د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

ټلګراف: بریټانیا له افغان ژباړونکو سره د مرستې اخلاقي مسؤلیت په غاړه لري


  • واشنګتن پوسټ

واشنګتن پوسټ ورځپانې لیکلي له دې سره چې په افغانستان کې د امریکا مشاورتي رول پراخېږي امریکايي عسکر به هم ښايي زیات زیانمن شي.

ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن د وروستیو څرګندونو په اساس چې له کابله یې د ویډیو کنفرانس له لارې په پنټاګون کې ورغلیو خبریالانو ته وکړې لیکلي چې تمه ده د امریکا پوځ نوي سلاکاران افغانستان ته ولېږي.

واشنګتن پوسټ ورځپانې لیکلي:

شاوخوا زر تنه امریکايي سلاکاران به د افغان پوځ او خاصو ځواکونو له ډلګیو سره اوږه اوږه په جګړو کې برخه واخلي.

ورځپاڼې د نیکلسن په حواله ویلي چې د افغان پوځیانو لپاره د نویو سلاکارانو رالېږل به په امریکایانو د سړک غاړې چاودنو، وسله والو حملو، راکټونو او نورو حملو ګواښ زیات کړي.

نیکلسن ویلي، د افغانستان لپاره د امریکا د نوې پالیسۍ په اساس د دغو ټولو بدلونونو هدف دا دی چې په دوو نورو کلونو کې افغان پوځ د هېواد په اتیا فیصده خاورې بشپړ کنټرول ترلاسه کړي.

ده ویلي، په دوو کلونو کې غواړي د هېواد له څلورو په درېیو برخو باندې افغانانو ته د ژوند زمینه برابره شي.

واشنګتن پوسټ د امریکا د پوځ د اټکل په اساس لیکلي چې اوس وخت ۶۴ فیصده افغانان په هغو سیمو کې اوسي چې د کابل حکومت پرې کنټرول لري.

واشنګټن پوسټ د جنرال نیکلسن په حواله ویلي، امریکایي سلاکاران له افغان ځواکونو سره مرسته کوي څو په هغو سیمو کې ګزمې او عملیات وکړي چې د طالبانو له خوا له جدي خطر سره مخ دي.

امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په راتګ سره افغانستان ته د زرګونه نورو سرتیرو د استولو لپاره لېوالتیا وښوده.

دمګړی ۱۴ زره امریکایي عسکر په افغانستان کې خدمت کوي خو دا شمېر د بارک اوباما د ولسمشرۍ په دوره کې ۸۴۰۰ سرتیرو ته رسېد.

  • ټلګراف

"بریټانیا له افغان ژباړونکو سره د مرستې اخلاقي مسؤلیت په غاړه لري."

دا د ټلګراف بريټانوي ورځپاڼې د هغې مقالې عنوان دی چې په افغانستان کې د بریټانیې د پوځیانو او ډپلوماټانو افغان ژباړونکو ته د زیاتې همکارۍ په اړه لیکل شوې ده.

ټلګراف د بریټانیې د پارلمان د یوه غړي په حواله ویلي بريټانیا به په راتلونکو لانجو کې زیان وویني که اوس له هغو افغان ژباړونکو سره مرسته ونه کړي چې د جګړې په لومړیو کرښو کې یې له بريټانوي سرتیرو سره کار کړی دی.

د بریټانیې د پارلمان دا غړی چې تام ټایګندات نومېږي څلور کاله یې په افغانستان کې کار کړی دی.

هغه د بريټانیا د پارلمان د عوامو جرګې دفاعي کمېټې ته وویل، د افغانستان د بیارغولو لپاره د بریټانیا ماموریت به د محلي کارکوونکو او افغان ژباړونکو تر مرستې پرته ممکن نه و.

ټلګراف لیکلي:

حکومت تر دې مخکې هم تورن شوی چې له افغان ژباړونکو سره د مرستې لپاره یې پښې سپکې کړي او دا کسان چې له سرتیرو سره یې مرسته کړې وه سربداله پرېښې دي.

شاوخوا درې زره افغانان د ژباړونکو په توګه په هلمند کې د بریټانیې له خوا په دنده ګمارل شوي و.

ټلګراف د بريټانیې دفاع وزارت د ویاند په حواله ویلي چې د افغانستان په ماموریت کې د محلي کارکوونکو په حیاتي رول پوهېږي او د هغوی له ډلې یې ۳۸۵ کسان له خپلو کورنیو سره بریټانیا ته انتقال شوي دي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG