د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۸

دنیا: ایا افغان حکومت په رښتیا هم د سولې لپاره یو خنډ دی؟


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې او اوربند او د دې پروسې پر وړاندې پرتو خنډونو په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې پوښتنې پیل کړې، ایا افغان حکومت په رښتیا هم د سولې لپاره یو خنډ دی؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، افغان حکومت د سولې لپاره اوربند مهم شرط بللی، خو په سرمقاله کې د افغان حکومت له لوري اېښودل شوی شرط د سولې لپاره ستر خنډ یاد شوی.

په سرمقاله کې ټينګار شوی چې حکومت باید د سولې لپاره هر رامنځته کېدونکي فرصت نه ګټه واخلي او روانې جګړې ته دې د پای ټکی کېږدي.

دنیا ورځپاڼې همدارنګه لیکلي، د تاوتریخوالي کمېدل به د جګړې د کمېدو په معنی وي او کله چې بین‌الافغاني خبرې اترې پیل شي هغه مهال به په دایمي اوربند خبرې وشي.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، که چېرې د سولې دغه خبرې اترې رد شي دا به په دې معنی وي چې افغان حکومت سوله نه‌غواړي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې خپله سرمقاله د پخواني ولسمشر په شمول د یو شمېر سیاستوالو له لوري د سولې لپاره د یوې نوې طرحې جوړېدو ته ځانګړې کړې ده.

سرمقاله لیکونکي لیکلي دغه طرحه داسې مهال جوړېږي چې ولسمشر محمد اشرف غني او ټيم‌یې د سولې خبرو اترو په مخه کې د اوربند شرط کېښود او دا یې وښودله چې دوی اصلاً د سولې او جوړجاړي سره جوړ نه‌دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د سیاسي مطرحو څېرو ترمنځ دغه توافق د همداسې یوه هېواد شموله محور په جوړېدو اغېزمن دی او په وینا یې دا طرحه به په جګړه کې ښکېل لوري دې ته چمتو کړي چې سولې ته غاړه کېږدي.

ویسا ورځپاڼې همدارنګه لیکلي، که چېرې دغه سیاسي مشران په رښتینې معنی د سولې لپاره پر یوه محور راټول شي او په دې لاره کې مسؤلانه ګام واخلي ولس به‌یې په ټول ځواک تر شا ودرېږي او بیا به دغه بهیر هېڅ کورنی او بهرنی لوری مات نه‌کړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې تر ډېره د هغو چارواکو نیوکو ته ځواب ورکړی چې ویلي وو، ولسمشر غني د سولې لپاره کومه طرحه نه‌لري.

وړاندې راغلي، که چېرې موږ د ولسمشر غني منشور وګورو په دغه منشور کې د سولې لپاره جامع او واضح پلان شته چې په وینا یې ولسمشر غني د سولې لپاره په کور دننه، سیمه‌ییزه او په نړیواله کچه اجماع رامنځته کړه او دا اجماع د همدغه پلان او د سولې د پیاوړې طرحې برکت دی.

په سرمقاله کې راغلي، افغان حکومت د تل‌پاتې سولې لپاره پیاوړې اراده لري چې ان د دولت په تشکیلاتو کې یې د سولې لپاره وزارت هم رامنځته کړی دی، خو په باور یې، د سولې لپاره باید خپله افغانان خبرې وکړي او تصمیم ونیسي.

خو د سرمقالې په نتیجه‌ګیرۍ کې راغلي، د سولې په نوم پر ملي ګټو او ان پر ولس او هېواد ناندرۍ یوه افغان ته هم د زغملو نه‌دي او افغان حکومت به د دې مخنیوی وکړي.

XS
SM
MD
LG