د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

د مرکزي زون اداره: د ۳۷ زره جریبه دولتي ځمکې د غصب مخه نیول شوې


د افغانستان د مرکزي زون د پراختیا خپلواکه اداره وايي، دغه اداره په یوه کال کې توانېدلې چې د ۳۷ زره جریبه دولتي ځمکې د غصبولو مخه ونیسي.

د دغې ادارې رئیس الهام‎ عمر هوتکي د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، دا کار یې د قلم او انجنیرانو پر مټ ترسره کړی، نه د زور او قهر له لارې.

نوموړي زیاته کړه:

"د مرکز په زون کې زموږ د پروژو تر ساحې لاندې، سره له دې چې زموږ اداره ملکي اداره ده او پوځي ځواک نه‌لرو، خو بیا هم توانېدلي یو چې د زرګونه جریبه دولتي ځمکې مخه ونیسو، موږ تر اوسه ۳۷۰۰۰ جریبه دولتي ځمکه له غصب کېدو ساتلې ده."

د هوتکي په خبره، د مرکزي زون د پراختیا خپلواکې ادارې ۵ زره جریبه نوره ځمکه چې پخوا غصب شوې وه، بېرته راګرځولې او د دولت په ملکیت کې‎ يې شامله کړه.

ده دا هم وویل چې په دغو کې یې د خپلو انجنیرانو په مرسته، یو لړ پراختیايي پروژې پیل کړې دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې دغه اداره په کابل ښار سربېره په لوګر، پروان، میدان وردګو او کاپیسا ولایتونو کې هم فعاله ده.

د پراختیايي پروژو لپاره د پروګرامونو جوړول، ډیزاین او د کړنلارو ترتیبول، د افغانستان د مرکزي زون د پراختیا ادارې اساسي هدفونه دي چې د حکومت له نورو ادارو سره‎‌یې شریکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د دولت د ځینو چارواکو په خبره، په افغانستان کې د دولتي ځمکو غصب اوس هم روان دی چې ځیني زورواکي په‌کې ښکېل دي.

د اقتصادي چارو پوهان، د افغانستان د مرکزي زون د پراختیا د خپلواکې ادارې هڅې ستايي او وايي، که غصب شوې دولتي ځمکې راوګرځول شي او پانګونه په‌کې وشي، د هېواد له اقتصادي ودې سره به ډېره مرسته وکړي.

عبدالقادر جیلاني وايي:

"که ځمکه له غصب څخه ووځي او پانګه‌والو ته د اوږدمهالو تړونونو له مخې ورکړل شي او پانګونه په‌کې وشي، عواید به زیات، خصوصي سکټور به پیاوړی او سوداګري به پراخه شي."

جیلاني وايي، په هېواد کې بې‌کاري یوه لویه ستونزه ده او د نویو پروژو له پیل سره به خلکو ته د کار زمينې برابرې او اقتصادي ستونزې به‎یې کمې شي.

راپور: خان محمد سیند

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG