د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

دنیا: د سولې بهیر په اړه د واشنګټن او کابل ترمنځ ستونزې شته


د کابل ځنې وځپانۍ
د کابل ځنې وځپانۍ

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د افغان سولې او د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې د لاسلیک د څرنګوالي په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • ویسا

د ویسا ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، وروسته له هغې په افغانستان کې د سولې پر مسئلې خبرې ګرمې شوې چې ولسمشر په داووس کې په افغان سیاستوالو نیوکه وکړه چې د سولې لپاره طرحه نه‌لري.

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې، برعکس سیاستوال بیا وايي، حکومت ځکه د سولې اراده نه‌لري چې اوربند په بین‌الافغاني مذاکراتو کې د شرط په توګه وړاندې کوي او د سولې په پلاوي کې یې داسې کسان ګمارلي چې له طالبانو سره ستونزه لري.

د سرمقاله لیکونکي په اند اوسنۍ سیاسي وضعه تر ډېره حده د کمونېستي رژیم وروستیو وختونو سره ورته ده، خو هغه مهال هم همدغسې ستونزې وې.

د لیکوال د معلوماتو له مخې هغه وخت د کابل رژیم جلا او افغان مجاهدینو جلا د سولې طرحې درلودې چې تر ډېره په دواړو طرحو نړیوالې ټولنې او زیاتره افغانانو توافق درلوده چې یوه هم د سولې لپاره د لویې جرګې رابلل و.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي افغانستان باید واحده طرحه او غږ ولري.

په سرمقاله کې ویل شوي چې د سولې لپاره افغان سیاستوال او حکومت جلا جلا طرحې لري، حکومت دې هڅه وکړي چې ټولې طرحې سره همغږي او یوه واحده طرحه ورنه جوړه کړي.

لیکوال ټینګار کوي چې افغان سیاستوال که په حکومت کې دننه او بهر دي باید د سولې په اړه د نظر اختلاف یوې خواته کړي او په ګډه له یوې واحدې طرحې سره له طالبانو سره د خبرو مېز ته کېني او له جمهوریت ننګه وکړي.

  • دنیا

د دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د سولې د بهیر په اړه د واشنګټن او کابل ترمنځ ستونزې شته.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ څو اوونۍ وړاندې د سولې د هوکړې متن وروستی شوی، خو د لیکوال د معلوماتو له مخې د واشنګټن او کابل ترمنځ د اختلافاتو له امله تر اوسه لاسلیک شوی نه‌دی.

په سرمقاله کې د طالبانو له قوله ویل شوي چې هوکړه ځکه نه‌ده لاسلیک شوې چې په دې اړه د امریکا سیاست متزلزل او لامل‌یې هم د کابل او واشنګټن اختلافونه دي.

په همدې سرمقاله کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له قوله ویل شوي موږ له طالبانو سره هم پخوا هوکړې ته نږدې شوي و، خو طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو اراده او ظرفیت ښکاره نه‌کړ.

  • هېواد

د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، ښايي امریکا د قطر مذاکرو پر پلان له سره کتنه وکړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور داسې ښکاري چې د امریکا او طالبانو خبرې مړاوې او ښايي په ټپه ودريږي او امریکا اوس په قطر کې له طالب استازو سره د خبرو پر بدیل فکر کوي.

د لیکوال په باور د دې لپاره ښايي امریکا په طالبانو او د هغوی په ملاتړو فشارونه زیات کړي او اوس امریکا لکه د افغان سیاستوالو په څېر له پاکستانه اندېښنه لري.

د هېواد په سرمقاله کې راغلي، امریکا اوس د افغانانو په نظر دی چې وايي، پاکستان د طالبانو د جنګي ماشین لپاره امکانات برابروي.

XS
SM
MD
LG