د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

ناټو وايي په پاکستان کې د تروریستي ډلو پټنځایونه یوه جدي مسئله ده


د ناټو عمومي منشي وايي چې متحدایالات او ناټو په پاکستان کې د تروریستي ډلو د پټنځایونو مسئلې ته په جدي سترګه ګوري او له افغان حکومت سره به مرسته وکړي چې تروریستان وځپي.

ینس سټولټنبرګ پرون د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ناټو په پاکستان کې د تروریستي ډلو د پټنځایونو د مسئلې او د جګړې په ډګر کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په برخو کې له افغان حکومت سره څه مرسته کولای شي وویل:

ینس سټولټنبرګ
ینس سټولټنبرګ

"موږ د ترورېزم د ځپلو او د ثبات د ټینګښت لپاره د افغان حکومت د ټولو هڅو ملاتړ کوو، دا ملاتړ نه یوازې د تروریستانو او طالبانو د ځپلو لپاره له افغان حکومت سره د مرستې بلکې په پاکستان کې د تروریستانو د پټنځایونو د خورا جدي مسئلې د حل له لارې کوو، دا مسئله افغانستان څوځلې رابرسېره کړې، دا د جنوبي اسیا د نوې ستراتیژۍ له مخې د متحدایالاتو اصلي پیغام و او د ناټو له خوا هم مخکې مطرح شوې ده."

دا لومړی ځل دی چې د ناټو مشر په پاکستان کې د تروریستانو د پټنځایونو مسئله داسې په زغرده یادوي خو امریکايي چارواکو د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلان وروسته په پاکستان کې د دیره تروریستي ډلو مسئله په ډېر جدیت سره یاده کړې او پر اسلام اباد یې غږ کړی چې نورنو د دې ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

د امریکا دفاع وزیر جیمز مټېس د سې شنبې په ورځ وویل مخکې له دې چې ولسمشر ډونالد ټرمپ له تروریستي ډلو څخه د اسلام اباد د ملاتړ د ادعاوو په برخه کې له احتمالي اقداماتو کار واخلي، متحد ایالات به یوځل بیا په افغانستان کې له پاکستان سره د ګډ کار هڅه وکړي.

مټېس د سنا او استازو جرګې د پوځي خدماتو د ګډې کمېټې استماعیه غونډې ته د وینا پرمهال وویل موږ باید یوځل بیا هڅه وکړو چې له پاکستان سره د نوې ستراتیژۍ په برخه کې ګډ کار وکړو او که یې نتیجه ورنه کړه نو د اړتیا په صورت کې ولسمشر ټرمپ هرراز لازم اقدام ته چمتو دی.

مټېس او د وسله والو قواوو لوی درستیز جنرال جوزف ډنافورد دواړو د پاکستان د پوځي استخباراتو اداره ISI له تروریستي ډلو سره په اړیکو تورنه کړه ویې ویل داسې ښکاري لکه چې ISI خپله بیله بهرنۍ پاليسي لري.

خو پاکستاني چارواکو پرون په تازه څرګندونو کې یوځل بیا دا تورونه رد کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې پاکستان نور نو پر افغان طالبانو نفوذ نه لري.

خواجه محمد اصف
خواجه محمد اصف

خواجه اصف وویل پر طالبانو د پاکستان نفوذ په ۲۰۱۶ کال کې وروسته له هغه ختم شو چې د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.

خواجه اصف وویل، د دې حملې هدف هم دا و چې د پاکستان په مرسته د افغانستان د سولې خبرې سبوتاژ کړي.

د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د متحدوایالاتو د ستراتیژۍ له اعلان وروسته دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر واشنګټن ته سفر کوي.

XS
SM
MD
LG