د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

CIA: امریکا به له ټولو امکاناتو کار واخلي څو طالبان سولې ته چمتو کړي


د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې CIA مشر مایک پامپیو Mike Pompeo پرون وویل چې امریکا به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي څو وسله وال طالبان د سولې خبرو ته کینوي خو له هغه مخکې پاکستان باید د دې ډلې وسله والو ته په خپل قلمرو کې له ځای ورکولو لاس واخلي.

پامپیو په واشنګټن کې د ډیموکراسۍ د دفاع په نوم په تحقیقاتي مرکز کې د وینا پر مهال زیاته کړه، د سولې خبرې به تر هغه وخته نتیجه ورنه کړي چې طالبان د جګړې په ډګر کې د بریا په تمه وي او د قبایلي سیمو له لارې پاکستان ته تګ راتګ وکړي او هلته پټنځایونه ولري.

ده خبرداری ورکړ چې په پاکستان کې د افراطي ډلو پټنځایونه د منلو وړ نه دي.

د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د سولې د ټینګښت پر لارو چارو د بحث لپاره د افغانستان، پاکستان، متحدایالاتو او چین په ګډون په مسقط کې څلور اړخېزه غونډه جوړه شوه.

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې CIA مشر مایک پامپیو
د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې CIA مشر مایک پامپیو

په همدې ورځ وسله والو طالبانو د غرني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې، دوه ورځې وروسته د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې پر امنیه قوماندانۍ او د پولیسو پر تعلیمي مرکز او د پنجشنبې په ورځ د کندهار په میوند ولسوالۍ کې خونړۍ حملې وکړې.

د راپورونو له مخې په دې حملو کې له یوسل او دیرش زیات سرتېري مړه او شاوخوا ۲۵۰ نور ټپیان شول.

افغان چارواکو ویل، د دوی تمه دا ده چې پاکستان د مسقط په غونډه کې د وسله والو طالبانو په وړاندې د پراخو اقداماتو ژمنه وکړي خو د افغانستان د خونړیو حملو څپو وښوده چې طالبانو د جګړې لاره غوره کړې ده.

د CIA مشر وویل، که تاریخ زموږ لارښود وي نو له پاکستانه ډېره لږ تمه کیدای شي چې د تروریستي ډلو پر ضد په مبارزه کې به له امریکا سره همکارۍ ته لېوالتیا ولري.

پامپیو زیاته کړه چې امریکا د پاکستان د اوسني چال چلند په اړه باید له دې هېواد سره جدي خبرې وکړي او ورته ووايي چې څه ډول سلوک وکړي.

د پاکستان پر ضد د CIA د مشر څرګندونې د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ د هغې ستراتیژۍ روښانه مثال دی چې پر پاکستان د فشار د زیاتېدو سپارښتنه کوي.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

امریکايي چارواکي له ډېرې مودې راهیسې پر پاکستان انتقاد کوي چې افغان طالبانو او په تېره حقاني شبکې ته یې ځای ورکړی خو پاکستان په پرله پسې ډول دا تورونه رد کړي دي او په ځواب کې وايي، د امریکا د نوې ستراتیژي هدف دا دی چې د افغانستان په جګړه کې د پاتې راتلو په خاطر له پاکستانه د قربانۍ پسه جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG