د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۳

په سړکونو او درملتونونو کې د بې‌کیفیته او تاریخ تېره درملو د پلور په اړه اندېښنې!


ارشیف، یو شمېر درمل
ارشیف، یو شمېر درمل

په هېواد کې د تاریخ تېره او بې‌کیفیته درملو خرڅلاو افغانان اندېښمن کړي دي.

له دوی څخه یو شمېر ازادي راډیو ته وویل، حکومت تر اوسه نه‌دی توانېدلی چې په سړکونو او درملتونونو کې د تاریخ تېره او بې‌کیفیته درملو د پلور مخنیوی وکړي.

د کابل ښار په پل خشتي سیمه کې په لسګونه ټوکریو کې درمل پلورل کېږي چې د ځينو تاریخ تېر شوی او په غیر قانوني ډول پلورل کېږي، خو د بې‌کیفیته او تاریخ تېره درملو خرڅلاو یوازې په‌دغه ځای پورې نه‌محدودېږي.

د کابل اوسېدونکي وايي، تاریخ تېره او بې‌کیفیته درمل ان په درملتونونو کې هم پلورل کېږي.

د کابل د یکه‌توت سیمې یو تن اوسېدونکی محمد هاشم وايي:

"مېرمن مې ناروغه وه، له یکه‌توته مې درمل واخیستل، ویټامین سي او سیروم وو، خو د ټولو تاریخ تېر شوی وو، درمل پلورونکي ته مې وویل چې ولې داسې درمل خرڅوئ؟ له دې نه ټوپک واخلئ او خلک ووژنئ، تاسې خو خلکو ته زهر ورکوئ."

یو شمېر تاریخ تېره درمل
یو شمېر تاریخ تېره درمل

له کابل سربېره د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې هم خلک د بې‌کیفیته او تاریخ تېره درملو له خرڅلاوه شکایت لري.

د ننګرهار اوسېدونکي احمد طاهر او د کونړ اوسېدونکي سنګر رحماني په‌دې اړه وویل:

"په ولایتونو کې درملتونونه اکثره تاریخ تېره درمل پلوري، د دې ځای ډېری خلک په‌دې مسئلې نه‌پوهېږي ځکه نالوستي دي."

"دا ډول مسایل ډېر رامنځته شوي، د تاریخ تېره درملو خوړلو څخه موږ ته بېلابېلې روغتیايي ستونزې راپیدا شوي، کونړ هم یو له هغو ولایتونو څخه دی چې تر ډېره تاریخ تېر شوي درمل په‌کې خرڅېږي."

د ښار یو شمېر معیاري درملتونونه هم مني چې په ځینو درملتونونو کې تاریخ تېره درمل پلورل کېږي.

د کابل په مکروریانو سیمه کې د نبي شمشاد درملتون مسؤل محمد منصور وايي:

"اوس‌مهال د افغانستان په درملتونونو کې تاریخ تېر شوي درمل ډېر زیات دي، نه‌یوازې د سړک پر سر، بلکې د ښار په یو شمېر مشهورو درملتونونو کې هم تاریخ تېره درمل خرڅېږي، ځکه ذ تاریخ تېره درملو په تړاو خلک ډېر معلومات نه‌لري او داسې خلک دي چې له لیرو پرتو سیمو راځي، خو هغه کسان چې د بررسي ریاست له لوري راځي سمه څارنه نه‌کوي، یوازې چای څښي او بس."

په هېواد کې د بې‌کیفته او تاریخ تېره درملو پلور نه‌یوازې عام خلک، بلکې د عامې روغتیا وزارت مسؤلین هم اندېښمن کړي دي.

خو د عامې روغتیا وزارت په‌دې برخه کې له یو شمېر اقداماتو خبر ورکوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت لوګو
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت لوګو

د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار زیاته کړه:

"په‌دې برخه کې ډېر کارونه شوي، خو لا هم ستونزې موجودې دي، موږ له پاکستان سره اوږد سرحد لرو چې قاچاق کوونکي ترې درمل واردوي، خو په‌دې وروستیو کې دا مسئله کمه شوې ده."

که څه هم دننه په هېواد کې د درملو تولیدولو یو شمېر شرکتونه فعالیت کوي، خو لا هم افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د اړتیاوړ درمل له نورو هېوادونو واردوي.

په ډېرو مواردو کې له شرکتونو هغه درمل بازار ته وړاندې کېږي چې تاریخ‌یې تېر شوی وي چې پلورونکي دغه درمل په ارزانه بیه اخلي او په لوړ قیمت‌یې پلوري.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG