د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

نیکلسن: امریکا پاکستان کې د وسله والو د پټن ځایونو مسئله په خورا جديت تعقیبوي


په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان وايي چې واشنګټن به په پاکستان کې د دېره وسله والو ډلو د پټنځایونو په مسئله کې پر اسلام آباد فشار زیات کړي.

امریکايي جنرال جان نیکلسن وايي چې په پاکستان کې د وسله والو طالبانو د پټنځایونو مسئله د امریکا د حکومت لپاره په لومړیتوب کې ده او په خورا جديت سره یې تعقیبوي.

جنرال نیکلسن پرون د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د پولیسو د ۳۳۳ ځانګړې قطعې د روزنې له جریان څخه د لیدنې پر مهال خبریالانو ته وویل چې واشنګټن به پر اسلام اباد فشارونو ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه چې په دې اړه د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ په لوړه کچه خبرې روانې دي.

جنرال نیکلسن د دې خبرو د نتیجو او څرنګوالي په اړه جزئیات څرګند نه کړل خو ټینګار یې وکړ چې ولسمشر ټرمپ په خصوصي بحثونو کې په دې برخه کې خورا جدي دی.

افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان امریکايي جنرال جان نیکلسن
افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان امریکايي جنرال جان نیکلسن

دی وايي:

"د هغو اقداماتو په اړه چې موږ یې په پام کې لرو، نه غواړم څه ووایم خو تاسو ډاډه اوسئ چې د امریکا حکومت به پر پاکستان فشار راوړي. هیله من یو چې پاکستان به د ترورېستانو پرضد له موږ سره ګډ کار وکړي. دا ترورېستان د پاکستان لپاره هم ښه نه دي خو که پاکستانیان دا کار ونه کړي موږ به بیا هم فشارونو ته دوام ورکړو. په دې اړه د دولتونو ترمنځ په لوړه کچه خبرې روانې دي. تاسو واورېدل چې ولسمشر ټرمپ څه وویل. هغه خورا زغرد دی او حتی په خصوصي بحثونو کې تردې هم زغرد دی."

جنرال نیکلسن د درېیو پرله پسې ورځو لپاره د هلمند په شمال او همدا راز دې ولایت په جنوبي سیمه- بهرامچه کې هوايي حملو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په دې حملو کې د طالبانو اړوند د مخدر موادو د تولید مرکزونه په نښه شول.

په هلمند کې د مخدره موادو پر لابراتوار د امریکایي ځواکونو بمباري
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:13 0:00

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان وویل چې د طالبانو د عوایدو پر سرچینو حملې به له دې وروسته هم دوام وکړي:

"موږ د خپلو هوايي حملو وړانګه پراخه کړې ده، څو د دښمن د عوایدو سرچینې او حمایوي تأسیسات، یعنې د هغو شتمنۍ، د روزنې کمپونه، د نفوذ ساحې او ترڅنګ یې د جګړې په ډګر کې د هغوی وسله وال په نښه کړو."

جنرال نیکلسن وویل چې په دې بمباریو کې طالبانو ته د پنځوس میلیون ډالرو معادل زیان اوښتی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې د امریکا د پوځ قوماندانانو ته د افغانستان د جګړې په ډګر کې د پخوا په پرتله زیات صلاحیتونه ورکړل شوي او ترڅنګ یې په هوايي حملو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

نیکلسن: هوايي حملو کې به د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پام وشي

جنرال نیکلسن تائید کړه چې پر وسله والو مخالفینو هوايي حملې درې چنده زیاتې شوي دي.

هغه وویل چې دا د نوې ستراتیژۍ یوه برخه ده او له افغان حکومت سره له سلا مشورو وروسته ترسره کېږي جنرال نیکلسن که څه هم په هوايي حملو کې د ملکي تلفاتو پر پېښو خواشیني څرګنده کړه خو ډاډ یې ورکړ چې دوی تر وسې وسې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پاملرنه کوي.

XS
SM
MD
LG