د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

ټیدروس اډهانوم د کرونا وایروس د کابو کولو لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه


د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیدروس اډهانوم
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیدروس اډهانوم

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د کرونا وایروس د کنټرول لپاره د هېوادونو جدي اقدامات کولی شي د دې وایروس لا خپرېدل کابو کړي او په یوه نړیواله وبا یې د بدلېدو مخه ونیسي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر د دوشنبې په ورځ دا هم وویل چې هېڅوک له دې وایروس په امن کې نه دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیدروس اډهانوم پرون وویل، دا چې اوس دا ویروس په ډیرو هېوادونو کې خپور شوی، په یوې نړېوالې وبا یې بدلېدل تر ډېره نژدې شوي.

خو هغه په عین حال کې زیاته کړه، دا به تاریخ کې لومړنی نړیواله وبا وي چې کنټرلېدای شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیدروس اډهانوم ټینګار وکړ چې هېڅوک د دې وایروس له شره په امان کې نه دی.

هغه زیاته کړه: "د ټولو هېوادونو لپاره یو هدف دی، هغه دا چې د وایروس د انتقال ودروئ او د خپرېدو مخه یې ونیسئ."

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ایران د دوشنبې په ورځ په ۲۴ساعتونو کې پر کرونا وایروس د ۴۳ نورو کسانو د مړینې پخلی وکړ.

له دې سره په ایران د کویډ ۱۹ وایروس له کبله د مړو شویو کسانو شمیر ۲۳۷ تنو ته ورسېد.

ایران کې تراوسه د کرونا وایروس له امله ۲۳۷ تنه مړه شوي
ایران کې تراوسه د کرونا وایروس له امله ۲۳۷ تنه مړه شوي

د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، همکارانو یې په کرونا وایروس د اخته کېدو ۵۹۵ نوې پېښې تائید کړې دي.

له دې سره په ایران کې په دې وایروس د اخته کسانو شمیر ۷۱۶۰ تنو ته ورسېد.

جهانپور وویل، د کرونا وایروس خپرېدل یو څه ورو شوي خو د ده په وینا لا وختی دی چې وویل شي وایروس کابو شوی دی.

په ایران کې په کوید ۱۹ وایروس اخته کسانو کې د دې هېواد د حکومت څو لوړپوړي چارواکي او د پارلمان غړي هم شامل دي.

په اروپا کې بیا ایټالیا د کرونا وایروس د خپرېدو په تاوده ډګر بدله شوې چې اروپايي هېوادونه یې اندېښمن کړي.

د ایټالیا ګاونډي هېواد سویس د دوشنبې په ورځ د کرونا وایروس پر وړاندې نوي اقدامات پیل کړل.

د سویس سرحدي مامورینو د هغو ایټالیوي وګړو د کاري جوازونو اروزونه پیل کړې چې په سویس کې کار کوي.

له دې وروسته به سویس له ټولو هغو ایټالویانو څخه چې دې هېواد ته ورځي کاري جواز غواړي.

په سویس کې تر اوسه پورې د کرونا وایروس ۳۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوي او تر اوسه پورې د دې ناروغۍ له کبله دوو کسانو ساه ورکړې ده.

ایټالیا چې په اروپا کې د کرونا وایروس تر ټولو زیات ځپلی هېواد دی، د یکشنبې په ورځ یې په شمال کې پراخې سیمې چې شا او خوا ۱۶ میلیونه وګړي لري، قرنطین کړي.

چین چې د کرونا وایروس د رامنځته کېدو اصلي ځای دی، وايي، په دې هېواد کې پر وایروس د اخته کیدو نوې پېښې تر یو حده کنټرول شوي او ددې وایروس خپرېدل ورو شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیدروس اډهانوم پرون په چین کې د کرونا وایروس څخه د رغیدلو کسانو په اړه وویل: "په چین کې د اتیا زره راپور شویو پېښو څخه، په سلو کې تر ۷۰ زیات کسان رغیدلي او له روغتونونو رخصت شوي دي."

که څه هم له چین وروسته، ایران، ایټالیا او جنوبي کوریا د کورنا وایروس د پراخې خپرېدنې شاهدان دي خو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لسګونو نورو هېوادونو هم پر دې وایروس د خپلو وګړو د اخته کېدو خبر ورکړی او لا هم په ټوله نړۍ کې په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG