د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

یو شمېر کابل ښاریان د بې کیفیته درملو له خرڅلاو شکایت کوي


ارشیف
ارشیف

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي، شکایت کوي چې په درملتونونو کې بې کیفیته درمل خرڅېږي او ناروغان یې نه ښه کوي.

کابل مېشتي د ګڼو ډېرو ستونزو تر څنګ په درملتونونو کې له بې کیفیته درملو هم شکایت لري.

یو شمېر کابل ښاریان وايي، که څه هم درمل د ډاکترانو د نسخو له مخې اخلي، خو د دوی په خبره ناروغان یې نه ښه کوي.

د کابل ښار اوسېدونکی منصور وايي: "زما مور ناروغه ده، روغتون ته یې بیایم، کله چې درمل اخلم کیفیت یې ډېر ټیټ دی، هېڅ ګټه نه ورته کوي. له بلې خوا هېڅ کاروبار نه شته، هر څومره پیسې چې پیدا کوم ټولې په دوا ځي. موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې بازار ته د بې کیفیته درملو د واردولو مخه ونیسي."

د کابل ښار يو بل اوسېدونکى بريالى هم ورته شکايت لري او وايي، په داسې حال کې چې درمل بې کيفيته دي، بیې یې هم لوړې شوې دي.

هغه وویل: "پنځه کاله کېږي چې ناروغ لرم، کله چې درمل اخلم، هېڅ کیفیت نه لري، فکر کوئ چې پوډر یې د ګولیو په منځ کې ایښي دي، پراسټامول او اموکس سلین هېڅ تاثیر نه لري. مسوولان باید د درملو کیفیت وګوري تر څه وخته به دا حالت دوام لري؟"

دوی ادعا کوي چې د طالبانو حکومت په درملتونونو کې د درملو د کیفیت څارنې او کنټرول ته پام نه کوي او د ټیټ کیفیته درملو د واردېدلو مخه نه نیسي.

د طالبانو د حکومت د خوړو او درملو ملي اداره د خلکو شکایت او ستونزه مني او وايي، هېواد ته د بې کیفیته درملو د راواردولو او د درملتونونو له لارې یې د پلور د مخنیوي هڅې روانې دي.

د دې ادارې ویاند جاوید هژیر ازادي راډيو ته وویل: "له بده مرغه د درملو په برخه کې ستونزې له پخوا څخه موجودې وې او تر يوه بریده اوس هم شته. موږ اوس پر يوه نوي پلان کار کوو، ټول هغه درمل چې زموږ د لابراتوارونو له خوا منفي ثابت شي، زموږ د ټولنيزو پاڼو له لارې به رسنيو سره شریک شي ترڅو هېوادوال هغه درمل چې منفي پایله لري وانه خلي."

نوموړي دا هم وویل، هڅې شوي چې د درملو د واردولو په برخه کې سوداګرو ته اسانتیاوې رامنځته شي او په دې برخه کې نور کار هم روان دی.

د یادونې ده چې ډېری افغانان خپل ناروغان، د ښې درملنې په موخه نورو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان ته بیايي، خو دا د هر چا د وس کار نه دی.

پر افغانستان د طالبانو له بياځلي واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د بې وزلۍ او بېکارۍ کچه ډېره لوړه شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG