د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

سوداګر دې بې کیفیته او تر وخت تیرخوراکي توکو ته پام وکړي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو له ټولو سوداګرو او پانګوالو څخه وغوښته، چې هېواد ته دې بې کیفیته او تر وخت تیر خوراکې توکې نه راواردوي.

د روغتیا وزارت چارواکو د شنبې په ورځ هغه وخت له ټولو سوداګرو څخه دا غوښتنه وکړه، چې څلور ټنه بې کیفیته او تر وخت تیر خوراکې توکې یې له منځ یووړل.

د دې وزارت مرستیال عبدالمسیر سروري وايي، دغه خوراکې توکې یې د افغان حکومت له نورو ادارو سره په یوه ګډ کمپاین کې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه را ټول کړي:

“د روغتیا وزارت د کابل ښاروالۍ، د کابل د جنايي څېړنو د ریاست، لوی څارنوالۍ او ملي امنیت سره د یوه ګډ پلاوي له خوا د بې کیفیته او تر وخت تیرو خوراکې توکو د مخنیوي، پلورلو او مصرف یو ورځنی کمپاین وکړ، چې له بوش مارکیټ څخه نژدې څلور ټنه تر وخت تیر او بې کیفیته خوراکې توکې راټول کړه.

په دې سرای کې هغه 19 دوکانونه د ښاروالۍ له خوا وتړل سوه، چې بې کیفیته او تر وخت تیر خوراکې توکې یې پلورل.”
ښاغلي سروري له ټولو سوداګرو وغوښته، چې د بې کیفیته او تر وخت تیرو خوراکې توکو د پلورلو او راوردلو څخه دي جدي ډډه وکړي او که داسي ونه کړي له قانوني چلند سره به مخ شي:

“ موږ له سوداګرو هیله کوو، دا یې یوازي قانوني وجیبه نه بلکې دیني وجیبه یې هم ده موږ مسلمانان یو، مثلا یو سوداګر چې حرام خوراکې توکې راوړي او پلوري یې، دا ښه خبره نه ده، چې په یوه اسلامي هیواد کې لکه چې ما وویل، د خوګ غوښي پلوري.

ځني خوراکې توکې چې تر وخت تیر سوي، دغه مواد په ګاونډیو هیوادونو کې په کمپنیو کې یې وخت کم پاته وي، بې انصافه یې په ډېره کمه بیه رانیسي زوړ لیبل یې ایسته کوي او نوی لیبل پر وهي.”

تر دې مخکې د افغانستان د بیلا بیلو ولایتونو اوسېدونکو نه یوازي د بې کیفیته او تر وخت تیرو خوراکې توکو له موجودیت او پر دوی باندي له پلورولو شکایت کړی، بلکې له بې کیفیته درملو څخه یې هم شکایت کړی.

افغانستان ته تر ډیره خوراکې توکې او درمل له ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران څخه راوړل کیږي، چې ویل کیږي بې کیفیته او تر وخت تیر یې په قاچاقي توګه راوړل کیږي.

د راپورونو له مخي یو شمېر افغان سوداګر د خپلي ډیري ګټي لپاره د ګاونډیو هیوادونو د درملو او خوراکې موادو له کمپنیو څخه د بې کیفیته موادو غوښتنه کوي، چې بیا دغه مواد په هیواد کې د با کیفیته توکو په نوم په لوړو بیو پلوري.

خلک له افغان حکومت څخه غواړي، چې ددغه ډول موادو د راوړلو جدي څارنه وکړي او عاملینو ته یې سخته سزا ورکړي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG