د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۹

ډاین فرنټیرکمپنۍ په افغانستان کې د درملو د جوړولو په برخه کې پانګونه کوي


د برتانيې یوه شخصي کمپنۍ په افغانستان کې د درملو د جوړولو په برخه کې پانګونه کوي.

ډاین فرنټیر کمپنۍ مشران وايې، افغانستان اوس د دې جوګه شوی چې نړېوال په کې پانګونه او سوداګري وکړي.

د برتانيې د این فرنټیر شخصي کمپنۍ بنسټ ایښودونکي وايي، دوي غواړي چې په افغانستان د دارو- درملو د جوړولو په سکتور کې پانګونه وکړي.

فیلیکس ون شوبرت او بینج کانوی فایننشیل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي په افغانستان کې د ۷۸۶ ډوله درملو د جوړولو پلان لري.

ون شوبرت وايي، موږغواړو څرګنده کړو چې افغانستان زباله داني نه ده، د نوموړي په خبره موږغواړو په دغه هېواد کې پانګونه وکړو او د افغانستان په ټولنیزو چارو کې اغیز ولرو.

ان فرنټیر دا مهال په کابل کې اته سټورونه لري او پلان لري چې تر راتلونکو پینځو کلونو دا شمېره ۵۰ ته ورسوي.

د دارو جوړولو دا بریتانوي کمپنۍ له ځینو افغان شرکتونو او د دوا جوړولو له سوداګرو سره یوځای فعالیت کوي او د ۷۸۶ ډوله درملو د جوړولو په پانګونه کې ۴۰ په سلوکې سهم لري.

د ان فرنټیر بسنټ ایښودونکی بینج کانوی وايي، داسې ښودل کیږي چې په افغانستان کې سوداګري او پانګونه ممکنه نه ده خو د هغه په خبره حقیقت دا دی چې په دې هېواد داسې تجارتونه موجود دي چې له ټولو بې ثباتیو سره-سره بیا هم پرځای دي او نوي سوداګرۍ هم پیل شوي دي.

فایننشیل ټایمز وايي، د ان فرنټیر کمپنۍ مشرانو چې په افغانستان کې د درمل جوړولو په سکتورکې لومړنۍ لویدیځه پانګونه اچونکي کمپنی ده، په تیرو درېیو کلونو کې افغانستان ته سفرونه کړي دي.

بینج کانوی او فیلیکس ون شوبرت په افغانستان کې د روغتیا، مالي چارو، مخابراتي سیستم او د پوهنې په سکتورونو کې د پانګونې په باب څیړنه کړې او د درمل جوړولو له یوه افغان سوداګر ۲۹ کلن ذبیح الله هدایت سره چې کورنۍ يې له لسیزو راهیسې د دوا جوړولو کار کوي، له تفاهم وروسته يې د درمل جوړولو په برخه کې د پانګونې پریکړه وکړه.

ان فرنټیر لویدیځه کمپنۍ په داسې وخت کې په افغانستان کې د دارو جوړولو په سکتور کې د پانګونې خبره کوي چې د افغانستان په لویو ښارونو او لیرې پرتو سیموکې خلک د بې کیفیته، تاریخ تیرو او غیرقانوني دارو درملو شکایت لري.

XS
SM
MD
LG