د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۶

ویسا: افغانان به څومره نور کلونه جنازو ته اوږې ورکوي؟


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو له نورو مسایلو سره په خوا کې د افغانستان د جګړې او سولې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې له چارواکو پوښتنه کړې، افغانان به څومره نور کلونه جنازو ته اوږې ورکوي؟

وړاندې په سرمقاله کې د افغانستان د بشري حقونو هغه کلنۍ راپور ته اشاره شوې، چې په تېر میلادي کال کې په جګړو کې شاه خوا ۱۱ زرو عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لیکوال په باور، که د دې جګړې د زیانونو او مصیبتونو ټول اړخونه له بشري زیان تر معنوي او مادي نورو زیانونو پورې و ارزول شي، بشپړ معنا یې د ولس تدریجي وژل دي.

سرمقاله کې یادونه شوې، سوله افغان ولس ته د ژوند ابرو او بقا په معنا ده او د دې لعنتي جګړې دوام د مرګ، بې پتۍ او ذلت نه پرته بل هېڅ نوم نه لري.

د سرمقالې په پای کې راغلي، هغه څوک چې سوله ځنډوي او سوله د خپل واک او امتیاز سره غوټه کوي، د جګړې د دوام او د هغو د ټولو بد مرغیو پایلو پړه یې پر اوږ ده.

  • دنیا

د دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، یوازې افغانان کولای شي، چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د افغانستان او امریکا خلک د افغانستان د جګړې ختمول غواړي، هغه جګړه د امریکا له ۲۰ کلونو حضور سره سره اوس هم په شدت روانه ده.

د لیکوال د معلوماتو له مخې، امریکا په افغانستان د دوی (امریکا چارواکو) په وینا د تروریزم پرضد جګړه مخ ته وړي او طالبان بیا له افغانستان د امریکا وتلو لپاره جګړه کوي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي، د دې لپاره چې روانه جګړه ختمه شي، په افغانستان کې انسان وژنه پای ته ورسیږي، نو لازمه ده، چې د جګړې ښکېلې خواوې د سولې خبرو ته کیني، چې د لیکوال په باور افغانان د جګړې د ختمېدو وړتیا لري.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، افغان امنیتي ځواکونه د هېواد ساتونکي دي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ کانګرس ته په وینا کې يو ځل بیا له افغانستان د امریکايي عسکرو په وتلو ټینګار وکړ.

په سرمقاله کې راغلي، له ۲۰۱۴ میلادي کال را وروسته افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هېواد امنیت ساتلی او په هغه وخت کې افغان ځواکونو ته د دغې دندې د سپارلو په اړه بېلا بېلې څرګندونې کېدې، خو دوی خپل وړتیا ثابته کړه.

د سرمقالې په پای کې راغلي، دا چې جګړه ورځ تربلې پیچلې او پراخېږي کېږي، نو اړتیا ده، چې افغان ځواکونه په پرمختللیو هوايي او دفاعي وسلو مجهز شي، څو له خپلې خاورې دفاع وکړي.

XS
SM
MD
LG