د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

هېواد: پاکستان دې پر ډیورند کرښې د خنډونو جوړولو پر ځای ترهګر وځپي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو بیا هم په هېواد کې وروستیو ناامنیو او په‌کې د پاکستان لاس لرلو ته اشاره کړې او په دې اړه‌يې مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې "پاکستان د حقاني شبکې د غړو انتقام له افغانانو اخلي" تر عنوان لاندې په خپله سرمقاله کې د غزني د والي له قوله لیکلي چې د اندړو په جګړه کې ۱۵ پاکستاني کومانډو ځواکونه وژل شوي او پنځه نور ژوندي د افغان سرتېرو له‌خوا نیول شوي دي.

سرمقاله وړاندې لیکي؛ د غزني د والي څرګندونو ته په کتو فکر کېږي چې په افغانستان کې د وروستیو خونړیو بریدونو په سازماندهي کې د پاکستان پوځ لاس لري او په یو شمېر حملو کې د طالبانو تر څنګ د افغان پوځ پر ضد جنګېدلي هم دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور وسله‌وال طالبان د پاکستان له پوځي او مالي مرستې غیر توانايي نه‌لري چې حتی یوه ورځ جنګ پر مخ یوسي.

سرمقاله لیکونکی لیکي په غزني کې د پاکستاني کومانډویانو وژل کېدو ته په کتو باید افغان حکومت او نړیواله ټولنه پر پاکستان فشارونه زیات کړي تر څو د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم د وروستیو پېښو په اړه په یوه جلا تحلیلي مطلب کې افغان حکومت پړ بللی چې ولې د دغه ډول حملو مخه نه‌شي نیولی.

د مطلب لیکوال لیکلي؛ وروستیو خونړیو حملو ته په کتو پوښتنه دا ده چې اوس ملامت څوک دی؟

دښمن په هر حالت کې د فرصت په لټه کې دی او چې موقع په لاس ورشي خپل کار کوي، خو هغوی چې د ولس د ساتنې مسولیت لري څه کړي دي؟

په مطلب کې وړاندې راغلي که د پکتیا او کندهار بریدونو ته وکتل شي نو ښکاري چې امنیتي ځواکونه مو په خپلو وسلو، موټرو او خپلو مرمیو وژل شوي دي، خو حکومت تر دې مهاله د دې ستونزې د مخنیوي لپاره هېڅ نه‌دي کړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼه "د پاکستان حکومت دې پر ډیورند کرښې د خنډونو جوړولو پر ځای په خپل هېواد کې ترهګر وځپي" تر عنوان لاندې په سرمقاله کې لیکلي؛ پاکستان په دې پهانه چې د ډیورند په کرښه د تلونکو راتلونکو ترهګرو مخه ونیسي د ازغن سیم د لګولو چارې يې پیل ګړې دي.

سرمقاله لیکونکي د امریکا په مشرۍ له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي تر څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوې سترې ستونزې په توګه پر افغانانو د دغې تپل شوې کرښې په سر د شخړو اوارولو ته دې راودانګي او د پاکستان د وروستیو تحرکاتو مخه دې ونیسي.

په سرمقاله کې د یو شمېر سیاسي پوهانو له قوله لیکل شوي چې پر ډیورند کرښه د پاکستان دغه تحرکات بې‌ځایه دي او په سیمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره باید تر هر څه دمخه پاکستان په خپل هېواد کې د ترهګرو ځالې له‌منځه یوسي.

XS
SM
MD
LG