د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

چین د سوداګریزو فعالیتونو بیا پیل ته اجازه ورکړه


په چین ګې تولیدي فایریکه
په چین ګې تولیدي فایریکه

د چین په هوبې ولایت کې چې د کرونا وایروس سرچینه بلل کېږي، د چهارشنبې په ورځ یو شمېر فابریکو او سوداګریزو خونو ته د فعاليت د بیا پیل اجازه ورکول شوه.

د چین حکومت غواړي وښیي چې د دغه خطرناک وایروس خپرېدل چې د دغه هېواد اقتصاد یې سخت وځپه، تر کنټرول لاندې راوستی.

د چین مشران هڅه کوي چې دغه هېواد کې سوداګریزې چارې بېرته عادي حالت ته راوګرځي.

په چین کې د موتر جوړونې فابریکه

د چین حکومت په تېره جنوري میاشت کې د کرونا وایروس د کنټرول لپاره یو شمېر چټک ګامونه پورته کړل.

دوی په دې هڅو سره فابریکې او د تګ راتګ وسایط ودرول چې د نړۍ پر اقتصاد یې هم اغېز وکړ.

د چین ولسمشر شي جین پېنګ د سې شنبې په ورځ د هوبې ولایت مرکز، ووهان ښارته ولاړ، چېرته چې د لومړي ځل لپاره په ډسمبر میاشت کې کرونا وایروس پیدا او خپور شو.

دې سیمې ته د چین د ولسمشر سفر وښوده چې هلته د کرونا وایروس ګواښ د کمېدو په حال کې دی.

شي جین پېنګ د ووهان ولایت د هوبې مرکز څخه لیدنه وکړه

د هوبې ولایت چارواکو اعلان کړی چې دغه ولایت کې صنعت‌کاران، د خوراکي توکو د تولید او پروسس شرکتونه او نور سوداګريز بنسټونه خپل فعالیت پیلولی شي.

دغه شرکتونه او فابریکې د چین اقتصاد کې مهمه ونډه لري او د خلکو ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي.

د ووهان ښار چې ۱۱ میلیونه نفوس لري او د شانګهای لوېدیځ ته په ۷۰۰ کیلومترۍ کې پروت دی، د چین د مرکزي سیمو له فعالو صنعتي ځایونو څخه شمېرل کېږي.

له هغو شرکتونو څخه چې بېرته فعالیت پيلوي غوښتل شوي چې د وایروس مخنيوي ته پلانونه ولري.

دوی ته ویل شوي چې د نښو نښانو په صورت کې خپل کارکوونکي معاینه کړي او خپلو مارکېټونو او کار ځایونو کې د وایروس ضد مواد وکاروي.

روغتیايي کارکوونکي د چین په یوه سیمه کې د دوا پاشلو پر مهال.

په همدې حال کې اروپايي هېوادونو او د ټولو په سر کې ايټاليا د کرونا وایروس خپرېدو ته جدي تدابیر نیولي دي.

د دغه راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG