د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

افغان سوداګر نړیوال مارکېټ ته په اول لاس د جلغوزو صادرول غواړي


په خوست کې د جلغوزیو سوداګر له افغان حکومت نه غوښتنه کوي چې د دې هېواد له لارې دې نړیوال مارکېټ ته د جلغوزیو د صادرولو زمینې برابرې کړي.

دوی زیاتوي اوسمهال جلغوزي یوازې د واڼه د قبایلي سیمې له لارې په قاچاقي بڼه پاکستان ته صادرېږي چې پر یو کېلو سل افغانۍ ټکس ورکوي او له دې کبله سوداګرو ته په کې څه ګټه نه پاتې کېږي.

د جلغوزیو سوداګرو وویل، که یاده وچه میوه په اول لاس د افغانستان له لارې د چین په ګډون نورو نړیوالو مارکېټونو ته صادره شي، شا اوخوا دوه نیم لکه افغانانو ته به د دایمي کار زمینه برابره شي او افغان حکومت به هم له دې کبله په پرلپسې توګه د پام وړ عواید ترلاسه کوي.

د خوست د جلغوزیو سوداګر.
د خوست د جلغوزیو سوداګر.

د قیمت خان په نوم د سپیرې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی چې د جلغوزیو سوداګري کوي ازادي راډیو ته وايي:

"مال مو په قاچاقو بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي او په قاچاقو هم ډېرې پیسې لګېږی، وخت پرې لګېږي، په لاره کې يې وزن کمېږي چې په پاکستان کې يې خرڅ کړو بیا په پیسو کې ډېر مشکل وي، وړاندیز مو دادی چې افغانستان حکومت دې په داخلو لارو د جلغوزیو د صادرولو تړون د چین سره لاسلیک کړي، که د ازبکستان په لاره يې په اورګاډي کې صادروي او که د هوايي الوتکو له لارې يې لیږي، ځکه که په داخلي لارو دا مالونه لاړ شي، زموږ تر دونیم لکو پورې خلک به په کار بوخت شي."

د خوست د جلغوزیو د نوې سوداګریز مارکېټ دوه تنه نور تجاران هم وايي چې په یو کېلو جلغوزیو ورڅخه سل افغانۍ ټکس اخیستل کېږي:

"مالونه اوس هم د واڼه په لاره درومي خو په یو کېلو باندې سل روپۍ تکس ترې اخلي، بل مال داسې دی چې په ګرمي کې خرابېږي او وزن کموي.

نوم مې رحمي ګیانخېل غوښتنه مو داده چې د افغانستان له لارې د جلغوزیو د صادرولو لار خلاصه شي، که په دې لاره مالونه لاړ شي، ټوله ګټه به يې افغانستان وي یوازې د جلغوزیو والا خو ن دي، اوس په لاره په یو کېلو سل روپۍ اخلي دا نقصان د غرونو خلکو ته دی، تجار ته يې نقصان نشته."

د خوست د جلغوزیو سوداګر.
د خوست د جلغوزیو سوداګر.

د جلغوزیو سوداګرو د هېواد په کچه یوه اتحایه هم جوړ کړې ده.

د یادې اتحاديې مرستیال نورګل منګل وايي، د افغان حکومت ډېریو چارواکو ته يې د جلغوزیو د سوداګرو ستونزې رسولي، خو له ژمنو پرته په عملي برخه کې دوی ته کوم کار نه دی شوی.

نوموړي وویل:

"د خوست والي نه شروع د سوداګرۍ وزیر سره ناست یو، د وزیر خارجه سره ناست یو، کرنې وزیر سره موږ څو څو ځلې ناست یو، د خپلو سوداګرو ستونزې مو ورسره شریکې کړي دي، د افغانستان جلغوزي د سرو زرو په شان دي، خو په دې قاچاقي لارو په ګیلټو بدلېږي، موږ يې د ساتلو ځای نه لرو، نو که صادر يې نه کړو، که په لوړه بیه وي یا په ټیټ قیمت دا جلغوزي خرابېږي."

د خوست یو تن مدني فعال صاحب منګل وايي، ولسمشر محمد اشرف غني په خپله باید د جلغوزیو سوداګرو ته د ملاقات وخت ورکړي، تر څو سوداګر ورته خپلې ستونزې په مخامخ ډول وړاندې کړي.

دی زیاتوي:

"موږ غواړو چې د افغانستان رئيس جمهور سره کېنو، هلته د چین سفیر هم راوغواړي چې له هوايي لارې مستقیماً هغه هېواد ته زموږ جلغوزي صادر شي."

بلخوا د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وايي ځايي اداره د جلغوزیو د پروسس، دسته بندۍ او په اول لاس د خوست څخه بهرنۍ نړۍ مارکېټ ته د جلغوزیو د صادرولو په اساسي پروګرام لګیا ده، خو دا پروسه یو څه زمانګیره ده او وخت به ونیسي.

ښاغلی ځدارڼ وايي:

"ولایتي ادارې په یو منظم پلان کار پیل کړی، تر څو د هېواد په کچه د جلغوزیو د پروسس او تولید مرکز په خوست کې جوړ شي، تر څو همدلته بسته بندي شي او نړیوال مارکېټ ته لاره ومومي، په دې برخه کې د سوداګری د وزارت له مشرتابه سره هم لیدنې کتنې شوي دي، چین سفارت سره هم خبرې شوي په همدې لړ کې د چین ځنې سوداګر خوست ته راغلي و، خو طبعي خبره ده چې دا پروسه به یو څه زمانګیره وي."

د خوست جلغوزي
د خوست جلغوزي

په همدې حال کې د خوست د سوداګری خونو رئيس نواب امیرزی وايي چې په خوست کې د جلغوزیو تجارانو ځانونه د سوداګرۍ خونو سره نه دي راجسټر کړي او له همدې کبله دوی په دقیق ډول د جلغوزیو د پیداوار په اندازه، بیو او نورو مسئلو نه پوهېږي.

یاده دې وي جلغوزي د افغانستان مشهوره وچه میوه ده چې په طبعي توګه د خوست، پکتیا او پکتیکا په ګډون د نهو ولایتونو په غرونو کې پیدا کېږي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG