د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

د کرونا ویروس اصلي مرکز؛ ووهان کې د لومړي ځل لپاره څوک نه‌دی اخته شوی


اوس په درسته نړۍ کې ۲ لکه ۱۱ زره تنه په دې ویروس اخته شوي دي.
اوس په درسته نړۍ کې ۲ لکه ۱۱ زره تنه په دې ویروس اخته شوي دي.

د چین په هوبې ولایت کې د تېر کال له ډسمبر څخه راوروسته د لومړي ځل لپاره یوه داسې ورځ تېره شوه چې تازه په‌کې څوک په کرونا ویروس نه‌دي اخته شوي.

هوبې هغه ولایت دی چې ویل کېږي کرونا ویروس په‌کې پیدا او له هغه ځایه نورو سیمو ته خپور شو.​

په همدې حال کې د روغتیا نړیوالې ادارې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یو لړ سپارښتنې وکړې.

د دغه سازمان عمومي رئيس له کرونا ویروس یا (کووایډ-۱۹) سره د مبارزې لپاره د ټولو خواوو پر همکارۍ ټینګار وکړ.

ډاکتر تدروس ادهانوم وویل چې دا ویروس د بشریت دښمن دی او ټول‌یې باید پر وړاندې مقابلې ته تیار واوسي.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئيس تدروس ادهانوم.
د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئيس تدروس ادهانوم.

ده دا هم وویل چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره هېوادونه باید ناروغان او هغه کسان چې د ناروغۍ شک پرې کېږي، سره جلا کړي او هغه کسان ومومي چې له ناروغانو سره‌یې تماس نیولی دی.

ده د کرونا ویروس د لا زیاتې خپرېدا د مخنیوي لپاره د غونډو، سپورټي مسابقو، کنسرتونو، لاریونونو او نورو راټولېدنو د لغوه کېدو په شان اقدامات ګټور وبلل او ویې‌ویل چې دا ډول کارونه پر روغتیايي او طبي خدماتو فشار کموي.

ده په عین حال کې د مشکوکو او ناروغو کسانو او همداراز د هغو کسانو چې له ناروغانو سره‌یې تماس نیولی دی، جلا کول او معاینه ضروري وبلله او ویې‌ویل چې که دا کار ونه‌شي کرونا به بیا سرایت وکړي.

ارشیف، د چین ووهان ښار
ارشیف، د چین ووهان ښار

د هغو کسانو قرنطین کول یا تجرېدول چې په کرونا ویروس له اخته کسانو سره په تماس کې ول او له دې سره په یو وخت په جلا ځای کې د ناروغ درملنه تر ډېره د کرونا ویروس د خپرېدا مخه نیسي او حتی دا ناروغي یو مخ له‌منځه وړي.

د روغتیا نړیوالې ادارې پرون چهارشنبه یو وار بیا سپارښتنه وکړه چې په ویروس د هر اخته کس له نورو خلکو بېلول، ټېسټ او درملنه او د هغو کسانو موندل چې له دغه ناروغ سره په تماس کې وو، باید له کرونا سره د مبارزې لپاره د هېوادونو د اقدماتو اساس وي.

په همدې حال کې چین نن پنجشنبه اعلان وکړ چې په هوبې ولایت کې یعني هغه ځای چې کرونا ویروس ورڅخه نورو سیمو ته خپور شو، پرون حتی یو تن هم تازه په کرونا اخته نه‌شو.

ارشیف
ارشیف

د چهارشنبې په ورځ په دغه ولایت کې چې نږدې ۶۰ میلیونه نفوس لري، یوازې یو تن په کرونا اخته شوی و.

خو په نورو هېوادونو کې کرونا لاهم په سرعت خپرېږي.

اوس په درسته نړۍ کې ۲ لکه ۱۱ زره تنه په دې ویروس اخته شوي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د روغتیا د سلامتۍ د ملي ادارې د وقایوي ناروغیو د مرکز له معلوماتو سره سم، کرونا ویروس د انسان د تنفس له لارې له ناروغ څخه سالم انسان ته سرایت کوي.

په لومړیو پړاوونو کې ممکن ویروس تشخیص نه‌شي، نو په‌کار ده چې که څوک په ځان کې نښې وویني، نورو سره له نږدې ناستې پاستې ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG