د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

سرخط: جمعیت ګوند کې د نور او عبدالله په پلوۍ صف بندۍ پیل شوي


په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن تر ډېره د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان د غیر قانوني اقداماتو او د بلخ د پخواني والي او حکومت ترمنځ د روانې لانجې په اړه بحثونه کړي دي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې لیکلي دي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د پاکستاني عسکرو د سرغړونو په اړه ملګرو ملتونو ته شکایت کړی دی.

د ورځپاڼې په وینا پاکستان له څه مودې راهیسې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم د غځولو کار پیل کړی چې تر دې مهاله دا کار لسګونه کېلو متره مخکې تللی دی.

ورځپاڼه لیکي چې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک پرون په مشرانو جرګه کې د دې مسئلې په اړه جوړې شوې یوې استجوابیه غونډې ته په وینا کې وکړې.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې پاکستان له دې لارې غواړي، د ډیورند کرښې په اوږدو کې خپل پوځي نفوذ او حاکمیت پراخ کړي.

ورځپاڼه لیکي:

د دفاع وزارت مرستیال د مشرانو جرګې غونډې ته په دې اړه وویل چې پاکستان هڅه کوي چې له دې لارې د ترورېزم په خلاف په روانه مبارزه کې د پاکستان په اړه د نړیوالې ټولنې ذهنیت بدل کړي او له بل لوري د ډیورند کرښې په اوږدو کې خپل پوځي نفوذ او واکمني پراخه کړي.

ورځپاڼه لیکي چې د حکومت امنیتي چارواکو د مشرانو جرګې د ځینو غړو دا اندېښنې ناسمې وبللې چې ګواکې د پاکستان له‌خوا د اغزن سیم د لګولو لړۍ د افغان لوري په تفاهم سره کېږي.

د ورځپاڼې په وینا دغو چارواکو وویل چې د ډیورند په برخه کې جوړجاړی نه‌شته او هېڅ‌څوک ځان ته دا اجازه نه‌ورکوي چې په دې اړه څه وکړي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې بیا د کورنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي دي چې ښه به دا وي چې پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو ځالې له‌منځه یوسي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د کورنیو چارو وزیر وویل چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ د وروستیو اقداماتو په اړه د دغه هېواد سره خبرې شوي او همداراز ملګرو ملتونو ته هم یو شکایت لیک استول شوی دی.

د بلخ د پخواني والي او د حکومت ترمنځ روانه لانجه بله مهمه مسئله ده چې د کابل ځینو ورځپاڼو پرې بحث کړی دی.

  • سرخط

سرخط په خپله سرلیکنه کې د بلخ د پخواني والي او حکومت ترمنځ روانې لانجې ته په اشارې لیکلي دي چې په جمعیت ګوند کې د نور او عبدالله په پلوۍ صف بندۍ پیل شوې دي.

ورځپاڼه لیکي:

په داسې حال کې چې صلاح‌الدین رباني او اسماعیل خان له نور نه خپل ملاتړ اعلان کړی، خو امرالله صالح او ادیب فهیم او ځینو نورو څېرو له عبدالله نه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

ورځپاڼې دغو اختلافاتو ته په کتو لیکلي دي چې له دې به داسې نتیجه راوځي چې د ملي ګټو په خلاف به وي او خلک به‌یې خپله احساس کړي.

خو ورځپاڼې حکومت ته سپارښتنه کړې چې د لوړپوړو چارواکو په اړه‌یې د پرېکړو عملي کول مهم دي، ځکه خلک له حکومته پرېکنده دریځ غواړي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې هم همدې مسئلې ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د نور او حکومت ترمنځ روانې لانجې د جمعیت ګوند په لیکو کې صف بندۍ رامنځته کړې دي.

ورځپاڼې وړاندې د مارشال فهیم د زوی د لیکنې یوه برخه راخیستې چې په جمعیت ګوند کې د عبدالله پر ضد د ځینو مشرانو د انتقادونو په ځواب کې یې لیکلي دي چې ډاکتر عبدالله د ټولو مجاهدینو او خلکو استازیتوب کوي.

ورځپاڼې لیکلي دي، ټاکل شوې وه چې ډاکتر عبدالله تېره ورځ د نور د څرګندونو په غبرګون کې وینا وکړي، خو معلومه نه‌ده چې ولې وځنډول شوه.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا د عطا محمد نور وروستۍ څرګندونی خورا تُندې بللي او لیکلي یې دي چې له افغان ولس سره ستره جفا روانه ده او دا ځکه چې داسې کسان پرې مسلط کړای شوي چې د خپلو ډېرو وړو ګټو لپاره ولس او هېواد پرې بحران ته بوتلی شي.

ورځپاڼې لیکلي دي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې هره ورځ تر ۱۰۰ پورې کسان مري، دوی د پردیو تر سیوري لاندې د نیمه واک په خمار کې ډوب او یو د بل پر خلاف خبرې کوي.

  • هېرټ اف اېشیا

هېرټ اف اېشیا ورځپاڼې لیکلي دي چې په هېواد کې روان سیاسي کړکېچ د ولسي جرګې او ولایتي شورا راتلونکي انتخابات له یو ناڅرګند برخلیک سره مخامخ کړي دي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې روان سیاسي کړکېچ د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو راتلونکي انتخابات چې لا دمخه زیات ځنډیدلي دي، نور هم ځنډوي او داسې برېښي چې دا انتخابات نور نو د حکومت د لومړیتوبونو له لېست څخه هم غورځېدلي دي.

XS
SM
MD
LG