د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

ډيپلوماټ: ټاکنې کولای شي چې په افغانستان مسایل لا خراب کړي


  • ډيپلوماټ

ډيپلوماټ خپرونې په وروستۍ ګڼه کې تر دې سرلیک لاندې چې "ټاکنې کولای شي چې په افغانستان مسایل لا خراب کړي" مقاله خپره کړې ده.

د مقالې لیکوال عبدالله الهام لیکلي چې که "اصلاحات را نه شي، امکان شته چې راتلونکي انتخابات په افغانستان بې ثباتي لازیاته کړي."

په مقاله کې راغلي چې افغانستان له ډېرو کلونو جګړې وروسته، لومړني ډموکراټیک انتخابات په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ میلادي کلونوکې تجربه کړل او نړيوالې ټولنې یې پراخ هرکلی وکړ.

خو د افغانستان ټاکنیز سیسټم د زیات شفافیت لپاره پراختیا ته اړتیا لري.

په مقاله کې وړاندې لیکل شوي چې د افغانستان په ټاکنیز سیسټم کې ستونزو د اوږدې مودې بې ثباتۍ ته لاره جوړه کړې او د دولت مشروعیت يې کمزوری کړی دی.

په انتخاباتي سیسټم کې د ستونزو له امله اندېښنې د دې لپاره زیاتې شوې چې پارلماني ټاکنې باید په ۲۰۱۸ میلادي کال کې وشي او زیات وخت نه دی ورته پاتې.

ډیپلوماټ خپرونې په دې مقاله کې د "افغانستان د تحقیق او ارزیابي" مرکز د یوې څېړنې پایلو ته اشاره کړې چې په کې ویل شوي چې د افغانستان په ټاکنیز سیسټم کې مثبته رقابتي فضا نه شته نو په داسې حالت کې د ټاکنو کېدل بې ثباتي زیاتولای شي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هغو کوچنیانو پر وضعیت تبصره کړې چې بې ګناه په زندانونو کې پراته دي، هغه کوچنیان چې له خپلو مجرمو میندو سره زنداني دي. په هغوی کې زیات داسې ماشومان دي چې په زندانونو کې زېږېدلي دي.

نیویارک ټایمز د دالیا په نوم د یوې پینځه کلنې نجلۍ ژوند ته کتنه کړې چې په وروستیو کې د پلچرخي له زندانه، د کابل یوه روزنتون ته لېږدول شوې ده.

د نیویارک ټایمز په حواله، دالیا او ۱۰۸ نور کوچنیان د کابل په یوه روزنتون کې اوسېږي چې "ښځې د افغانو ښځو لپاره" په نوم خیریه ټولنې د بې سرپرسته کوچنیانو د ساتنې لپاره جوړه کړی او امریکا يې تمویلوي.

په کابل کې د دې مرکز مسؤلې نیویارک ټایمز ته ویلي چې په زندانونو کې بندیانې ښځې غواړي چې ماشومان یې ژرتر ژره له محبسه وایستل شي، په ځانګړي ډول د هغوی ماشومې لورګانې چې په زندانونو کې مصؤنې نه دي.

نیویارک ټایمز لیکلي:

امریکا غواړي چې د افغانستان حکومت د داسې روزنتونونو مسؤلیت واخلي خو یو شمېر افغان چارواکو ورځپاڼې ته ویلي چې افغان حکومت د دې کار ظرفیت نه لري.

"ښځې د افغانو ښځو لپاره" ټولنې نیویارک ټایمز ته ویلي چې د هغوی د دفترونو د تړل کېدو په صورت کې به بې سرپرسته ماشومان په اسانۍ د تروریستانو او جنایتکارانو لاس ته ولوېږي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه، په افغانستان کې زیاتې ښځې په داسې "اخلاقي" جرمونو بندیانې دي چې په نوره نړۍ کې حتی جرم نه ګڼل کېږي، مثلاً له کوره تښتېدل یا د کورنیو له اجازې پرته واده کول.

XS
SM
MD
LG