د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

د انتخاباتو کمېسیون د ډيپلومات وروستی راپور رد کړ


د افغانستان په انتخاباتي سیسټم کې د ستونزو د موجودیت په اړه د یو شمېر بهرنیو خپرونو تر لیکنو وروسته د دغه هېواد د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، کمېسیون او د حکومت رهبري د اصلاحاتو راوړلو ته ژمن دي او په دې برخه کې مهم ګامونه هم اخېستل شوي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمېشنر او ویاند ګلا جان عبدالبدیع صیاد د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶کال مرغومې۱۱» ازادي راډیو ته وویل:

عبدالبدیع صیاد
عبدالبدیع صیاد

"د کمېسیون رهبري ډېر څه کړي، په داخلي تشکیلاتي جوړښت کې ځينې اصلاحات راغلي دي، د کارکوونکو د ګمارنې په بهیر کې بدلون راغلی، دغه‌شان د حوزو راکمولو طرحه له دولت سره شرېکه شوې ده، کوم خیالي مرکزونه چې د زورواکو په کورونو کې موجود وو، هغه ټول دولتي تأسسیساتو ته انتقال شول او دا اصلاحات به دوام وکړي."

ښاغلی صیاد په داسې حال کې دغه پرمختګونه یادوي چې ډیپلوماټ امریکايي خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼه کې لیکلي، د افغانستان په انتخاباتي سیسټم کې ستونزو اوږدې مودې بې ثباتۍ ته لاره هواره کړې او د دولت مشروعیت يې کمزوری کړی دی.

ډیپلوماټ خپرونې په دغه مقاله کې دغه‌شان د "افغانستان د تحقیق او ارزیابي" مرکز د یوې څېړنې پایلو ته اشاره کړې چې په کې ویل شوي، د افغانستان په انتخاباتي سیسټم کې مثبته رقابتي فضا نه شته او په وینا يې چې داسې حالت کې د ټاکنو کېدل بې ثباتي زیاتولای شي.

دا اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوي چې ټاکل شوې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۷ لمریز کال د سرطان په ۱۶مه، نېټه ترسره شي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنې د شبکې رئیس جانداد سپین‎غر بیا د انتخاباتي اصلاحاتو په وړاندې شته ننګونو ته په اشارې سره د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې اصلاحات ناقص ګڼي.

جانداد سپین‎غر
جانداد سپین‎غر

دی وايي:

"هغه اصلاحات چې اړتیا وه تراوسه نه‎دي رامنځته شوي، د بېلګې په توګه د کمېشنرانو د غوراوي پروسه موږ ولېدله چې د حکومت له لوري په یو جعلي کمېټه کې دا خلک د حکومت تر نفوس لاندې وګمارل شول، پرته له دې چې ظرفیت ولري، یا بې طرفه اوسي، دغه‌شان له ۱۰ میاشتو نه ډېره موده کېږي چې کمېسیون کار پیل کړی، خو تراوسه هېڅ کوم پرمختګ نه‎لري."

د ښاغلي سپین‎غر په وینا که کمېسیون په تخنیکي برخو کې خپل پروګرامونه په بې پرې ډول او د حکومت له مداخلي پرته پرمخ یونه سي، د خلکو بې اعتمادي به پرې زیاته او کارونه به یې مطلوبه نتېجه هم ورنه کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG