د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۱

هشت صبح: له جمهوریت پرته هېڅ نظام افغانان تر یو چتر لاندې نشي راټولولی


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ د سولې روانې پروسې په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې خپله سرمقاله داسې پیل کړې، جمهوریت د افغانانو اساسې غوښتنه!

سرمقاله لیکوونکي د سولې وروستیو خبرو اترو ته په اشارې لیکلي، له جمهوریت پرته هېڅ نظام نه شي کولای چې افغانان تر یو چتر لاندې راټول او ګټې یې سره خوندي کړي.

وړاندې په سر مقاله کې راغلي، تیرو تجربو ثابته کړې، چې د جمهوري نظام او د انتخاباتو له مشروعیت پرته به هېواد یو ځلې بیا جګړې ته ور ټېل وهل شي، چې د دولتي نظم په نوم به څه پاتي نه شي.

په سرمقاله کې ټينګار شوی، چې خلک داسې مذاکرات مشروع ګڼي چې مشري يې د حکومت په لاس کې وي او خلک دا نه مني چې یو څو سیاستوال دې راشي او د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

نو دې ته په کتو حکومت ته په کار ده چې د ټولو سیاسي لوریو باور را خپل کړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، له یو کال ډېره موده کېږي، چې په قطر کې د امریکايي او طالب استازیو ترمنځ خبرې روانې دي.

د هیواد په باور ظاهره داسې ښکاري، چې ګنې دا خبرې په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره دي خو سرمقاله لیکونکی ټینګار کوي چې له روان بهیر داسې هېڅ تمه نشي کیدای.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د قطر ډله چې د طالبانو استازي ځانونه بولي، هغوی هم یوازې او یوازې د قدرت ترلاسه کولو او د افغانستان او امریکا د دښمنو لوریو له پلان سره سم په یوه دریځ ولاړ دي، چې هېڅ په کې تغیر نه راځي، دا ډله د هغو طالبانو استازولي هم نه شي کولای، چې د سولې تږي دي، په سنګر کې ځپل کېږي او ان د یوې ورځې د اوربند ګڼ ارمانونه یې په زړه کې غوټه دي.

  • دنیا

د سولې پروسه او د بې باورۍ څرکونه!

دا دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی.

ورځپاڼې لیکلي، د امریکا او طالبانو ترمنخ بې باوري د دې لامل شوې چې د سولې پروسه وځنديږي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، امریکا هر ځل د توافق له وروستي کېدو وروسته او تر لاسلیک وړاندې له نویو شرطونو او بهانو سره رامخته کېږي چې دا په هېڅ صورت د یوه مذاکراتي اړخ له قول ،فعل او شان او شوکت سره نه ښیې.

د سرمقاله لیکوونکي په باور، وروستیو بې باوریو او کړکېچونو سره سره افغانان لاهم خپلې هیلې او امېدونه په زړونو کې ساتي او د مذاکراتو بریا ته سترګې په لار دي.

XS
SM
MD
LG