د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۸

سېف دي چلډرن: ناچاودېدلي توکي هره میاشت تر ۵۰ زیاتو افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د ماشومانو د ژغورنې اداره «سیف دي چلډرن» وایي افغانستان کې ناچاوده توکي او ځمکني ماینونه هره میاشت له ۵۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړوي چې ډېری یې ماشومان دي. «سیف ده چلډرن» په یو تازه راپور کې اندېښنه ښودلې چې افغانستان لا هم په نړۍ کې په ماینونو او ناچاوده توکو له ککړو هېوادونو دی او لږ تر لږه ۶.۴ ملیون افغانان د ځمکنیو ماینونو او له جګړو پاتې د نورو چاودیدونکو توکو له خطر سره مخ دي. بله خوا په ماینونو کې د قرباني شویو ماشومانو کورنۍ او د ماین پاکۍ ځینې موسسې وایي لا هم ګڼې سیمې په ماینونو ککړې خو د نړیوالو مرستو او بودجې د کمښت له امله له پاکېدو پاتې دي.

د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې اوسېدونکی پیر محمد دی چې د روان میلادي کال په پیل کې یې لس کلن ورور صادق خان کور ته نږدې سیمه کې د لوبو پر مهال د چاودېدونکو توکو ښکار شو.

ده ازادي راډیو ته وویل، که څه هم له هغه پېښې میاشتې اوړي خو د ورور روغتیایي وضعیت یې اوس هم ښه نه دی:

په کوم لاس چې ژوبل شوی، هغه ورته اوس هم درد کوي، ده پټیو کې کور سره اور بل کړی و بس دا پېښه پرې وشوه، یو مرمۍ وه چې مکمل لاس یې ورته خراب کړ،

“دا څو ورځې مخکې مو هم ورته درمل واخیستل، په کوم لاس چې ژوبل شوی، هغه ورته اوس هم درد کوي، ده پټیو کې کور سره اور بل کړی و بس دا پېښه پرې وشوه، یو مرمۍ وه چې مکمل لاس یې ورته خراب کړ، زموږ سیمه کې چې کورونه ډېر دي، له جګړو پاتې شوي توکي او ماینونه اوس هم شته، خلک زښته زیات ستونزو سره مخ دي، دا چاودېدونکي توکي ټول تر خاورو لاندې پټ او نامعلوم وي، باید دا پاک کړل شي تر څو نور خلک له دې ډول خطرونو بچ شي.”

دا په داسې حال کې ده چې د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې ادارې «سیف ده چلډرن» اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې د ماینونو او چاودېدونکو توکو له امله د ماشومانو په ګډون د افغانانو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

«سیف دي چلډرن» د «۲۰۲۰ تر ۲۰۲۵ کال کې پورې په ماشومانو باندې د چاودیدونکو وسلو ویجاړونکي اغیزې» په نوم په خپل یو تازه ۶۲ مخیز راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ د «نومبر پر ۲۰مه» د ملګرو ملتونو په ریلیف وېب پاڼه خپور شوی ویلي، چې افغانستان لاهم په نړۍ کې د وسلو له پلوه یو له خورا ککړو هیوادونو څخه دی، چې هره میاشت له ۵۰ څخه ډیر کسان چې ډیری یې ماشومان دي، د ځمکنیو ماینونو او ناچاودو توکو له امله وژل کیږي یا ټپیان کیږي.

د «سیف ده چلډرن» د راپور له مخې، دا مهال لږ تر لږه ۶.۴ ملیون افغانان د ځمکنیو ماینونو او له جګړو پاتې نورو چاودیدونکو توکو له خطر سره مخ دي.

د دې ادارې په ټکو، ماشومان د ټولو چاودنو له امله د وژل شویو او ټپیانو تر ۸۰ سلنه برخه جوړوي، ځکه دوی ډیری وخت د لوبو کولو، کرنې، څارویو ساتلو یا د اوسپنې راټولولو پرمهال د ناچاودو توکو سره تماس نیسي.

د ماشومانو د ژغورنې ادارې راپور کې راغلي چې چاودیدونکي توکي اوس د ماشومانو د زیان اوښتو اصلي لامل دی.

دې ادارې په خپل راپور کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) په حوال لیکلي، ارقام ښيي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست او ۲۰۲۳ کال د می ترمنځ ۳،۷۷۴ ملکي تلفات ثبت شوي، چې درې پر څلورمه برخه یې د هغو چاودیدونکو توکو له امله رامنځته شوي چې په ګڼ میشتو سیمو لکه ښوونځیو، بازارونو او جوماتونو کې چاودیدلي دي.

د ماشومانو د ژغورنې ادارې اټکل کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې به ۴.۴ میلیونه خلک د ماین پاکۍ مرستې ته اړتیا ولري چې د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۵ سلنه زیاتوالی ښيي ځکه په ټکو یې، په ماینونو ککړې او د لاسرسي وړ نورې سیمې موندل شوي دي.

دا هغه څه دي چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ د ځینو نړیوالو موسسو چارواکي هم پرې ټینګار کوي خو دوی د خپلو فعالیتونو د دوام پر وړاندې د مالي ملاتړ او بودجې کمښت ستر خنډ بولي.

له دې ډلې د یوې نړیوالې موسسې د ټیمونو مشر حبیب الله فدا چې نه یې غوښتل راپور کې یې د موسسې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، که څه هم هره میاشت د هېواد پر کچه له ۴۰ تر ۴۵ کسان چې په خبره یې ۸۸ سلنه یې تر ۱۸کلونو کم عمره دي، د ماینونو او چاودېدونکو توکو قرباني کېږي، خو په خبره یې د دوی په ګډون د اکثرو موسسو فعالیتونو د مالي ملاتړ او بودجې د کمښت له امله د تېر په پرتله اویا سلنه کم شوي دي.

ده ازادي راډیو ته وویل:

“پخوا زموږ د ادارې یوازې د خطرناکو او ناچادېدلو توکو د پوهاوي په اړه لس ټیمونه وه، له بده مرغه اوس دا د رېسک اجوکېشن ټیمونو شمېر ۳ راټیټ شوي، تقریبا د ۷۰ ټیمونه مو د نړیوالو مرستو د قطع کولو له امله فعالیت کم شوی دی،د بودجې کمښت هغو سیمو کې هم د فعالیت مخه نیولې چې لا هم په کې دا خطرناکه توکي شته، دوی نه شي کولای هغه ټولې سیمې پاکې کړی شي.”

د سیف دي چلډرن د راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې ۵۴۳ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي، چې د دې تلفاتو ۹۰ سلنه یې د چاودیدونکو توکو سره تړاو لري.

وړاندې زیاته شوې چې هلکان په غیر متناسب ډول له ز پېښو اغیزمن شوي چې له هو ۱۰ ماشومانو قربانیانو څخه ۸ یې هلکان دي، په داسې حال کې چې نجونې په تعلیمي تاسیساتو باندې د بریدونو له امله له لوړ خطر سره مخ دي.

د «سیف ده چلډرن» د راپور پر بنست، د ډیرو افغان کډوالو په ګډون چې په زوره له ګاونډیو هیوادونو څخه رایستل شوي، د افغانستان د نفوس نږدې پنځمه برخه د چاودیدونکو توکو له ککړتیا څخه اغیزمنه شوې ده.

دې ادارې دا اندېښنه هم ښودلې چې په دې هېواد کې ډېری قربانیان خصوصا کلیوالو سیمو کې په مساوي او کافي اندازه روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري چې د زیانونو کچه او بشري اغېزې یې لا پسې ژوروي.

که څه هم په ماینونو د افغانستان ککړو سیمو اندازه مشخصه نه ده خو تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) په ګډون بېلابېلو نړیوالو ادارو او د ماین پاکۍ موسسو په خپلو راپورونو کې ویلي چې لا هم د افغانستان له ۴۰۱ ولسوالیو یو پر دریمه برخه یې پر ماینونو او ناچاودو توکه ککړه ده چې د پخوانیو جګړو پر مهال خښ یا پاتې شوي دي.

تر دې مخکې دوه کاله وړاندې "ماین اکشن رویو" په یوه راپور کې ویلي وو چې افغانستان، عراق او کمبودیا( کامبوج) د ماینونو له پلوه تر ټولو ککړ هېوادونه دي.

"ماین اکشن رویو" په دغه راپور کې ویلي، چې د افغانستان له ۵۳ کیلومتره زیاته خاوره په پرسونل ضد ماینونو ککړه ده.


XS
SM
MD
LG