د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

ایا چین توانېدلی د کرونا ویروس خطر ختم کړي؟


د چین ووهان ښار کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د لېږدولو یو انځور.
د چین ووهان ښار کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د لېږدولو یو انځور.

د کرونا ویروس پر ضد د چین د حکومت د چلند په اړه د "دراکونیان" او "ماو سټایل" په څېر له مبالغې ډک صفتونه کارول کېږي.

خو ایا په حقیقت کې چین توانېدلی چې د کرونا ویروس خطر ختم کړي؟

کله چې د چین حکومت رسماً هلته د کرونا ویروس او له امله‌یې د ناروغۍ موجودیت تائید کړ، ډېرو کسانو تور پورې کړ چې په ابتدا کې یې په وهان کې د دې ستونزې د پټولو هڅه کړې وه، په بې‌رحمۍ یې میلیونونه وګړي قرنطین او په کورونو کې بند کړل. د معلوماتو د خپرېدو د مخنیوي لپاره‌یې سخت سانسور پیل کړ او خلک‌يې منزوي کړي وو.

د یو شمېر غربي هېوادونو له نظره په هغو ټولنو کې چې د خلکو فردي ازادیو ته درناوی کېږي او خوندي ساتل کېږي د چین په څېر سخت‌ګیرانه چلند او د میلیونونه وګړو بندول او منزوي کول له تصوره لیرې خبره ده.

د خپرو شویو معلوماتو پر اساس، هغه اقدامات چې د چین حکومت کړي یوازې په یوه مستبد رژیم کې ممکن دي او ښايي لږترلږه د اوس لپاره بریالي وي.

د چین حکومت څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې کرونا ویروس‌یې له‌منځه وړی دی.

تر دې اعلان وروسته، د ملګرو ملتونو او چین د اپيډيمالوجیستانو یا طبي کارپوهانو ګډې ډلې وویل چې د کرونا ویروس پر ضد او د 'کووایډ-۱۹' ناروغۍ د کنټرول لپاره د چین د حکومت چلند ممکن په تاریخ کې په بې‌ساري ډول سخت، چټک او پراخ بنسټی و.

د مارچ په ۱۸مه نېټه په خپرو شویو رسمي راپورونو کې څرګنده شوه چې په چین کې د کرونا ویروس هېڅ مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس د مارچ په ۲۰مه وویل چې د چین ووهان ښار نورې نړۍ ته د دې امېد ورکوي چې حتی تر ټولو سخت شرایط هم د تغییر وړ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس
د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس

خو یو شمېر کارپوهان په دې اړه چې د چین ۱،۴ میلیارده وګړي د کرونا ویروس له خطره ژغورل شوي، محتاطانه نظر څرګندوي.

د یو شمېر کارپوهانو په باور داسې وبا چې په نړۍ کې یې تر اوسه درې نیم لکه وګړي لړلي او ۱۵ زره‌یې وژلي، لږترلږه په راتلونکي یوه کال کې بیا بیا راګرځېدلای شي.

د چین په مرکزي ولایت هوبې کې تېره اوونۍ پر ځیني سیمو بندیز لیرې شو، د کنټرول لپاره جوړې شوې پوستې يې ټولې کړې او سیمې ته پر سفر بندیز هم لغوه شو.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر د مارچ د ۲۰مې په وینا کې وویل چې له احتیاطه باید کار واخیستل شي ځکه پخوانی وضعیت بیا راګرځېدلای شي.

د کالیفورنیا په ستانفورد روغتیايي مرکز کې د اخیستونکو یا ساري ناروغیو ډاکتر دین وینسلو د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د خبرونو مرکز ته وویل چې یوازې وخت به دا ثابته کړي چې په چین کې د کرونا ویروس تر کومه حده له‌منځه تللی دی.

هغه وویل: "زما درک دا دی چې هغوی ټول احتیاطي بندیزونه لکه د سترو غونډو جوړول، له خلکو لیرې پاتې کېدل او داسې نور اقدامات چې د خلکو د خوندیتوب لپاره لګول شوي وو، نه‌لیرې کوي، له دې امله فکر کوم چې هغوی به ښايي د اسپانوۍ انفلونزا په څېر د دې ویروس د بیا راګرځېدو یا دوهمې جوپې د راګرځېدو مخنیوی وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې په نوره نړۍ کې د کرونا ویروس وبا په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده.

د مارچ په ۲۰مه نېټه د کرونا ویروس له امله په ایټالیا کې د مړو شمېر تر چین لوړ شو.

د چین حکومت او یو شمېر لوړ رتبه چینايي ډیپلوماتانو اوس له نړیوالو سره د لانجې او نورو ته د انتقاد د ګوتې د نیولو پر ځای په امریکا، اروپا او نورو سیمو کې د کرونا ویروس له قربانیانو سره د مرستې او همکارۍ دریځ غوره کړی دی.

پولیټیکو د چین د حکومت دې نوي چلند ته د "کرونا پروپاګند" نوم ورکړی دی.

یو شمېر چینايي چارواکو پرته له دې چې اسناد وړاندې کړي، په خصوصي ډیپلوماتیکو خبرو کې داسې هم ویلي چې کرونا ویروس ښايي د امریکا لابراتوارونو کې جوړ شوی وي.

خو د امریکا د بهرنیو چار وزیر مایک پومپیو د مارچ په ۱۷مه نېټه خبریالانو ته وویل چې د چین حکومت د ناسمو معلوماتو په خپرولو هڅه کوي چې مسئولیت له ځانه واړوي.

د امریکا د بهرنیو چار وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چار وزیر مایک پومپیو

مایک پومپیو کرونا ویروس ته مکرراً د "ووهان ویروس" ټکی کارولی دی.

XS
SM
MD
LG