د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

الکوزی: پاکستان پر افغاني محصولاتو ۳ برابره ګمرکي تعرفه لوړه کړې


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي، د میزان د میاشتې له ۲۵ مې را هیسې، پاکستان د افغانستان په ۱۲۰ قلمه صادراتي محصولاتو، ګمرګي تعرفه درې برابره زیاته کړې ده.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي د شنبې په ورځ په کابل کې خبري ناستې ته وویل، له دې امله یې افغان حکومت او په افغانستان کې د پاکستان له سفارت سره اړیکې نیولي دي.

د ده په خبره، د پاکستان د دغه اقدام له امله هغه هېواد ته د افغانستان د مېوو صادرول درېدلي او که شته ستونزه هواره نه شي، د پاکستان د مالونو پرمخ به د افغانستان بندرونه وتړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی

ښاغلي الکوزي زیاته کړه:

"پاکستان ډېره زیاته او لوړه تعرفه د افغانستان پر محصولاتو لګولې ده، له بده مرغه اوس چې د محصولاتو فصل دی او باید ولېږدېږي، پاکستان پرې کابو۱۲۰ فیصده تعرفه لوړه کړه، له حکومته غواړو چې دا ستونزه هواره کړي."

د الکوزي په خبره، پاکستان په دې کار سره د افغانستان سوداګرو ته لوی زیانونه رسولي دي.

دغه ګمرکي تعرفي اکثره پر لمدو او وچو مېوو، د سکرو پر ډ برو، سبزیجاتو، طبیعي نباتاتو، قیمتي تېږو او داسې پر نورو افغاني محصولاتو لوړې شوي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونه داهم وايي، کله چې افغان حکومت په وارداتي محصولاتو ګمرکی تعرفې لوړې کړې، د پاکستان حکومت هم دغه کار د یوغبرګون په توګه وکړ.

په افغانستان کې پر وارداتي محصولاتو ګمرکي تعرفه ۵۰ فیصده لوړه شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ اوصنایعو خونه وايي، له پاکستان سره یې د پخوا په پرتله سوداګري کمه شوې ده.

د دغې خونې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۰ میلادي کال کې له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ اندازه، ۳ میلیارده ډالره وه، خو په ۲۰۱۶ میلادي کال کې دغه اندازه ۱،۳میلیاردو ته راټیټه شوې ده.

د دغې خونې مسؤلین داهم وايي، په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د کراچۍ له بندر څخه ۷۰ زره کانټینرونه افغانستان ته لېږدېدلي، خو په ۲۰۱۶ کې یوازې ۴۰۰۰ کانټینرونه هېواد ته لېږدېدلي دي.

په ورته وخت کې د مالېې وزارت د ګمرکونو عمومي رئیس احمد رشاد پوپل د افغانستان پروړاندې دغه ادعا ردوي او وايي چې په روان کال کې پر واردېدونکو افغان محصولاتو تعرفه نه ده لوړه شوې.

دی د پاکستان له لورې د تعرفې د لوړوالي په اړه وايي، تراوسه په دې اړه کره معلومات نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او هند ترمنځ توافقنامه شوې چې افغان محصولات به د هوا له لارې هند ته لېږدول کېږي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو پوهان وايي، دغه ستونزه هرکال د پاکستان له لورې رامنځته کېږي او افغان حکومت ته پکار ده چې د له منځه وړلو ته یې، دایمي حل لارې ولټوي.

د دغو کارپوهانو له ډلې احمد شاه زمانزي ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان د سوداګرۍ اوصنایعو او مالېې وزارتونه باید، په دې برخه کې له پاکستان سره خبرې وکړي چې د افغان سوداګرو ستونزې حل شي او که نه نو، کله چې د پاکستان له خوا د مېوو په موسم کې پر افغان سوداګرو تعرفې لوړېږي، باید پروړاندې یې ورته عمل وشي."

د ده په خبره، سوداګري باید له سیاسته اغېزمنه نه شي، ځکه چې زیان یې خلکو ته رسېږي.

ښاغلي زمانزی وویل، د ایکو اقتصادي او د سوداګرۍ نړیوال سازمانونه او داسې نورې ادارې باید په دې برخه کې، له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

راپورخان محمد سیند.

XS
SM
MD
LG