د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

ارزګان والي: طالبان د ځمکو په غصب سره قومي ستونزې جوړوي


د ارزګان سیمه‌ییز چارواکي وايي، ارزګان کې وسله‎والو طالبانو د خلکو سلګونه زره جریبه ځمکه غصب کړې او اوس‌يې پر خلکو پلوري او یا يې هم په اجاره ورکوي.

د ارزګان والي ښاغلي محمد نذیر خروټي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې وسله‎وال طالبان غواړي په دې ډول سره د قومونو تر منځ د کلونو لپاره لويې ستونزې جوړې کړي او د هغوی ترمنځ بې‌اتفاقي راولي.

د ارزګان والي ښاغلي محمد نذیر خروټی
د ارزګان والي ښاغلي محمد نذیر خروټی

ښاغلي خروټي زیاته کړه:

"د بېلابېلو سیمو څخه موږ ته معلومات رارسېدلي خو دقیق ارقام نه‌شته چې څومره ځمکه به طالبانو غصب کړې وي، خو په یو شمېر سیمو کې لکه مِهراباد، کرنا او دهراوود ولسوالیو کې د خلکو ځمکې غصب شوې دي."

نوموړی دا هم وايي چې د وسله‎والو طالبانو مالي سرچینې کمزورې شوي او له همدې لارې غواړي چې ځانونه قوي کړي.

ارزګان د افغانستان یو د هغه ناامنه ولایتونو څخه دی چې د مسؤلینو په خبره وسله‎والو طالبانو له تېرو شپږو میاشتو راهیسې پر دولتي تأسیساتو او افغان امنیتي ځواکونو پراخ بریدونه پیل کړي دي.

په ورته وخت کې د ولایتي شورا مسؤلین هم ورته څرګندونې لري.

ارزګان ولایت کې د ولایتي شورا غړی محمد ظاهر خان نادري هم وايي چې وسله‎والو طالبانو د مرکز ترینکوټ او ولسوالیو په هغو سیمو کې چې د دولت له حاکمیته وتلي خلک ځوروي او په زور ورڅخه عُشر اخلي.

ښاغلي نادري زیاته کړه:

"موږ ته هره ورځ لسګونه خلک راځي وايي چې زموږ سیمه کې دې دولت عملیات وکړي او زموږ سیمې دې د وسله‌والو طالبانو له شتونه پاکې کړي، زموږ له خلکو وسله‎وال طالبان په زوره پیسي غواړي او ځوروي يې."

نوموړي له افغان امنیتي ځواکونو څخه غوښتنه وکړه چې عملیات په چټکۍ سره پر مخ یوسي څو عام خلک له دغه ډول ستونزو خلاص شي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د یادو موضوع‌ګانو په اړه څه نه‎دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د ارزګان د ولایتي شورا مسؤلینو ازادي راډیو ته ویلي وو چې په دغه ولایت کې څه باندې۸۰ زره جریبه دولتي ځمکه زورواکانو غصب کړې ده.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG