د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

د انتخاباتو کمېسیون: تر راتلونکې اوونۍ به د ټولو مرکزونو ارزیابي بشپړه شي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، تر یوې راتلونکې اوونۍ د رأیې ورکولو د ټولو مرکزونو ارزیابي بشپړېږي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمېشنرانو په درېیمه علني غونډه کې د ۷ ولایتونو لپاره ۱۴۰۸ د رأیې مرکزونه ارزیابي او تائید کړل.

د دغه کمېسیون عملیاتي مرستیاله او سرپرسته وسیمه بادغیسي وايي چې د رأیې ورکولو مرکزونو له ارزیابۍ یې هدف له شخصي ځایونو څخه عمومي ځایونو ته د رأیې ورکولو د مرکزونو لېږدول او معیارونه په پام کې نیول دي.

اغلې بادغیسي د چهارشنبې په ورځ د «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۱» په یوه علني غونډه کې وویل چې تائید شوي مرکزونه وروستي دي، خو په دې برخه کې د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه هم ارزیابي کېږي.

د انتخاباتو کمېسیون عملیاتي مرستیاله او سرپرسته وسیمه بادغیسي.
د انتخاباتو کمېسیون عملیاتي مرستیاله او سرپرسته وسیمه بادغیسي.

اغلې بادغیسي زیاته کړه:

"نن د ۷ ولایتونو ۱۴۰۸ مرکزونه د تائید او تصویب وړ ورګرځېدل، یعنې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه د ۲۳ ولایتونو ارزیابي بشپړه شوه او ۱۱ پاتې نور ولایتونه هم موږ هیله لرو چې په راتلونکې علني غونډه کې چې د اوونۍ په پیل کې به وي، بشپړه شي او د رأیې ورکولو د مرکزونو ارزیابي به بېخي بشپړه شي."

دا ارزیابي په سیمه کې د عملیاتي ټیم او «GIS » انـټرنټي سیسټم پر اساس کېږي چې د هر ولایت لپاره د نفوسو او مساحت له مخې، د رأیې ورکولو مرکزونه تعینوي.

د نوې ارزیابۍ له مخې چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په وینا، د رأيې ورکولو د مرکزونو انډول برابروي، یو کېلو متر فاصله او د ۲۰۰ رأی ورکونکو شمېر د شرایطو په توګه ټاکل شوي دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په درېیمه علني غونډه کې د بادغیس، پکتیا، پنجشیر، خوست، کاپیسا، میدان وردګ او هرات ولایتونو د رأیې ورکولو مرکزونه تائید کړل، خو د پکتیکا، ننګرهار او کندهار په اړه چې ډېری مرکزونه‌یې ناقص شمېرل شوي وو، د بیا ارزیابۍ پرېکړه وشوه.

له دې سره د ټولو ارزیابي شویو ولایتونو شمېره ۲۳ ته ورسېده او ټاکل شوې چې دغه لړۍ تر یوې راتلونکې اوونۍ پورې بشپړه شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو مؤسسه یا فیفا د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دې کار ته په کتو وايي، کمېسیون باید د رأیې ورکولو د مرکزونو له ارزیابۍ مخکې، د رأیې ورکوونکو لېست چمتو او د هغې له مخې د رأیې ورکولو مرکزونه تعیین کړي وی.

د دغه بنسټ د پروګرامونو مسؤل محمد نعیم اصغري د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۱» ازادي راډيو ته وویل، کمېسیون باید خپل کارونه د لومړیتوب له مخې ترتیب او اجرا کړي.

ښاغلي اصغري وویل:

"د متوازن‌سازۍ یو معیار نفوس دی، دوی چې تر اوسه د رأیې ورکوونکو لېست نه‌لري، د هغوی په نفوس به څه پوه شي، دوی باید خپل کارونه او چمتووالی تعریف کړي، تر څو خلک ډاډمن شي چې انتخابات کله تر سره کېدونکي دي."

دا هڅې داسې وخت کېږي چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د راتلونکي لمریز کال د سرطان د میاشتې ۱۶مه د ولسوالیو شوراګانو او پارلماني انتخاباتو ورځ اعلان کړې ده.

خو فیفا وايي، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پروګرامونو ته په کتو، دوی په ټاکل شوې نېټه د انتخاباتو د ترسره کېدو اټکل نه‌شي کولای.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG