د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

د انتخاباتو د تر سره کولو په اړه له حکومته د ولسي جرګې غوښتنه


د افغانستان ولسي جرګه له حکومته غواړي، کومې کړنلارې چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره په پام کې نیول شوي، باید د خلکو داندېښنو د لېرې کولو لپاره، له ملت سره شریکې شي.

د افغانستان ولسي جرګه خبرداری ورکوي، که د انتخاباتو د څرنګوالي په اړه ملت ته معلومات ور نه کړل شي، مسؤلیت به یې د حکومت په غاړه وي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي چې د شنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومې په ۲ مه» یې د جرګې مشري کوله، ویې ویل چې خلک د راتلونکو انتخاباتو په اړه اندېښمن دي.

نذیر احمدزی
نذیر احمدزی

ښاغلي احمدزي وویل:

"ملي شورا تل د انتخاباتو په اړه خپل بې پرې توب ښودلی، خو له حکومته مو غوښتنه دا ده چې خلک موږ پوښتي، کوم طرزالعمل چې د حکومت له خوا وینو او وايي چې په اوسنیو تشکیلاتو او په کاغذي تذکرو به انتخابات وکړو، دا ناممکنه ده،د دې ټولو مسؤلیت به د حکومت پرغاړه وي، نه زموږ."

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د امریکا د ولسمشر د مرستیال او د افغان ولسمشر اشرف غني په لیدنه کې د ولسي جرګې، د ولسوالیو د شوراګانو او د ولسمشرۍ د انتخاباتو په خپل وخت جوړولو ټینګار شوی دی.

دغه شان د ولسي جرګې ځینو نورو غړو هم د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د انتخاباتو په برخه کې یې د حکومت او د انتخاباتو د کمېسیون پر کمزورو هڅو انتقادونه وکړل.

هڅه مو وکړه د ولسي جرګې د غوښتنې په اړه د حکومت نظر هم ولرو، خو ولسمشرۍ ماڼۍ دغه موضوع تخنیکي وګڼله او وېې ویل چې په دې اړه باید د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ځواب ووايي.

په افغانستان کې نن سبا د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو موضوع ډېره توده ده او پر ملي شورا سربېره، ځیني انتخاباتي بنسټونه هم شک لري چې دغه انتخابات به په ټاکلي وخت ترسره نه شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیه رئيس یوسف رشید وايي، هم حکومت او هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د انتخاباتو په اړوندو چارو کې پڅ عمل کوي.

ښاغلی رشید وایي:

"کوم کارونه چې د حکومت او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په غاړه دي، لکه تخنیکي، تشکیلاتي، د انتخاباتو ملاتړې او مرستندویې موضوعګانې، امنیت، بودجه، لوژستیک او داسې نور، موږ باوري کوي، کومه نېټه چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړې، انتخابات په کې ناممکن دي."

بل خوا د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند ګلاجان عبدالبدیع صیاد ټینګار کوي چې انتخاباتي کارونه د کمېسیون له خوا په ښه توګه پرمخ ځي او زیاتوي:

ګلاجان عبدالبدیع صیاد
ګلاجان عبدالبدیع صیاد

"زموږ تصمیم واضح دی، د انتخاباتو نېټه اعلان شوې، ټول عملیاتي او د بودجوي او د رأی ورکوونکو د نومونو د ثبتولو پلان تیار شوی دی."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۷ لمریز کال د سرطان ۱۶مه، د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره اعلان کړې ده.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا د خلکو او د ولسي جرګې اندېښنې پرځای ګڼي او ټینګار کوي چې حکومت، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او نړیواله ټولنه دې د انتخاباتو لپاره، د یوه کره میکانیزم په جوړولو لاس پورې او خلک دې، په دې اړه له ستونزو او پرمختګونو خبر کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG