نیولې او له یوې مودې وروسته یې بېرته خوشې کړي، خو د معترضو ښځو په خبره، د نرګس سادات په نوم لږترلږه یوه ښځینه فعاله تر اوسه د طالبانو په بند کې ده.

د راپورونو له مخې د طالبانو ځواکونو مېرمن سادات شاوخوا یوه میاشت وړاندې په کابل کې نیولې ده.

طالبان اکثره وختونه د نیول شویو ښځو په اړه څه نه وایي.

طالبانو مخکې ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو د حقونو درناوی کوي، خو یو شمېر ښځینه فعالانې وایي چې دا د طالبانو یوه عمومي خبره ده بلکې هغوی غواړي چې ښځې یو مخ له عامه ژوند څخه حذف کړي.

XS
SM
MD
LG