د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

جنرال نېکلسن: پر پاکستان به سیاسي فشارونه زیات شي


په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان وايي چې دوی به په سيمه کې داعش وځپي او د افغانستان پر ګاونډيو هېوادونو به سياسي فشارونه زيات کړي، تر څو د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.

د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال نېکلسن چې له څو بهرنیو سفیرانو او افغان امنیتي مسؤلینو سره‌يې پرون کندهار ولایت ته سفر کړی و، له والي او نورو ځایي چارواکو سره‌یې غونډه وکړه.

په افغانستان کې د ناټو نظامي مسؤلين وايي چې د داعش د له‎منځه وړلو لپاره جدي دي او غواړي چې د افغانستان ترڅنګ په ټوله نړۍ کې داعش وځپي.

جنرال جان نېکلسن چې د هالنډ او ناروې د سفيرانو سره یوځای د یکشنبې په ورځ کندهار ته راغلی وو، په يوې غونډه کې وويل چې پر هغو هېوادونو به هم سياسي فشارونه زيات کړي چې د ترهګرو ملاتړ کوي.

د ده په وینا، د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ستراتېژۍ له مخې د افغان حکومت دښمنان به په افغانستان کې ځپل کېږي او ملاتړ کوونکى یې چې پاکستان دی، سیاسي فشار به ورباندې راوستل کېږي.

نېکلسن وايي:

"موږ په ټوله نړۍ په خاص ډول په افغانستان کې پر داعش فشار راوړو تر څو دوی په مکمل ډول په ټوله نړۍ کې له‌منځه یووړل شي. په افغانستان کې به جګړه ډېر ژر ختمه شي، ځکه د امنیتي ځواکونو سره نور حمايت هم کوو. پاکستان په خپلو ژمنو کې ریښتنی نه‎دی، موږ په افغانستان کې دننه او بهر پر ګاونډيو هېوادونو سياسي فشارونه زيات کړي، تر څو د ترهګر له ملاتړه لاس واخلي."

په غونډه کې د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وویل، نړيوال دې افغانستان ته د يمن، عراق او سوريې په څېر بې‌باوره سوله نه‌راولي او نه‎دې د سولې پر پروسه بې‌ځايه لګښتونه کوي.

جنرال رازق وويل چې د سيمې مشرانو او سپين‎ږيرو ته دې وخت ورکړل شي څو د طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي، د هغه په خبره چې دې ټکي ښه پايله ورکړې هم ده.

نړیوال دې افغانستان ته د يمن، عراق او سوريې په څېر بې‌باوره سوله نه‌راولي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت معین جنرال مراد علي مراد وویل، په افغانستان کې په ځانګړې توګه په جنوب کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ښه کېدونکی دی.

د نوموړي په وینا چې په میوند ولسوالۍ کې به د ملي اردو د قربانیانو غچ اخلي.

د کندهار والي زلمي ويسا بيا د افغانستان په اړه د امريکا ستراتېژي د ترهګرو د ځپلو په برخه کې مهمه وبلله او هيله‌يې څرګنده کړه چې دا ستراتېژي به هم د سپټمبر د ۱۱مې په څېر وسله‎والې ډلې وځپي.

د ناټو ځواکونو چارواکي وايي چې دوی په افغانستان کې پر طالبانو يوازې له پوځي فشاره کار نه‌اخلي، بلکې د سولې لپاره‌يې هم د بېلابېلو طرحو د جوړولو هڅې کوي.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG