د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

دفاع وزارت: د کندهار د میوند ولسوالۍ په پېښه کې ۴۳ سرتېري وژل شوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د کندهارد میوند ولسوالۍ په چشمو سیمه کې د ملي اردو پر یوې قرارګاه د برید په نتیجه کې د ملي اردو ۴۳ سرتېري وژل شوي او ۹ تنه ټپیان دي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو په حمله کې ۴۳د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

دولت وزیري
دولت وزیري

نوموړي زیاته کړه:

" ۴۳ تنه شهیدان شوي، ۹ تنه ټپیان شوي او شپږ تنه ورک دي او په قرارګاه کې د شپیتو کسانو له جملې څخه یوازې دوه تنه ژوندي پاتې او په دغه حمله کې د دښمن لس تنه هم وژل شوي دي."

که څه هم ښاغلي وزیري د حملې د څرنګوالي په اړه جزئیات ورنه کړل، خو دا یې وویل چې د پېښې د څرنګوالي د څېړولو په هدف سیمې ته پلاوی استول شوی دی.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې دغه حمله د پنجشنبې په ورځ سهار وختي شااوخوا درې بجې شوې ده.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال د امنیتي چارواکو له قوله وايي چې د ملي اردو قرارګاه د افغان ځواکونو په ولکه کې ده، خو د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي بیا رسنیو ته په استول شوي پیغام کې د برید د مسؤلیت ترڅنګ ادعا کړې چې قرارګاه د دوی په ولکه کې ده.

په ورته وخت کې وسله والو مخالفینو په غزني او فراه ولایتونو کې هم پر دولتي تاسیساتو حملې کړې دي.

د غزني امنیه قوماندان محمد زمان وايي، طالبانو د پنجشنبې سهار وختي د دغه ولایت د جغتو ولسوالۍ پر ودانۍ برید وکړ، خو حمله یې بېرته په شاه وتمبول شوه.

د یو بل خبر له مخې د غزني والي عبدالکریم متین بیا وايي چې له تېرو درې ورځو راهیسې وسله والو د دغه ولایت پر دوو ولسوالیو خپلې حملې تېزې کړي خو افغان ځواکونه پرې برلاسي دي.

د غزني د ولایتي شورا یوه غړي امان الله کامراني هم نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو نن یو ځل بیا پر اندړو ولسوالۍ حمله کړې ده.

نوموړي زیاته کړه که چېرې مرسته ونه رسېږي دغه ولسوالي به سقوط وکړي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00
مستقیم لېنک

همدا شان د فراه د والي ویاند نثار مهري ازادي راډیو ته ویلي چې د فراه په شمال ګاه سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې د وسله والو په برید کې شپږ تنه پولیس وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې چې طالبانو روانه اوونۍ د پکتیا ولایت پر امنیه قوماندانۍ حمله وکړه چې د پکتیا د عامې روغیتا ریاست د مرستیال په وینا لږ تر لږه ۶۰ تنه پکې وژل شوي دي خو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس په دغه حمله کې یو وېشت پولیس او شل ملکي وګړي ووژل شول او له پنځوسو زیات کسان پکې ټپیان شول.

د پکتیا د وړمې ورځې خونړۍ پېښې انځور.
د پکتیا د وړمې ورځې خونړۍ پېښې انځور.

په همدې حال کې د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړی خالد پښتون بیا وايي طالبان په اوړي کې د پرلپسې ماتو د جبران لپاره دا ډول حملې کوي.

خالد پښتون
خالد پښتون

نوموړي زیاته کړه:

"د ښاغلي ټرمپ له ستراتیژۍ وروسته سږکال دوبي کې طالبانو سختې ضربې ولیدلې او تلفات ورورسېدل او تقریباً طالبان په هره برخه کې له ماتې سره مخامخ شول، له دوبي وروسته اوس دوی غواړي خپل موجدیت او هویت تثبیت کړي."

د ولسي جرګې د چهارشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې زیات شمېر وکیلانو د طالبانو د حملو د زیاتوالي لامل د افغان امنیتي ځواکونو بې پروايي یاده کړه.

د ولسي جرګې رئیس ټينګار وکړ چې راتلونکې اوونۍ د افغان امنیتي او دفاعي بنسټونو مسؤلین جرګې ته ورغواړي او د امنیتي وضعیت او همدا راز د حملو د زیاتېدو په اړه به ترې وپوښتي.

راپور: محمد حدیث پردېس

پخواني معلومات:

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د کندهار د میوند ولسوالۍ په پېښه کې د ملي اردو ۴۳ سرتېري وژل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، په قرارګاه کې مېشت نهه نور عسکر ټپیان او شپږ لا درکه دي.

په میوند ولسوالۍ کې یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې برید تیره شپه یوه نیمه بجه د یوه ټانک په وسیله چې چاودېدونکي مواد په‌کې ځای پر ځای شوي وو، شوې ده.

د سرچینې په خبره وسله‌والو غوښتل د ملي اردو دغه قرارګاه تصرف کړي، خو د کمکي ځواکونو په ورسېدو دغه قرارګاه له سقوطه ژغورل شوې ده.

د افغانستان دفاع وزارت او د کندهار د ولایت مقام هم پېښه تائيدوي، خو د نورو جزئیاتو په اړه څه نه‌وايي.

وسله‌والو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه لېږلي خبر کې ویلي چې د کندهار میوند ولسوالۍ د چشمو سیمې د زرغون کنډک‌یې په یوه ډله‌ییزه حمله کې نیولی او د ملي اردو ګڼو عسکرو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې ده.

نور جزئیات ورورسته ...

  • پخواني معلومات

تېره شپه ناوخته د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د چشمو په سیمه کې د ملي اردو پر قرارګاه د وسله‌والو په حمله کې د ملي اردو ۲۵ سرتېري وژل شوي او شااوخوا ۲۰ تنه‌یې ټپیان دي.

په میوند ولسوالۍ کې یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې برید نن سهار د یوه ټانک په وسیله چې چاودېدونکي مواد په‌کې ځای پر ځای شوي وو، شوې ده.

د سرچینې په خبره وسله‌والو غوښتل د ملي اردو دغه قرارګاه تصرف کړي، خو د مرستندویه ځواکونو په رسېدو دغه قرارګاه له سقوطه ژغورل شوې ده.

د افغانستان دفاع وزارت او د کندهار د ولایت مقام هم پېښه تائیدوي، خو د نورو جزئیاتو په اړه څه نه‌وايي.

وسله‌والو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه لېږلي خبر کې ویلي چې د کندهار میوند ولسوالۍ د چشمو سیمې د زرغون کنډک‌یې په یوه ډله‌ییزه حمله کې نیولی او د ملي اردو ګڼو عسکرو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې ده.

نور جزئیات وروسته ...

  • پخواني معلومات

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د ملي اردو د چشمو پر قرارګاه وسله‌واله حمله شوې.

د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دُراني ازادي راډیو ته دا پېښه تائید کړه.

د دې پېښې مسؤلیت وسله‌والو طالبانو منلی دی.

نور جزئیات وروسته …

XS
SM
MD
LG