نړۍ
چین د ټرمپ 'کرونا چینايي ویروس دی' ټویټ ته غبرګون وښود

د چین د بهرنیو چارو وزارت د امریکایي ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه ټویټ ته غبرګون ښودلی چې کرونا یې چینایي ویروس بللی.
دغه وزارت ویلي، امریکا باید لومړۍ د خپلو پېښو غم وخوري.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، چین خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې د کرونا له ډېر ګواښ سره مخ شویو هېوادونو ته سفر ونهکړي.
په دغه بندیز کې د اروپا، امریکا، ایران او جنوبي کوریا یادونه شوې ده.
چین چې د کرونا ویروس سرچينه بلل کېږي، اوس پهکې ورځنۍ چارې عادي حالت ته په ګرځېدو دي.
د چین په ووهان کې د کرونا پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ۵۱ ډالرو مرستې په تور زنداني شوې میرمن خوشي شوه

روسي الاصله امریکایۍ کسینیا کاریلینا چې په روسیه کې د دې لپاره زنداني شوې وه چې په اکراین کې یې له یوې امریکایۍ مرستندویه موسسې سره یو پنځوس ډالر مرسته کړې وه، د تبادلې په ترڅ کې له بنده خوشې شوه.
کاریلینا له ارتور پیتروف سره چې د جرمني او روسیې دوه ګونی تابعت لري او ادعا کیږي چې حساس مایکرو الکترونیک مواد یې صادر کړې دي، تبادله شوه.
د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پنجشنبې په ورځ په خواله رسنیو کې د کاریلینا د خوشي کیدو خبر تایید کړ. د روسیې امنیتي څانګې
FSB هم د پیتروف د خوشي کیدو خبر ورکړی دی.
د کاریلینا الوتکه په سیمه ایز وخت د شپې شاوخوا ۱۱ بجې د واشنګټن ډي سي بهر د انډریوز په هوایي ډګر کې ښکته شوه، چیرې چې هغې ته د هغې د کوژدنې لخوا هرکلی وویل شو.
۳۳ کلنه کاریلینا، چې پخوانۍ بالې نڅاګره وه، په ۲۰۱۵ کال کې متحده ایالاتو ته لاړه او په ۲۰۲۱ کال کې یې د امریکا تابعیت ترلاسه کړ.
د جنوري له شلمې راوروسته چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر په توګه لوړه کړې ده دا دوهم ځل دی چې د روسیې او امریکا ترمنځ زندانیان تبادله کیږي.
څیړونکو داسې ماده موندلی چې کولی شي د پلاستیک ځای ونیسي

د څیړونکو یوې ډلې د یوه شفافه، سپک او د تجزیې وړ پوليمر د موندنې خبر ورکړی چې کولی شي د پلاستیک ځای ونیسي.
د امریکا په سان ډیګو ښار کې د کیمیاوي ټولنې ناستې دا نوې موندنه رسما اعلان کړې ده.
دا ماده په ځانګړې ډول له طبیعي سرچینو، د نشایسته له ترکیب او د نباتاتو له پاتې شونو جوړیږي.
ازموینو ښودلې چې دا ماده په طبیعي چاپیریال یا مرطوبو خاور کې د څو اونیو او میاشتو په موده کې له منځه ځي.
څیړونکي وايي، دا نوې ماده نه یوازې روغتیا ته ګټوره ده، بلکې ارزانه هم تمامیږي.
د څیړونکو له خوا دا نوي ماده په داسې حال کې موندل کیږي چې نن سبا نږدې ټول تولید محصولات له پلاستیکي پوښونو سره بازار ته وړاندې کیږي.
له دې مخکې څیړونو ښودلې وه چې د پلاستیک کوچنۍ زرې د خوړو او څښاک له لارې د انسان بدن ته داخلېدای شي.
ایران ته د ولسمشر ټرمپ سخت خبرداری

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ یو وارې بیا ګواښ کړی، که ایران خپل اټومي پروګرام ختم نه کړي پر ضد به یې پوځي ځواک وکاروي . نوموړي زیاته کړې چې اسراییل به د دې ممکنه پوځي برید “مشري“ کوي.
ولسمشر ټرمپ د اپرېل پر نهمه په سپینه مانۍ کې خبریالانو ته وویل چې که ضروري وي نو امریکا به د ایران پر ضد له بشپړ پوځي ځواکه استفاده وکړي.
نوموړي دا څرګندونې د هغه پوښتنې په ځواب کې وکړې چې د امریکايي او ایراني چارواکو ترمنځ په عمان کې د شنبې په ورځ پيلیدونکي خبرې به تر کله روانې وي. ولسمشر ټرمپ وویل چې “له موږ سره وخت شته“. نوموړي زیاته کړه چې د خبرو په نتیجه کې یوې حللارې ته د رسېدو لپاره حتمي مهال ویش نه لري.
ولسمشر ټرمپ له ایراني چارواکو سره د خبرو اعلان د اپرېل پر اتمه په واشنګټن کې د اسراییل له صدراعظم بینیامن نتنیاهو سره د غونډې پر مهال کړی و.
په دومینیکن جمهوریت کې د یو نایټ کلپ د چت د نړیدو په پېښه کې ۹۸ کسان وژل شوي او ۱۶۰ نور ټپیان دي

د دومینیکن جمهوریت چارواکي وايي چې د دې ټاپو په پلازمېنه کې د یوه نایټ کلپ د چت تر نړېدو وروسته، لږ تر لږه ۹۸ تنه وژل شوي او ۱۶۰ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د «جېټ سِټ» په نوم نایټ کلپ چت د سې شنبې سهار وختي د سانتو دومینګو په ښار کې راپریوت، او ژغورونکې ډلې لا هم د ملبې لرې کولو او د مړو او ټپیانو د راایستلو په حال کې دي.
ویل شوي چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې هلته یو کنسرت روان و، او یو شمېر سیاستوال، ورزشکاران او نور کسان پکې ګډون درلود.
خوان مانوئل مندز، چې د بیړنیو حالاتو د عملیاتو مرکز مشر دی، د سې شنبې شپې وویل: "موږ د ملبې د لرې کولو او د خلکو د موندلو کار ته دوام ورکوو. موږ به پرته له ستړیا خلکو ته د رسېدو هڅه کوو."
د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، شاوخوا ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ کسانو پورې په دغه کلپ کې موجود وو، چې دا مرګونه پیښه د سې شنبې د سهار شاوخوا ۱۲:۴۴ بجې رامنځته شوه. دغه کلپ د ۷۰۰ ناستو چوکیو او شاوخوا ۱۰۰۰ ولاړو کسانو ظرفیت لري.
د دومینیکن جمهور رئیس څو ساعته وروسته د پېښې ځای ته ولاړ او درې ورځنی ملي ماتم یې اعلان کړ.
د کلپ اداره په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې پېښې د څېړنې په برخه کې به له چارواکو سره «په بشپړه او شفافه توګه» همکاري کوي.
دومینیکن جمهوریت، چې د کارائیب په سیمه کې یو له مهمو سیاحتي ځایونو څخه شمېرل کېږي، په ۲۰۲۴ کال کې له ۱۱ میلیونو ډېر سیلانیان ورغلي دي.
سياحت د دې ټاپو د ناخالص کورني تولید شاوخوا ۱۵ سلنه جوړوي.
واشنګتن: له ایران سره په غونډه کې برخه اخلو، خو دا مذاکرات نه دي

متحده ایالاتو تایید کړه چې د دوی ځانګړی استازی سټیف ویټاکاف به د شنبې په ورځ له ایراني پلاوي سره په غونډه کې برخه واخلي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، متحده ایالاتو ټینګار کړی چې ویتکاف به د غونډې په جریان کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه غوښتنې راپورته کړي او هیڅ ډول خبرې اترې به ونه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټمي بروس د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې ویتکاف، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ملګری چې د غزې او اوکراین په جګړو کې یې د هغه د استازي په توګه هم دنده ترسره کړې، د شنبې په ورځ په عمان کې له ایراني لوري سره ګوري.
د فرانس پریس اژانس د خبر له مخې، میرمن بروس، د خبرو اترو له پیل څخه مخکې سخت دریځ غوره کړ، ویې ویل: د شنبې په ورځ به یوه غونډه وي، خو "هیڅ مذاکرات نه شته."
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي دي چې هغه باور لري که چیرې واشنګټن ښه نیت وښيي نو اسلامي جمهوریت کولی شي له امریکا سره یوې موافقې ته ورسیږي.
امریکا له روسیې سره د سفارتونو د فعالیتونو په تړاو خبرې کوي

د امریکا متحد ایالتونه او روسیه به پنجشنبه( د اپریل ۱۰) د ترکیې په استانبول کې د دیپلوماتیکو ماموریتونو په تړاو خبرې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ټمي بروس د سې شنبې په ورځ په واشنګتن کې خبریالانو ته وویل چې د مسکو او واشنګتن پلاوي به د سفارتونو د چارو د فعالیتونو په اړه د دوهم ځل لپاره سلامشورې وکړي.
اغلې بروس زیاته کړه چې په دې خبرو کې به پر بلې هیڅ سیاسي یا امنیتي موضوع بحث ونه شي او نوموړې ټینګار وکړ چې د اوکراین جګړه په دې اجنډا کې بیخي شامله نه ده.
ارسنل، ریل مادرید ته او انترمیلان مونیخ ته د اروپا د فوټبال په اتلولۍ کې ماتې ورکړه

د اروپا د فوټبال د اتلولۍ لوبو په ترڅ کې تیرماښام د انګلستان ارسنل د اسپانیا ریل ماردید ته درې د صفر په وړاندې ماتې ورکړه او په بل کوارټرز فاینل کې د جرمني بایرن مونیخ د ایټالیا له انټرمیلان څخه دوه د یوه په مقابل کې ماتې وخوړه.
د دې اتلولۍ په ترڅ کې نن هم د کوړارټرز فاینل دوې لوبې ترسره کیږي،
یوه د اسپانیا د بارسلونا او د جرمني د دورتموند ترمنځ ده بله یوه د فرانسې د پاریس سنت جرمان او د انګستان د استن ویلا ترمنځ.
ننۍ لوبې د شپې نهه بجې پيلیږي.
ایران تایید کړه چې له امریکا سره په لوړه کچه مذاکرات کوي

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې له ایران سره یې مخامخ خبرې پیل کړې دي او په لویه کچه به د اپریل په دولسمه مذاکرات وشي.
ډونالډ ټرمپ د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره پرون په سپینه ماڼۍ کې د ګډ خبرې کنفرانس پرمهال دا خبرې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم دا خبره تایید کړه چې ټاکل شوې ده د اپریل په دولسمه یوه غونډه وشي.
ښاغلي عراقچي د ولسمشر ټرمپ تر خبرو لږ وروسته په ایکسپاڼه کې ولیکل چې ایران او متحد ایالتونه به د شنبې په ورځ په عمان کې په لوړه سطحه غیر مستقیم مذاکرات وکړي.
ایران له څو اونیو راهیسې دا خبره کوي چې غیرمستقیمې خبرې دې وشي او وایي، تر هغو چې ټرمپ د اعظمي فشار خبره کوي، مخامخ خبرو ته به چمتو نه شي.
د پاکستان او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې پر همکاریو ټینګار وکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال اسحاق ډار د دواړو هیوادو ترمنځ له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو پردوام ټینګار وکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې د دغه وزارت د ویاندې ټامي بروس په وینا راغلې دي چې پرون د ټیلفوني مکالمې پرمهال ښاغلي روبیو د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار څخه چې د صدراعظم مرستیال هم دی مننه وکړه چې د داعش خراسان غړی محمد شریف اله یې نیولی او امریکا ته سپارلی دی.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مارچ په لومړیو کې کانګرس ته په وینا کې د شریف اله د نیولو خبر ورکړی و.
ښاغلي ټرمپ کانګرس ته د خپلې ولسمشرۍ د دوهمې دورې په لومړۍ وینا کې محمد شریف اله یو ترهګر وباله چې د دوه زره یو ویشتم کال د اګست په شپږ ویشتمه یې د کابل هوایي ډګر ته څیرمه په هغه ځان مرګي برید کې لاس درلود چې دیارلس امریکایي پوځیان او شاوخوا یوسل او اویا افغانان ووژل شول.
د دې برید مسوولیت داعش منلي و.
د ۱۵ بشرپالو د وژنې په اړه اسراییلي چارواکي له خپلو لومړنیو ادعاوو تېر شوي

په غزه کې د ۱۵ بشرپالو مرستندویانو د وژنې په اړه اسراییلي چارواکي له خپلو لومړنیو ادعاوو تېر شوي او وايي تېروتنه شوې.
اسراییلي پوځ مخکې ویلي وو چې عسکرو یې د مارچ په ۲۳مه د فلسطین د سره صلیب په موټر کې سپاره د حماس نهه وسله وال وژلي.
له دې پېښې یوه خپره شوې ویډیو چې د یوه وژل شوي کس له مبایله ترلاسه شوې ښيي چې مرستندویان په خپلو نښاني شویو موټرو کې دي او څراغونه یې هم روښانه دي.
د اسراییلو پوځي چارواکو ویلي دوی ته جوته شوې چې له برید مخکې لومړني رسېدلي معلومات ناسم وو او اوس یې په اړه څېړنې کوي.
د پنځلسو وژل شویو مرستندویانو مړي په یوه ډله ییز قبر کې موندل شوي.
خو رسنیو ته اسراییلي پوځ د جزییاتو له ورکړې پرته دا ادعا هم کړې چې له وژل شویو ۱۵ کسانو شپږ د وسله والو ډلو غړي وو.