د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

عبدالله عبدالله: ناټو او امریکا دې افغان ځواکونه پیاوړي او ترورېستان له‌منځه یوسي


افغان حکومت وایي، د هلیفکس د نړیوالې امنیتي غونډې په نهم دور کې افغان چارواکو پر یو لړ مهمو مسایلو له بهرنیو چارواکو سره خبرې کړې دي.

د هلیفکس په غونډه کې د افغان پلاوي مشري اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله کوله.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د هلیفکس نړیوالې امنیتي غونډې په لړ کې د افغانستان په شته ستونزو او له دغه هېواده بهر د ترورېستانو په امن پټنځایونو خبرې کړې دي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل پرون شپه ازادي راډیو ته وویل، اجرائیه رئیس د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ او د کاناډا له دفاع وزیر هارګېت ساجان سره په لیدنو کې له افغانستان سره د ناټو سازمان او کاناډا د همکاریو په دوام خبرې وکړې.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"د افغانستان اجرائیه رئیس د هلیفکس غونډې په لړ کې د کاناډا له دفاع وزیر او د ناټو له سرمنشي سره وکتل. اجرائیه رئیس له افغان پوځیانو د ناټو په خاصه توګه د کاناډا په لازیات ملاتړ ټینګار وکړ او همداراز یې له افغانستانه بهر د ترورېستانو د امن پټنځایونه په له‌منځه وړلو هم خبرې وکړې."

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند ښاغلي فیصل وویل چې ډاکتر عبدالله همداراز د امریکا د ستراتېژیک ملاتړ له عمومي قوماندان سره هم ولیدل او له افغانستان سره‌یې د امریکا د متحده ایالاتو د همکاریو پر دوام بحث وکړ.

د هلیفکس نړیوالې امنیتې غونډې نهم دور په کاناډا کې د دوو ورځو لپاره دوام وکړ.

د کاناډا دفاع وزیر هارګېت ساجان د هلیفکس غونډې له ترسره کوونکو مننه کړې چې له څه باندې ۳۰۰ مشرانو او کارپوهانو سره‌یې د نړۍ په روان دفاعي او امنیتي ننګونو بحث ته زمینه برابره کړې وه.

د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله هم پرون یکشنبه د هلیفکس غونډې په پای ته رسېدو سره په خپله رسمي فېس‌بوک پاڼه د دې غونډې په لړ کې د افغان پلاوي د خبرو په اړه معلومات ورکړي.

ښاغلي عبدالله ویلي چې د هلیفکس په غونډه کې یې د پاکستان د دوه مخي سیاست او له طالبانو د هغوی په ملاتړ خبرې وکړې.

افغان اجرائیه رئیس همداراز ویلي که څه هم له طالبانو ځیني بهرني هېوادونه ملاتړ کوي، خو افغان پوځ به د وسله‌والو مخالفینو په وړاندې مبارزه جاري ساتي تر څو دا مخالفین بشپړ مات شي یا سولې ته غاړه کېږدي.

پاکستان د افغان حکومت په وروستیو څرګندونو څه نه‌دي ویلي، خو تر دې مخکې د دغه هېواد صدراعظم شاهد خاقان عباسي ویلي چې هېواد یې له ترورېستانو ملاتړ نه‌کوي.

عباسي دا څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر رکس ټېلرسن د هغو خبرو په غبرګون کړې وې چې ویلي و که پاکستان د ترورېستانو په وړاندې اقدام نه‌کوي امریکا به خپله ګام پورته کړي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG