د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

ارګ او قاطع ملاتړ: د مخالفینو وروستۍ حملې د جګړې میدان کې د هغوی ماتېدل ښيي


په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ مأموریت وايي، په کابل کې د مارشال فهیم دفاعي پوهنتون پر محصلینو او استادانو پرونۍ حمله د افغانستان پر راتلونکې او د هغه هېواد پر امنیتي ځواکونو برید دی.

د ناټو قاطع ملاتړ پر ټويټر لیکلي، پرونۍ حملې څرګنده کړه چې وسله‌وال ځپل شوي او د جګړې په میدان کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر وړاندې بری نه‌شي ګټلی.

د افغانستان د ولسمشر له دفتره هم په یوه بیان کې ویل شوي چې پرونۍ حمله د ترورېستانو کار دی، ترورېستان او پلویان‌یې تر هر بل وخت زیات منزوي شوي او د جګړې په ټولو میدانونو کې مات شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند، جنرال دولت وزیري پرون ازادي راډیو ته د پېښې په اړه وویل:

"د دفاعي پوهنتون متعلمین د سبق تر تمامولو وروسته، په یوه فلاینګ کوچ موټر کې خپلو کورونو ته روان وو، عمومي سړک ته له رسېدو سره سم یی موټر د انتحاري له موټر سره ټکر شوی او متاسفانه، ۱۵تنه پکې ووژل شوي او څلورتنه زخمیان شوي دي."

دولت وزیري.
دولت وزیري.

د مارشال فهیم دفاعي پوهنتون پر محصلینو او استادانو پرونۍ حمله کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د روېټرز خبري اژانس په حواله، د پرونۍ حملې مسئولیت وسله‌والو طالبانو اخیستی دی.

دا له تېرې اوونۍ راهیسې، د افغانستان پر امنیتي ځواکونو پنځمه وسله‌واله حمله ده.

د راپورونو پر اساس، تر ټولو خونړۍ حمله په کندهار کې د پنجشنبې په ورځ د ملي اردو پر یوه کنډک وشوه چې ۵۰ تنه عسکر په‌کې ووژل شول.

د ولسي جرګې د ملي امنیت کمېسیون غړي صالح محمد صالح بېګا ازادي راډیو ته وویل چې د داسې خونړیو وسله‌والو حملو د مخنیوي هڅې کمزورې دي.

صالح محمد صالح زیاته کړه:

"د وسله‌والو طالبانو په عملیاتو کې هر وخت زموږ امنیتي ځواکونو ته زیات تلفات اوښتي ځکه تدابیر یې ډېر کمزوري دي، مدیران‌یې کمزوري دي، روان جنګ استخباراتي دی او که زموږ استخبارات پیاوړي نه‌شي، کشفي ارګانونه واقعیتونو ته پام ونه‌کړي، د داسې حملو مخنیوی نه‌شو کولائ."

خو د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست، شاه حسین مرتضوي بیا ازادي راډیو ته وویل:

"موږ له تحمیل شوې جګړې سره مخامخ یو، په هېواد کې ۲۰ ترورېستي ډلې جنګېږي، وضعیت سل په سلو کې عادي نه‌دی، خو دښمن نه‌شي کولائ چې سیمې ونیسي او تر خپلې واکمنۍ لاندې یې وساتي، یوازې پر جوماتونو او ملکي خلکو حملې کوي چې د مخنیوي لپاره‌یې حکومت لازم تدابیر لري."

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

د افغانستان د ولسي جرګې د ارضي تمامیت او دفاعي کمېسیون غړي محمد اقبال صافي بېګا له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې د روسیې او پاکستان په ګډون یو شمېر هېوادونه هڅې کوي چې په افغانستان کې د امریکا د حکومت نوې ستراتېژي له خنډ سره مخامخ کړي.

هغه وویل، له ناټو باید غوښتنه وشي چې پر وسله‌والو هوايي حملې زیاتې کړي.

محمد اقبال صافي زیاته کړه:

"هغوی «ناټو ځواکونه» باید جدي څارنه وکړي او پر هغو وسله‌والو وګړو چې د پاکستان پر پوله را اوړي، حملې وکړي، د داعش او طالبانو وسله‌وال چې د پاکستان په خاوره کې اوسي، باید پر ضد یې عملیات وشي."

صافي: ناټو باید طالب او داعش وسله وال په نښه کړي.
صافي: ناټو باید طالب او داعش وسله وال په نښه کړي.

د افغانستان حکومت او لوړ رتبه امریکايي چارواکي وايي چې وسله‌وال طالبان د جګړې په ډګر کې نه‌شي بریالي کېدلئ او ډاډ څرګندوي چې د روان میلادي کال تر پایه به په افغانستان کې د داعش د وسله‌والو فعالیت ختم شي.

په کابل کې د مارشال فهیم دفاعي پوهنتون پر محصلانو تر حملې یوه ورځ مخکې، په کابل کې پر امام زمان مسجد خونړۍ حمله وشوه چې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت په وینا، لږ تر لږه ۵۶ تنه په‌کې ووژل شول او ۵۵ تنه زخمیان شول.

له دې حملې سره په یوه ورځ، په غور کې هم پر یوه مسجد په حمله کې ۳۳ تنه ووژل او لس تنه زخمیان شول.

په کابل کې پر امام زمان مسجد د حملې مسئولیت د داعش ډلې واخیست.

داعش تر دې مخکې هم په افغانستان کې د شیعه‌ګانو پر جوماتونو د حملو مسئولیت اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG