د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

ملي ارمان: ویل کېږي امریکا او طالبان وروستۍ هوکړې ته نږدې شوي


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو او د بهرنیو ځواکونو د شمېر کمېدو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر کمېدو په تړاو لیکنه کړې ده.

وړاندې راغلي، د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبرایان له قوله راغلي چې امکان لري ولسشمر ټرمپ له طالبانو سره هوکړې ته ورسېږي خو که چېرې توافق هم ونه‌شي په افغانستان کې به د امریکايي ځواکونو شمېر راکم شي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دغه امریکايي جګپوړی چارواکی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو نوی پړاو یوه میاشت مخکې پیل شوی او ویل کېږي چې دواړه لوري وروستۍ هوکړې ته نږدې شوي دي.

ملي ارمان ورځپاڼې په سرمقاله کې اندېښنه څرګنده کړې چې طالبانو سره له اوربند پرته د سولې هوکړه‌لیک به د دې سبب شي چې طالب لوري له افغان ډلې سره له خبرو انکار وکړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم خپله سرمقاله د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې ته ځانګړې کړې ده.

وړاندې راغلي، په قطر کې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ خبرې بیا تودې شوې او داسې ډنډورې غږول کېږي چې ګڼې دواړه خواوې هوکړې ته نږدې شوي او داسې هم ویل کېږي چې امریکا له طالبانو غوښتنه کړې چې د دې لپاره دې تاوتریخوالی کم کړي.

خو سرمقاله لیکونکي لیکلي، افغان حکومت ویلي چې تاوتریخوالی نه، بلکې اوربند د سولې لپاره مهم شرط دی او له دې پرته د ملت لپاره باعزته او تل پاتې سوله شونې نه‌ده.

هېواد ورځپاڼې لیکلي، که طالبان سوله کوي او په دې برخه کې خپلواک وي، نو لومړی دې اوربند وکړي او راوړاندې دې شي له خپلو افغانانو سره دې سوله وکړي او جګړه دې د تل لپاره ختمه کړي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي، که امریکا او ایران ترمنځ روان بحران کنټرول نه‌شي ښايي دغه دواړه هېوادونه یو مخامخ ټکر ته ننوځي چې د دې غمیزې ستر زیان به بیا هم زموږ ولس ګالي.

وړاندې راغلي، که مخامخ ټکر نه‌وي چې اوس‌یې امکان لږ ښکاري د ایران او امریکا مخالفت او دښمني به نیابتي جګړې ته لار هواره کړي.

XS
SM
MD
LG