د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

هېواد: د امریکا او طالبانو ترمنځ روانې خبرې پټې او ډېرې سستې دي


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو یو شمېر ورځپانو د بېلا بېلو مسایلو ترڅنګ د افغان سولې، کابل ته د زلمي خلیلزاد د راتګ او له افغان چارواکو سره د کتنو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپلې سرمقالې لیکلي، کله چې طالبان له امریکایانو سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي راکمولو پر مسئلې توافق ته ونه رسېدل، نو په یوشمېر ولایتونو کې طالبانو بریدونه زیات کړي دي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، که څه هم پاکستان ژمنه کړې وه، چې طالبان به د سولې خبرو ته کینه وي خو د لیکوال په اند اوس پاکستان دې کار ته چمتو نه دی، ځکه دغه هېواد غواړي، چې له هند سره د ستونزې لپاره یو پیاوړي جهادي ملاتړ قوت له ځان سره ولري.

د سرمقاله لیکوونکي د معلوماتو له مخې بل دا چې طالبان امارتي مشارکت غواړي، چې د لیکوال په باور دا افغان ولس او سیاستوالو ته د منلو وړ نه دی.

د سرمقاله لیکوونکي په اند، تر هغې چې د طالبانو سیاسي او مذهبي افکار تغییر ونه کړي افغانستان کې د شخړو او تاوتریخوالي د کموالي امکان کم لیدل کېږي.

  • هېواد

د هېواد د دولتي ورځپانې د سرمقالې عنوان دی، د سولې په اړه د افغان ولس دریځ یو دی.

په سرمقاله کې په د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په روانو خبرو انتقاد شوی، او ویلي، چې دغه خبرې پټې او ډېرې سستې روانې دي.

په سرمقاله کې ویل شوي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به له طالبانو او پاکستاني چارواکو سره د سولې د مذاکراتو وروستي معلومات له افغان ولسمشر او افغان سیاستوالو سره شریک کړل، خو اړتیا ده چې د روانو پڅو مذاکراتو لامل هم په ډاګه شي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، چې د بین الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره ولس د افغان حکومت د اوربند د مخکني شرط په توګه تر شا ټینګ ولاړ دی او ننګه یې کوي.

  • انیس

د بلې دولتي ورځپانې انیس په سرمقاله کې ټینګار شوی، له افغانستان سره دې د سولې په راتګ کې صادقانه همکاري وشي.

په سرمقاله کې د افغان ولس او افغان حکومت د سولې خبرو د بریاليتوب لپاره بین افغاني خبرې جدي اړتیا ګڼي، ځکه د لیکوال په اند افغانان او طالبان د سولې او د جګړې اصلي خواووې دي، چې باید مخامخ سره کیني.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې تینګار شوی، افغان ولس له ګانډیو، د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه سولې ته د اسانتیاوو له چمتوکوونکو هېوادونو غواړي، چې د سولې مخامخ خبرو او اوربند ته د زمینې په برابرولو کې صادقانه مرسته او همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG