د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

له بې کیفیته درملو د خلکو شکایت: په دې اړه د روغتیا وزارت اقدامات څه دي؟


ارشیف، د درملو یو انځور
ارشیف، د درملو یو انځور

د کابل ښار په ځینو درملتونونو کې د بې کیفیه درملو خرڅلاو خلک اندېښمن کړي دي.

دوی وايي، حکومت یې باید مخه ونیسي، ځکه چې روغتیا ته زیان رسوي.

د کابل ښار اوسېدونکې انیسه وايي، د زړه تکلیف لري او هر کله یې چې درمل مصرف کړي، پر روغتیا یې اثر نه دی شوی.

پر درملتونونو سربېره د کابل ښار په پل خشتي سیمه کې هم د درملو د څرخون لسګونه ټوکرۍ لیدل کېږي چې تاریخ تېري، بې کیفیته او غیر معیاري درمل په کې پلورل کېږي.

یوازې په دغه ځای کې دا ډول درمل نه پلورل کېږي، بلکې کابل ښاریان وايي، حتی په ځینو درملتونونو کې هم بې کیفیته درمل پلورل کېږي.

د دوی له ډلې قاسم وايي: د افغانستان په درملتونونو کې اکثره درمل بې کیفیته او تاریخ یې تېر وي، ما څو ځله درمل اخیستي، خو موثر نه وو، تره مې هم ناروغ شو، د دې ځای درملو پرې تاثیر ونه کړ، پاکستان ته مو ولېږداوه، حکومت باید درملتونونه کنټرول کړي.

د کابل ښار پر اوسېدونکو سربېره کوم کسان چې د درملنې لپاره له نورو ولایتونو دغه ښار ته راغلي، په ولایتونو کې هم له بې کیفیته او تاریخ تېرو درملنو شکایت کوي.

د کابل د یوه درملتون انځور
د کابل د یوه درملتون انځور

اسماعیل چې د تخار له ولایته کابل ته راغلی دی، وايي: څو ځلې مو له دغه ځایه درمل وپېرل، خو تاثیر یې نه درلود، ډاکتران لایق دي، خو درمل بې کیفیته دي، تر اوسه مې درې نسخې درمل مصرف کړي، ډاکتر راته وویل، کوم درمل چې دې اخیستي، تاریخ یې تېر دی، درملتون ته مې چې بېرته یوړل، راته یې وویل چې سم دي، مور مې هم د زړه ناروغي لري، هر څومره درمل چې ورته اخلم، ګټه نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار درملتونونه هم مني چې په ځینو درملتونونو کې تاریخ تیري درمل پلورل کېږي.

د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو خرڅلاو یوازې عام خلک نه، بلکې د عامې روغتیا د وزارت مسؤلین هم اندېښمن کړي دي.

د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، د بې کیفیته درملو د خرڅلاو د مخنیوي لپاره تدابیر نیول شوي دي.

ده وویل: پرته له شکه په بازار کې بې کیفیته درمل ډېر وو، خو اوس د کیفیت د تضمین لابراتوار جوړ شوی، د دغو ستونزو د حل لپاره په ولایتونو کې هم لابراتوارونه جوړېږي، بنسټونه یې په څلورو حوزو کې ايښودل شوي، د وارداتي درملو د کنټرول لپاره په هرات، جلال اباد، پکتیا او بلخ ولایتونو کې جوړېږي او په راتلونکي کال کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ښاغلی مایار وايي، په وروستیو څلورو کلونو کې ۹۰۰ شرکتونه چې بې کیفیته درمل يې واردول، تړل شوي او جوازونه یې لغوه شوي دي.

که څه هم په هېواد کې دننه د درملو د تولیدولو یو شمېر شرکتونه فعال دي، خو د ناروغانو اړتیاوې نه شي پوره کولی، له همدې امله افغانستان د بهرنیو درملو واردولو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG