د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

د افغانستان په بازارونو کې د دوا کمښت خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي


آرشیف
آرشیف

په افغانستان کې د درملو یو شمېر واردونکي او پلورونکي شکایت کوي، چې د طالبانو حکومت اجازه نه ورکوي څو زیات درمل وارد کړي.

د کابل ولایت اوسېدونکی حمید وايي، مور یې له درېیو کلونو راهیسې د زړه ناروغي لري.

حمید زیاتوي، چې د طالبانو له بیا راتګ وروسته د کابل په درملتونونو کې ورته د اړتیا وړ درمل نه شي موندلی.

هغه وايي: "پخوا به مې له هر درملتون څخه د خپلې مور د اړتيا وړ درمل پيدا کولی شوای، خو اوس له څو مياشتو راهيسې په دې نه يم توانېدلى چې ځيني درمل یې پیدا کړم، دا ما ډېر ځوروي او د درملو بيه هم لوړه شوې ده."

حمید وايي، داسې ورځې راغلې، چې په لسګونو درملتونونو او ان د درملو عمده پلورنځیو ته تللی، خو خالي لاس بېرته راستون شوی.

په ورته وخت کې يو شمېر ډاکتران هم په درملتونونو کې د درملو د کمښت ستونزه مني وايي، ناروغان یې له دې ستونزې سره مخ دي.

د نسايي او ولادي څانګې ډاکټرې یلدا سلیمان په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "په تېرو نهو میاشتو کې موږ د درملو په برخه کې واقعاً له ستونزو سره مخ یو. ډېری درمل درملتونونو کې نه شته او دې کار د ناروغانو ستونزي نورې هم ډېرې کړې دي. کله چې ناروغانو ته نسخه ورکړل شي او دوی درمل ونه مومي نو ډیر اندېښمن وي."

د درملو يو شمېر ورادونکي سوداګر وايي، چې د ځينو درملو د کمښت لامل د طالبانو د حکومت له خوا د درملو پر وارداتو بنديزونه دی.

د درملو دوه تنه واردونکي، چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي راپور کې یې نومونه واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، چې د طالبانو حکومت د درملو یو مشخص لېست جوړ کړی، چې له هغې پرته د نورو درملو د واردولو اجازه نه ورکوي.

د درملو واردونکی وايي: "مخکې به چې د بهرنیو کمپنیو له لوري درمل راواردېدېل په یوه میاشت کې به افغانستان ته رارسېدل ،اوس هغه درمل نه راواردېږي او موږ ته د جواز پر بنسټ له لېست پرته د نورو درملو د راواردولو اجازه نه راکول کېږي."

د درملو بل واردونکي وویل: "دسکوپان هر څوک د روغتیا وزارت د کارکوونکو په ګډون خپلو کورونو کې کاروي خو سوداګرو ته یې اجازه نه شته چې را وارد یې کړي او سل پلمې ورته پیدا کوي."

خو د طالبانو د حکومت د درملو او خواړو ملي اداره د دغو ادعاو د ردولو تر څنګ پړه پر سوداګرو اچوي.

د دې ادارې مشر عبدالباري عمر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د درملو ملي سوداګرو ته پروفورمونه ورکول شوي، چې همغه درمل راوارد کړي خو له بده مرغه چې دغو سوداګرو تر دې دمه د ۴۷ میلیون ډالرو په لګښت یوازې ۳۱۵۵ قلمه درمل راوارد کړي، نو ملامت هغوی ګڼل کېږي، چې مسوولیت لري خو کار نه کوي."

د طالبانو د حکومت د درملو خواړو ملي اداره ټینګار کوي، چې د دوی هڅې هېواد ته د بې کیفیته او قاچاقي درملو د راواردولو د مخنیوي لپاره دوام لري.

XS
SM
MD
LG